انجینیر عبدالکبیر کاکړ

انجینیر عبدالکبیر کاکړ



د  سترګو په  کاسو کې چې د  مينې څراغ  بل  شي
زړګۍ ئې شي ساقي ، خمار د  يار ور سره مل شي
خالونه شي بې نظمه  د بنګړو نه  هم  څه  مات شي
دنــيــا  ورتــه  بــدلــه  جــنــتــونــه هـــم بــدل شـي
کچکـول  له  غاړې  وباسي  واکمن  د  ارادې  شي
په زړونو پاچاهي کړي خو اسير د تور اوربل  شي
د تندې  روژه  ماته  کړي د شونډو ښکلي جام  کې
اختر د خوښۍ جوړ شي ټول ترخه ورته عسل شي
کاکړ چې  ټـپې  اوري  د  رباب  ښکـلـو تـارو کې
د  شعـر څـيـره  بدله  لکه  نـثـر  چې  غــزل  شي


انجينر کبير کاکړ         ۱۴ . ۰۵ . ۲۰۱۲


کابل او پيښور ټول لر او بر په  کاڼو  ولي
سپين غر په کاڼو ولي او خيبر په کاڼو ولي
تاريخ اوعظمت د خپل وطن نه بې خبر دي
د پلار  نيکه د جګې شملې سر په کاڼو ولي
احساس د احمدشاه اوخوشحال خان په اورکې سوځي
يو « چيغه دغيرت » بل ئې« چونغر» په کاڼو ولي
شين سترګي خولا پريږده چې تورڅټي ئې تير باسي
د  قام  ملي مشران  هم  ئې  سنګر  پــه  کاڼو  ولي
ښه مست دي په چړچوکې خپل ولس ورڅخه هيردی
زمـونـږ د  اکـبـر خان غـازي خـنـجــر په کاڼو ولي
د  چرسو د  نصوارو او  د  نورو ليوني  دي
مسجد  کې  د  ملا سره  منبر  په  کاڼو  ولي
د دغسې «مشرانو»پاټکيانو مخ ور تور کړۍ
په نوم د افغانيت چې خپل رهبر په کاڼو ولي
.............................انجينر کبير کاکړ

د آزاد شعر په پلمه        
سپرليه !
تا خو ويل چې په دې بڼ کې       دا تور ډکي د ساتلو نه دي
دا په ډډ پوچې   ،   يوځل بيا د کينولو نه دي
دا په زړه تور سکاره نور ،  د سپينولو نه دي
ما هم همداسې ويل     ،    لکه چې تا ويلې    
ته مرورشوې بيا رانغلې   ،   مګر                                                          زه دې تل لار څارمه ۔
ما ويل چې ته به رايشې
دغه بې سره نښتر ، به ځانته سر پيدا کړي
کريزوهلي به بيا  ،  د  وزر   پر   پيدا کړي
د مستۍ شور  به  جوړ کړي       ،       وا  به  لوزي                                 ونه په ونه ، شاخ په شاخ    ،  ځالې به جوړې کاندي
دنوي  ژوند په هيله          خو ته رانغلې
ما ويل چې ته به رايشې                                                                               دا کاړسيندونه به شي ډک                                                                            دا تريدلې سرګردانه هيلۍ
به پکې  لامبي او خوښي به کوي
دا سره منګي به په ګودر کې                                                       قطارونه جوړ کړي
دا تور بنګړي به مات شي
نور سره او شنه به جوړ شي           خو ته رانغلې
ما ويل چې ته به رايشې
رګ او ريښې د جل وهلو  دښتو                                                               به شي خړوبې له خوښۍ نه                                                                           د آسمان  په اوښکو                                                                                       هوسۍ به رايشي ، د څيړيو په خيمو کې به دمه دمه شي           ښادې  ،  آبادې به شي          خو ته رانغلې

ما ويل چې ته به رايشې
د وچو شونډو په چينو به ، فوارې جوړې شي
د زړونو تل کې  به  ميلې جوړې شي
مينه به مينه تخنوي                                                                                          د سوما خم به تشوي  او محبت به کوي         خو ته رانغلې
ما ويل چې ته به رايشې
بڼ به شي جوړ،بڼ به سمسورشي                                                           بڼ به له ښکلوڅخه موړشي                                                                        دا تورې څڼې به اميل پيدا کړي                                                             هم به رامبيل  هم به چمبيل پيدا کړي                                                    خو ته رانغلې                                                                                                          ته مرورشوې          مرور سپرليه  ،                                                                د زړګي سر سپرليه ،        کلي ته  رايشه  !
انجينر کبير کاکړ ، ۱۴ /۳ /  ۲۰۱۱


مونږ  د پوهنې   د  روزګار  څه   فقيران  خو  نه   وو
په   رڼا  ورځ   چې  لار   ورکيږي   د  زمان   له   جبره
مونږ   له  هوس  او له  خوښۍ  دلته  راغلي   نه   يو
چې  په  راتلو مې  نن  ګواښيږي   د  زمان   له  جبره
مونږ سره چا هم په خپل وخت کی مرسته ونکړله
دا  په  پنډونو  چې  اوس  کيږي   د  زمان  له  جبره
مونږخوددوی په دښمنۍکی په دې حال اخته شوو
اوس چې دا زوړ دښمن دوستيږي د زمان له جبره
زمونږ  سلام  ته  له   ډير کبره  عليک  نه   وايه   چا
لاس  په  سينه  چې  اوس  دريږي  د  زمان  له  جبره
مونږ    ترحم   ،  مهرباني    له    چا    ليدلې    نه     وه
اوس لکه پلار  پر مونږ  رحميږي  د زمان  له  جبره
په  صليبي مرض  اخته   ظاهر  باطن  ئې   بيل  دی
چې   عقيدې   مو  ساتل  کيږي   د   زمان   له   جبره
شمشادخيبرپاميرسپين غرلاهسې جګ ولاړدي
که  ئې  پر  سر  کاروان   تيريږي   د  زمان   له   جبره
وخت به ئې رايشي چې ملاله بيا خپل غږ اوچت کړي
ميوند کې  سور  بيرغ   جګيږي   د   زمان   له  جبره
کاکړه  دا  ورځ   به  راځي خو ته  به   ئې  او که   نه ؟
د  تيښتې  بيا  ميدان  ګرميږي    د  زمان   له  جبره

انجنير کبير کاکړ
۱۰    ـ    ۱۱    ـ    ۲۰۱۰

سپرليه شين شوی شنوباغو کې ګرځه !
لکه  سپوږمۍ  په آسمانو  کې ګــرځه !
ســـــتا په نخرو په کرشـمـو پوهـيــــږم
هلته په سـپـيـنـوښوقصـروکې ګـرځـه !

زما  په  ورانـــو کـنډوالو  څه  کـــوې
پـه  دغـو  شاړو  کــرونـدو څه  کـوې
دلـته ، د  وچـو اغـزو نـور څه نـشتــه
په  دې  سـرمـاتـو  چـنارو  څه  کـوې

تـاتـه ئې تخت د سلـيـمان جــوړکــړۍ
له تائې ښکلـۍ تـنکۍځـوان جـوړکړۍ
اوس دبـوراق د آس لـه پـاسه سـپورئې
ځان دی بـلـبـل هـزارداستان جوړکړۍ


دلـته خـوڅـيـرې ګـريـوانـونـه  ډيـردي
په پـښو او غـاړو ځنځيـرونـه ډيـر دي
ګــوره  کاروان  د لـيـونــو وګــوره  !
دلـتــه مـيــن بــبــر سـرونــه ډيــر دي

دلـتـه  وږمې  لـکه  سـيـلـۍ  چــلـيـږي
د اسـرافـيـل د وخـت شپـيـلۍ غـږيـږي
غرونه شول ټول د(تورې بورې)زامن
ګلـونـه سـره  ګيډۍ ګيډۍ  رژيـــــږي

نو ای  سـپـرلـيــه ! د سـاقــيانــو سـره
هــغــو شنــو ستـرګـو آشنـايانـو  سـره
زما زړې  حجرې کې نه ځـــائـېــږۍ
اوسۍ دوبـــۍ کې د شـيـخـانـو سـره !

زمـا  د جګې شـمـلـې سـر خـفــه  دی
زما د توری ډال سپـيـن غـرخـفـه دی
ورشه  تـپـوس  مې د کاکـړ نـه وکـړه
زمـا شـمـشـاد زمـا خـيـبــرخــفــه دی
انجينرعبدالکبير کاکړ

ښه نجلۍ ښه ئې خولګۍ زما خوښیږي
ښه تنکۍ په ملا نرۍ مې نه هیریږي
ښه وینا ښه ئې خندا ده زه ئې غواړم
ښه روغتیا ښه خوشحالتیا ده زه ئې غواړم
ښه خبره مرغلره مې د یار ده
ښه په خټه مینه وره مې دلدار ده
ښه انوار ئې د رخسار هروخت ځلیږي
ښه رفتار ښه ئې کردار ښه معلومیږي
ښه ئې مینه نازنینه ده ښه ښکاري
ښه په ښکلو کې سنګینه ده ښه ښکاري
ښه خوږه ده ښه درنه زما دنیا ده
ښه ښایسته ښه پښتنه زما لیلا ده
ښه بوستان ښه ګلستان پکې بهار دۍ
ښه جانان ښه ئې مغان ګل او ګلزار دۍ
زه کاکړ د ښو کومه صفتونه
چه د ښکلو څخه واخلمه خوندونه

المان

پمعلم ياد کړه تاريخونه
د کابل ټول حصارونه
جګدلک او ميوندونه
دافغان انګليس جنګونه
سهار غــــــــــــــــــــــږ شو
شور او زوږ شو
مکتب وسو ، مکتب وسو
معلم مړ شو ، معلم مړ شو
د شهيد معلم په مړي
ژاړي ، ژاړي اولسونه
تاريخ ليکي تاريخ شميري
ددې پيښو ، تاريخونه
اوس !
نه معلم شته ، نه مکتب شته
نه ئې درس نه ئې سبق شته
نه تاريخ نه رياضي شته
نه پښتو او نه فارسي شته
دا وطن به څوک ودان کړي ؟
دا به څوک سيال د جهان کړي

پدا څومره خوار وطن دی او ولس څومره بدبخته
جګړه شوه دوامداره ، خدای خبر کله ختميږي
مونږ ټول ترينه راوتي يو هيڅ څوک مو هلته نشته
نو ولی به مې زړه ، په دې وطن باندی خوږيږي
*يورو راته رسيږي ، زه به ولی ناشکري کړم
دانور ټول سادګان دي ، چه وطن ئې لا ياديږي
چه کينم دخپل ځوی، يائې دمورڅنګ کی په مينه
په ژوندکی ئې هيڅ شۍ مزی اوخوندته نه رسيږي
په خوله خو د ولس او د وطن نومونه اخلم
تر نورو می لا ژبه ، په همدو کی ښه چليږي
زما د شخصي ګټو نه ، قربان شه مـلي ګـټی
چه زه يمه دنيا ده ، له دې غير هر څه ختميږي
ظاهر کی ښه افغان يم حقيقت کې چه هرڅوک يم
د ښو او بدو لاره ، په همدی ځای کی بيليږي
چه کور، ډوډۍ ، کالي ، ورته رسيږي لاخفه دي
افسوس ددوی په حال،وچوډاګوته چه خوښيږي
شل کاله ئې شوه تير لا بې خبر د ښو او ښکلو
ديسکو او سينما په ( هغو نورو*) نه پوهيږي

نمانځي دې استقلال او يا دا نوری ملي ورځی
دوی خوشی خپلی خاوری،خپل ولس ته هوسيږي
کاکړه ! ستا احساس او عقيده له ما نه بيله
حالات تا ځوروي خو ، پر ما هرڅه ښه تيريږي

انجينرعبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۰۸ .۲۰۰۸

پچه سجدې ورته کومه ، ليـونۍ د سجدو زه يــــم
لوغړن يـــــمه سوزيږم ، په آرزو د ليدو زه يــــم
د چنګيز د ګوډ تيمور ميراث خورو ظلم روان دۍ
په درياب کې چه ډوبيږي،هغه بې لاس بې پښو زه يم

ګناه
د يار کوڅې ته که کعبه ووايــم
دا به وړه وي او که لويه ګناه
زه ګناهګار يــمه مـيـن د مينې
که مې شي مينه بيا حساب په ګناه

ساقي
ساقي د اور د لاواګانو ډک جامونه راکړه
چه مانتيه پرې وسيزم ، هغه پيکونه راکړه
ښه مې خُمار کړه چه دويرې نړۍ ورانه کړمه
قوت د زړه د توپاني بحرو موجونه راکړه
انجنر عبدالکبير کاکړ

جرمني ۳ . ۱۱ . ۲۰۰۶

لږ مې واخستل د ځان لپاره بنګ
او يو څه ورسره وه لاچي لونګ
د لونګو نه مې جوړ کړ ښه اميل
ورته ور مې کړه د زړه له وينو رنګ
دا اميل مې واچوه ورته په غاړه
په سينه باندې ئې جوړ شو شرنګ او پرنګ
بيا ئې وکتل په مينه مينه ماته
مړاؤو سترګو ئې د ځان کړمه ملنګ
ما ويل چه د زړه سوال ورځنې وکړم
دځمري زړه مې سينه کې شو په تنګ
له حيا نه ناتوان او بيچاره شوم
بيانو شوم خپل خوار قسمت سره په جنګ
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۰۸

پزه په فقيرۍ کې سکندر يمه
مست يم دمستانو قلندر يمه
تل به يم آزاد اسارت نه منم
خيرکه نه يم ښادشرارت نه منم
خوله ، ژبه ، خبره مې ، يوه وائې
څه شۍ چه اولس غواړي هغه وائې
هر انسان خپل حق د انسانيت لري
حق د ژوندانه په شرافت لري
نه يم بل څوک نه يم زيږ افغان يمه
زه د لوړو غرو غيرتي ځوان يمه

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۲۷ .۵ .۲۰۰۷

ېو پېوند اخلم په څانګه کې ئې ږدمه
دا پېوند په مېنه مېنه لوېومه
له دې څانګې نه را وا خلم ېو سور ګل
په ډېر شوق ئې په اوربل د چا ټومبمه
زړه مې ډک وي د سوالونو اُمېدونو
نه پوهېږم څه ترې غواړم څه کومه
خو چه ځان ته ئې نږدې کړم شمه وېښ زه
بېا نو کېنم اوښکې ورو ورو تو ېومه

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۲۰ . ۱ . ۲۰۰۸

د زړه حجره کې مې ګُلونه کرم
ليوني خيال کې ګُناهونه کرم
په شنه اَسمان کې درته ستوري شميرم
تسبوکې ستا د نامه توري شميرم
په اَذانو کې پيغامونه ليږم
د زړه له سوزه سلامونه ليږم
په راز او نياز کې ديدنونه کوم
ږدمه سُجدې درته نفلونه کوم
عُذر زارۍ کوم دوعا کومه
زارۍ په دَر کې د الله کومه
چه ته زما او زه شم ستا دلبره
ټول ژوند يَو بل ته با وفا دلبره

انجنر کبير کاکړ
08 .01 . 21

ګوره راته ګوره چه کتو کې دې اثر وینم
خوښ یم له ژوندونه چه ستا سترګې هرسحروینم
وله غشې وله ښکار د زړه مې په تلوار کوه
بې له دې دې غشې هره ورځ په خپل ټټر وینم
ستا دتوروسترګوله هیبت چه سترګې پټې کړم
ریږدم وارخطا شم پټ په پټه کې محشر وینم
زه خو ستا د سترګو په فرقه کې پيره دار یمه
جوړې زلزلې شي د بڼو چه ستا لښکر وینم
مه غړه وه سترګې داغیارلورته خراب به شم
هسې هم خراب یم خرابه کې مې سنګر وینم
ورکړه نظرماتۍ د سروشونډو چه راغلۍ دۍ
ستا درکې ولاړ غریب کاکړ مست قلندر وینم

انجنر عبدالکبیر کاکړ
جرمني 05 .12 .10

پزه هم چېـــــــــــــــــــــــــرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېـــخوده دېـــوانه وم ، دېــــــــــــــــــوانه يم لا تر اوسـه

جدايي نشته وصــال دى ، ځنې بعد هم خيــــــــــال دى
له هغه چې همخانه وم ، همخــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

چې راغلى په جهان يم ، خبر شوى په خپل ځـــان يم
د رازونو خزانه وم ، خزانـــــــــــــــــــــــــــــه يم لا تر اوسه

په عالــــــــــــــم زما خبرې ، خلك كـــــــــا په نيږدې لرې
په وگړي افســــــانه وم ، افســـــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

چې د مخ پلو يـې وا شو ، يو مشـــال و چې نما شو
هغه دم پرې پروانـــــه وم ، پروانــــــــــــه يم لا تر اوسه

ناوكي يې د مژگـــــان دي ، چې بلا زما د ځــــــــــان دي
ورته عمر نښـــــانه وم ، نښــــــــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

چې يې ځان سره اشنا كړم ، له هر چا يې شا په شا كړم
له عالمه بېگـــــانه وم ، بېگــــــــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

هغه بحر چې محيط دى ، په افراط او په تفريط دى
د ، غه بحر دردانــــــه وم ، در دانـــــــه يم لا تر اوسه

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

نن ئې شین خال د سورکوشونډو له پاسه
په لیـد لو ئې اسیر شوم سمدﻻسه
*****
دوه کوتری د یاقوت لري سرونه
دوه بی سترګو ﻻسو وکړه دیدنونه
*****
د شین خال په رالویدو شومه حیران زه
مګر نشوم په خپل کار کښی پښیمان زه
*****
هغی وکړلو پر ما داسی تهـمت بیا
ګناهکاره ! څنګه نشوی خجالت بیا
*****
ما ویل زه په ګناهونو کښی زړه ور یـم
یـم سرکـښ د لیـونـیانـو قلـنـدر یـم

انجنر عبدالکبیر کاکړ
جرمني 07 . 03 . 04

په زړو يادونو کرښې کشومه
بيا ئې هيڅکله په ژوند نه يادومه
درته نه ليږم سلام په آذانو کې
تر سهاره به نفلونه نه کومه
درنځورزړګي احوال به ښکاره نکړم
ستاد لوري به ئې ورو وروصبرومه
د شپيلۍ په ژبه حال چاته نه وايم
کرۍ شپه به په زارو نه تيرومه
ددې ستورو په ليدو به تسل نه کړم
د سپوږمۍ دمخ خالونه نه شميرمه
ډير مې ولوستل د ميـنې کتابونه
نور يوسف او ذُليخا نه يادومه
نه کرم به کشميالي د بام په سَر کې
د ديدن په پلمه ځان نه غولومه
ستا په کلي او کوڅه به بيا در نشم
زه کاکړ يم دا وعده پوره کومه

انجنر کبير کاکړ
07 .12 . 25

وروســتـه له کلونـو
په نـیـمګړو اُمیـدونـو
مايو سوال ورځنې وکړ
*****
هغه شنه شوه په خندا شوه
بیا شوه ډکه له حیا په شرمیدلو
په پـستـو پـستـو خـبـرو
راته وې ویـل کاکړه !
زمونــــــــــږ کلي کې
د خولې ورکول منع دي

انجنر عبدالکبیر کاکړ

جرمني 05 .12 .04

ارتې ارتې دښتې
شاوخوائې دنګ دنګ غرونه
ټول په کاڼو پوښل شوي
یو شمیر تور
او ځینې سره لري رنګونه
تور خو تور دي سوځولي
مګر سره زمونږ ځوانانو
په سرونو دي سره کړي
نن همدا جګې شملې چه
په سرونو مونږ تړلي
د سرو کاڼو برکت دۍ
که نه :
هر څه مو بایللي

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني 05 .11 .27؟

پهر څه به تير شي
په هر چا به تير شي
وختونه به تير شي
ځواني به تيره شي
ښکلا به بدله شي
زَړه بـــــه شي
او مـړه بــــه شي
مګر !
ميړانه پاتې کيږي
او تاريخ پرې ليکل کيږي

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۰.۹ .۲۰۰۷

نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نور دې نه را یادومه !
خـو لـرم در سره مـيـنـه ای زما ګـرانـه وطـنـه!
سـتـا پـه سـمـو او پـه غـرونـــو پـه قـبـرو پـه زیـارتـونـو
خـاورې دوړې د ټـانـکـونــو وطـن ډک لـه دوزخـونـو
لـه نـا چـارې بـه ورځـمـــــه سرې جـنـډی ئې ښورومه
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نـور دې نـه را یـادومه !

د تـاريـخ هـيـر شـوه درسـونـه را کوي تـل پـيـغـورونـه
پـرمـا بـار شـوه لکـه غـرونـــه د نـا کـسـو تُـهـمـتـونــــه
پــه اغـيـار چـه ځـان سـاتـمــه پګـړۍ لرې غـور ځومـه
نـور دې نـه تـجـلـيـلـومــه! نور دې نه را يادومـه !

پـخـوانـي زاړه ً یــــارانً دي دا ًشین سترګيً اشنایان دي
شـپـــــوداره ً کاوبـایـان ً دي په ظاهرکې ټول ًدوستان ًدي
شـاه شـجـاع بـــــه یـادومــه په بې ننګو ځان شـمـیرمه
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نور دې نه را یادومه !

دوی تـه هـیـڅ ویـلۍ نـشــــم ورتـه پـاس کـتـلۍ نـشـم
مـظـلـوم ورور ګـټـلۍ نـشـــم نـو تـا هـم ساتـلۍ نـشـم
خـپـل غـازیـان بـه هـیـرومـه ژوند په مرګ حـسابومه
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نور دې نـه را یـادومـه !

زه کاکـړشــوراوفــریـاد کــړم چه امان* کله را یاد کړم
د خـپـل قام نـفـاق بـربـادکـړم غم ځپلي زړه ناښاد کړم
اوښکـې پـټـې تــویــــومــه ځان په مړو کې شمیرمه
نور دې نـه تـجـلـیـلـومـه ّ! نور دې نـه را یـادومـه !

دا هــم وايــم ګـران وطـنـه تا بـه ساتـم له دُښـمـنـه
لـه دې سـره او تـور بُـویـنـه کـه بَهـر دي کـه د نـنـه
زه خـپـل فـرض ادا کـومـــه هـمـیـشه دې ياد ساتـمه
تـا بـه تـل تـجـلـيـلـومـــه تـا بـه تـل را يـادومـه

که خـوستۍ که ننګرارۍ يــم لـغـمـانۍ که قـندارۍ يــم*
هـراتـۍ کـه مـزارۍ يـــم بدخـشۍ که کابـلۍ يـــم
په وحـد ت به دې پـالـمـه د ورورۍ لاس ورکــومــه
تـا بـه تـل تـجـلـيـلـومــه تـا بـه تـل را يـادومــه

پـلار سـپارلـۍ امـانـت ئـې زمـونـږ مـيـنـه مُحـبـت ئې
هم موشان ئې هم شوکت ئې د افغان ننـګ او هـمـت ئې
پـه سرو ويـنـو دی ساتـمـه هــم دی زه ابـادومـــه
تـا بـه تـل تـجـلـيـلـومــــه تـا بـه تـل را يـادومــه

زه دی ستا يم څو ژوندۍ يم د مـيرويس ، احمد بچۍ يـم*
د اغـيـار د مخ اغـزۍ يــم مـيـړنۍ لکـه ځـمـرۍ يـم
تـر اټـک ئـې زغـلـومـه شـمـلـه نیغـه ګـرځـومه
تـا بـه تـل تـجـلـیـلـومـه تـا بـه تـل را يـادومــه
زه لـرم درسره مـيـنه ای زما ګرانه وطـنـه!

* له امان څخه منظور پا چا امان الله دۍ چه په 1919 کې ئې استقلال اعلان کړ.
*ننګرارۍ (ننګرهارۍ )، قندارۍ (قندهارۍ )
*د ميرويس څخه منظور ميرويس نيکه او د احمد څخه منظور احمد شاه با با دی .
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني 06 .11 .01

پد یار کوڅې ته که ً کعبه ً ووایم
دا به وړه وي او که لویه ګُناه؟
زه ګُناهګار یمه مین په مینه
که مې شي مینه بیا حساب په ګناه
06 .10 .28

وطن

چه سُجدې ورته کومه ، لیونۍ د سُجدو زه یم
لوغړن یمه سوزیږم ، په اَرزو د لیدو زه یم
د چنګیزد ګوډ تیمور، میراث خورو ظلم روان دۍ

په دریاب کې چه ډوبیږي هغه بی لاس بې پښوزه یم


پومه د جګو جګو غـرو ځلمکۍ
ټوله دنیا راته خپل غر ښکاریده
ټـولـه دنیا د غـره دا شـنه لـمـنـه
چه څـریدل پکې زمونږ مالـونه
پورته په لوړو کې دا شنې شنې څیړۍ
د ماڼوګانو تـمام شنه ځـنـګلـونه
*****
زه د قصرونو نا أشنا
ماته ماڼۍ خپلی خیمې ښکاریدې
زه د نړۍ په اټمونو
په ټانکونو او توپونو
لا خبر هم نه وم
ماته د جنګ وسیله
زما سوټۍ او د غره کاڼي
او یا هم سوک څپیړه
*****
خو د ملا له خولې نه
چه دقیامت ورځ ده راتلونکې
سوال ځواب د ښو او بدو
دوزخونه ، جنتونه
بله دنیا،ابدي ژوند
له ژوند به واخلو
هلته خوندونه
*****
چه نا خبره ، شو ټکهار
له هرچا ورکه، شوه خپله لار
ژوندون شو ختم، دنیا شوه ختمه
دنیا لا څه چه، عقبی شوه ختمه
پوه شوۍ نه یم، څه پرما تیر شول
هیڅ مې یاد نه دي، هرڅه مې هیرشول
*****
خو
چه د زخمونو په درد کې ویښ شوم
او بیا په حال ، راغلمه
ما وېل چه شکر ، خدایه شکر
د ًصلاتً له پله تیر شوۍ یمه
په ډیر غرور مې شا او خوا وکتل
نو بیا مې غږ کړ چه : هۍ هۍ !!!
اۍ پهره داره د جنت پهره دا ر !
دا خو د اوسپنو قفس دۍ
ما قصرو ته یوسه !
ما د بهشت ، ښکلو باغو ته یوسه !
ملا چه وېلي وه
ما هأغه جنتو ته یوسه !
حورې غلمان راښیه !
هغه د شاتو او شودو
ډک ډک خومان راښیه !
زه د ًصلاتً له پله تیر شوۍ یمه
زه جنتي، جنتي شوۍ یمه
*****
ده په ځیر ځیر ، په تروه ټنډه
راته وکتل او وئې ویل :
چه یس یس ، ګوانتنامو، ګوانتنامو
زه پرې هیڅ پوه نشومه
چه د ه څه وفرمایل
زه پرې هیڅ پوه نشومه
چه ده څه وفرمایل

دا وه ( ګوانتنامو!) انجنير عبدالکبير کاکړ ۰۶ .۰۲ .

لدا څومره خوار وطن دی او ولس څومره بدبخته
جګړه شوه دوامداره ، خدای خبر کله ختميږي
مونږ ټول ترينه راوتي يو هيڅ څوک مو هلته نشته
نو ولی به مې زړه ، په دې وطن باندی خوږيږي
*يورو راته رسيږي ، زه به ولی ناشکري کړم
دانور ټول سادګان دي ، چه وطن ئې لا ياديږي
چه کينم دخپل ځوی، يائې دمورڅنګ کی په مينه
په ژوندکی ئې هيڅ شۍ مزی اوخوندته نه رسيږي
په خوله خو د ولس او د وطن نومونه اخلم
تر نورو می لا ژبه ، په همدو کی ښه چليږي
زما د شخصي ګټو نه ، قربان شه مـلي ګـټی
چه زه يمه دنيا ده ، له دې غير هر څه ختميږي
ظاهر کی ښه افغان يم حقيقت کې چه هرڅوک يم
د ښو او بدو لاره ، په همدی ځای کی بيليږي
چه کور، ډوډۍ ، کالي ، ورته رسيږي لاخفه دي
افسوس ددوی په حال،وچوډاګوته چه خوښيږي
شل کاله ئې شوه تير لا بې خبر د ښو او ښکلو
ديسکو او سينما په ( هغو نورو*) نه پوهيږي

نمانځي دې استقلال او يا دا نوری ملي ورځی
دوی خوشی خپلی خاوری،خپل ولس ته هوسيږي
کاکړه ! ستا احساس او عقيده له ما نه بيله
حالات تا ځوروي خو ، پر ما هرڅه ښه تيريږي

انجينرعبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۰۸ .۲۰۰۸

دشمعی سوځيدل دسپوږمۍ شپی رايادوم
په مينه محبت کې سرې لمبې را يادوم
*****
چه لری چيری پټ يم د راتلو لارئې څارمه
په خدای خورمه قسم همدا شيبی را يادوم
*****
کرۍ شپه چه يم ويښ درازاونيازپه خيال اخته يم
وړی وړی خبری ئې خوږی را يادوم
*****
د شعر ‌ډيوه می بله ده دمينی په يادونو
سندری پښتنی پکی ټپی را يادوم
*****
چه نه ئې لوږۍ خيږي مګر کړنګ ئې دجامونو
کاکړه په خُمار کی سترګی سری را يادوم
انجينر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۰۸ .۰۸ .۲۰۰۸

دا قصه می چيری لوستی وه کتاب کی
ليکل شوی وه د باز ټپوس په باب کی
يو نظام وه په ټول مُلک کی د بازانو
پاچاهي عــقــاب کولـــه په مــرغــانـــو
پاس په لوړو کی د لويو غرو له پاسه
حکومت وه د بازانو بی وسواسه
کابـيــنـــه کی اتـفــاق وه اتحاد وه
صداقــت سره ريښتـينۍ اعـتـماد وه
د بازانو منځ کی ښه ټينګه وروري وه
ښه په مينه محبت کی ښه دوستي وه
دعقاب په کال کی يوځل رخصتي وه
يـو د ځان بل ئې د فــکر آرامي وه
په هـمـدی صورت کلــونه تيـريدنه
چه ناڅاپه ټول نظام ئې ګډوډ شونه
هغـه دا وه چه ناروغ شو بل پاچا
تا ويل چه قيامت جوړ شو په دنيا
دۍ پا چا د انسانانو په دنيا وه
عدالت کی ايمانداره تر هر چا وه
۱ ـ
دۍ پاچا وه وزيران ئې عالمان وه
په خپل کار او وظيفه کی مُخلصان وه
د پاچا د ناروغۍ شروع درمان شو
پاچا خپله ،خپل مرض لره حيران شو
نو را وی غــوښتل د ځمکی عالـمان
د مرض تشخيص به کړي ورته بيان
دوی کی يوشميرښه هوښياره طبيبان وه
د تعليم د تجربو ټول خاوندان وه
سره کيناستل شروع ئې کړه بحثونه
چا دارو دَوا ښوده ، چا تاويزونه
په آخره کی د ټولو دا سلا شوه
دا تشخيص ددوی بازانو ته بلا شوه
هغه دا چه ده ته وينه ضروري ده
د مرغانو د پاچا وينه حتمي ده
د عقاب په وينه دۍ حتماً روغيږي
د بل وينه ده ته هيڅ نه پکاريږي
پاچا ورکړ صدراعظم ته يو فرمان
چه دې کار ته آماده کړه وزيران
د عقاب ځای ته ورتګ دوی ته ډيرګران وه
دې مشکل ته رسيدل تمام حيران وه
ـ ۲ ـ
دعقاب ځاله وه لوړ دغره په سر کی
ددی ټولو غرونو لوړ په يو کمر کی
مګـر کال کی به يو ځـل بازان راتلـل
د ځـنـګلــو ، باغـــو لــه پاسه الــوتـل
وزيرانو مقـرر ډير جاسوسان کړل
څلور خواوو ته دغرونو ئې روان کړل
چه معلوم د اوسيدو ځای د عقاب کړي
بيائې بند په خپلو لومو داجناب کړي
سرئې غوڅ کړي ډک له وينونه ئې جام کړي
هرڅه زرئې دژوندون کار ورتمام کړي
بيا به واخلي له درباره انعــامونه
چه پاچا ئې پر سر واړوي جامونه
هــری خـواته به مـيلی وي اتــڼــونــه
برپا شوي به وي ښه ښکلي جشنونه
جـاسوسانــو هــره خــوا معــلــومــولـه
د عقاب د ژوندون ځاله ئې څارله
*********************************************
تقديري کارونه ګوره چه څه کيږي
د خوښۍ ژوندون په غم څنګه بدليږي
هلته پاس د لوړو غرونو په سرو کی
عـقـاب الـوته په ښکلو سر درو کی
چه راستون شو قرارګاه اوخپل محل ته
د دربار د فرمانو اصلي مورچل ته
وظيــفــه ئې ورکړه خپلی کابينی ته
د ميلی ځای کړۍ معلوم بلی جلسی ته !
دری بازان شوه مؤظفه په دی کار
چه يو ښه ځای کړي پيداپه خپل اختيار
بازان والـوتل په سمــو او په غــرونو
ګرځيدل په شنو ځنګلونو او باغونو
ډيرښه شين او ښکلۍ ځای ئې کړ پيدا
چه ثاني ئې بل ځای نه وه پر دنيا
ځای تعين شو بازان لاړل خپل محل ته
ددی دنګوغرو له پاسه خپل مورچل ته
دتلو وخت ئې کړ معلوم خپله جلسه کی
د دويمی مياشتی پای لومړۍ هفته کی
په دی وخت کی دا احوال ورسيدنه
چه عـقـاب کوي ميله ښکته راځينه
دا خـبــر ورسـيـده تـر جاسـوسانــو
د ناروغ پاچا تــر ټــولــو وزيــرانــو
چه معلوم شو د عقاب د مـيلی ځای
جال،دامونه ئې کړه هلته ځای پرځای
دميلی پرځای کی خوشی ئې مرغان کړل
بی وزره ئې زرکان او مـړزان کـړل
هلته تيتی ئې کړی ډيری اومې غوښی
د راتلو د کيناستو ځای شو په نښی
په اُمـيـد د انـتـظار ورځی تـيريـږي
چه که خدای کول عقاب به را رسيږي
د عقاب د راتلو ورځی را نږدی شوې
د بازانـو د پرواز بڼی تيری شوې
پنځه ورځی مخکی لاړل دری بازان
د مـيـلی د محــل خــواتــه شـتـابان
چه که ګوري هری خواته مړزان دي
ښی اومی غوښی،سيسۍ،ښکلي زرکان دي
رنګارنګ مرغان پراته دي په محل کی
هری خوا په ميله ځای او په ځنګل کی
ډوب په فکرکی دادری تنه بازان شول
په ليدودډيروغوښودوی حيران شول
معلوميږي چه دې کارکی کوم يو رازدۍ
افشأ کړۍ ميله ځای کوم يوغماض دۍ
دا محل ئې په نظر ډک له خطر شو
چه سويان،هوسۍ،زرکان ئې ترنظرشو

بازان لاړل خپلی سيمی خپل مورچل ته
بيـا د خـپـلی کابيـنی اصلي محـل ته
هـلـتـه خپـلـه عــقــيـده ئې کـړه بيان
په ليدو د ميلی ځای شوو مونږ حيران
هلته هرڅه په بل شان را معلوميږي
که مونږ ورشو خاماخا يوڅه پيښيږي
ښکاري داسې چه داځای ډک له خطر
ښه به داوي له ميلی شو لاس په سر
وړانديز دادۍ چه ميله وکړوبل کال ته
بل کال لاړبه شو لويديز او يا شمال ته
د بازانو په وړانديز فسخه ميله شوه
د عـقاب له خوا تائېده فــيصله شوه
خو بل کال هم په بل ځای کی همداحال وه
د بازانو سره بيا ، هماغه سوال وه
دريم کال ته هم تکرار شو دا داستان
عاقبت ته ددی کار شوه ټول حيران
چه دا دومره ډيری غوښی او مرغان
څه لپاره دي پراته پردې مکان ؟
چــاره نــه وه بازان لاړل وارخطا
چه له دې رازه دا نور کړي هم آګاه

دوی تکرار کړه فـيصله په قاطعيت
ښه پــه کلکه اراده پـه پاک نـيت
داځل بيا رخصتي فسخه کړه بازانو
تصميم ونيوه مجـلس کی وزيرانو
د عـقاب حضور ته لاړل څو بازان
فــيصلـه ئې خــپــلــه کړه ورتــه بيان
د عـقـاب سره پيداشوه څه سوالونه
شو مصروف په ساعتو کوي فکرونه
چه ټــپــوس راغۍ حضورتــه دعـقاب
وې ويــل چــه ای زمــا عالي جـنـاب !
مونږه ستا خوشحالي غواړو هـرزمان
څو چه ته ئې ، ته زمونږه ئې سلطان
تاته ډيــره ضروري هـرکال مـيـلــه ده
د روغــتـيـا لــپـاره دا ښه وسيلـه ده
بازان نه غواړي چه ستا فکر آرام شي
شايدغواړي چه دوی ستا قايم مقام شي
ښه تحريک ئې کړ عقاب په وزيرانو
ها د سخـتو ، بدو ورځـو په يارانو
په غضب شو عقاب وې ويل بازانو !
تاسو ټول ياست برطرف بې پروايانو

چا چه کړۍ دۍ غـفـلت په وظيفه کی
ورته ځای نـشـتــه زما پــه کابينـه کی
مخ ئې واړاوه ټپوس ته شو ګويان
له هـمـدی شيبـی زما دۍ دا فــرمان !
ای ټپوسه ! ته کړه جوړه له مرغانو
ښه مظبــوطه کابـيـنـه لــه صادقـانو !
د ټپوس کابينه جوړه په مهلت شوه
له ړومبي نه تروروستي په ًمصلحتً شوه
د ميلی ځای ته ئې ولـيږل دوستان
لـه دې نـوې کابينې دری ټپوسان
دوی چه ولـيدلی هلته غوښی ډيرې
د خدمت وعـدی ئې ټولی کړلی هيرې
بـيرتــه راغــلـل وې ويـلې چـه جنـابه !
ای زمونږه د سرتاج ، زړور عــقـابه !
دغه ځای ددې نړۍ پر سر جنت دۍ
زمونږ دری واړو همدغه مصلحت دۍ
د ښکلا ثاني ئې نشته پر جهان کې
ځمکه څه چه لابه نه وي پر آسمان کې
د هـوسۍ دغـوښو شته پکی ورنونه
د سويانـو دي پراتــه ټـول اندامــونه

هــری خواته بی وزره مـړزان شتـه
سيسۍ څه چه پکي رنګارنګ زرکان شته
هـلتـه شتــه د نـرمو غـوښو ګودامـونه
زر به ورشوچه له ژوندواخلوخوندونه
په ورتګ کی ځنډ خورا لويه ګناه ده
دا دری کالــه شـوې تاسره جــفـا ده
د ټپوس د حکومت فيصله دا شوه
نهايت کی د عقاب هم پرې رضا شوه
عــقـاب ورکړه نوي نوي فـرمـانونــه
يو شمير دلته به پر مخ بيائې کارونه
نور به لاړشي د تفريح او ميلی خواته
حرکت بـه ټـول کوو په خـير سبـا ته
چـه سبا شـو ټول تيار وه حـرکت ته
اوس نوګوره دعقاب شان اوشوکت ته !
قطارونو کی ولاړ ډير ټپوسان وه
دکارغانو سره نور هم ډير مرغان وه
ټول ولاړ په ډير تعظيم وه په ادب کی
په دربارکی چه اوچت وه په منصب کی
عـقـاب وليدل صفونه تری روان شو
يوساعت وروسته جداله خپل مکان شو

د ټپوس کابينی جوړ کړه قطارونـه
دعقاب په ښي او چپ کړي پروازونه
آخــر ټـول ورسيدل هـغــه مکان ته
هغـه شين ، رنګين د ګلو ګلستان ته
ټپوسان شوه ټول اخته په چورولو
څوک مصروفه شوه دغوښو په خوړلو
عقاب پاتی شوحيران خو وخت تری تيروه
پخوانۍ ټول عظمت ور څخه هير وه
په دې پوه شوچه ئې کړې ښه خطا ده
د ټپوس په انتخـاب کی اشتباه ده
خو چه کـيـنـاسته پر ځـمکه عالــيشان
شوه چارپـيـر ورنه د ځـمکی جلادان
جال ئې واچوه عقاب پکی بندي شو
بيا فــوراً د مرګ په حُکم تُهـمتي شو
د چړو سره ئې راوړه يو لوی جام
چه ډير زرئې دمرګ کارکړي ور تمام
عــقـاب وويل ، چــه ګـورۍ انسانانـو !
زه پاچا په ټــول جهان يم د مرغانو
ما د چا په حق کی کړې څه ګناه ده ؟
چه زما په مرګ د ټولو نن رضاه ده

جلاد وويل ستا نوم ګوره عقاب دۍ
دادری کاله مونږ ايستلۍ ډيرعذاب دۍ
مونږه ايښي تاته درې کاله دامونه
ستا پر سر مونږ وه خوړلي قسمونه
چه ستاوينه مونږه وړوخپل ګران پاچاته
دې عادل، فاضل،غښتلي شاهنشاه ته
ځورولۍ ناروغۍ هغـه ډير زيات دۍ
که جوړيږي نو دا ستا دسر ذکات دۍ
هغه صرف داستا په وينه به جوړيږي
غيرله دی نه به ئې ژوندپه مرګ بدليږي
عقاب پوه شو چه ،دده وينه ،دَوا ده
همدا اوس ضرور پکار دلوی پاچا ده
نو ئې وويل جلاد ته په قــرار کې
ای جلاده شتاب مکړه په خپل کار کې !
زه هم غواړم چه پاچامو روغ رمټ شي
صحت مندستاپه رقم سره کټ مټ شي
مبـا دا چه شي چَــپـه وينــه په لار کې
د خوښۍ او د جذباتو په اظهار کې
بيابه نه وي نوره وينه چه پری جوړشي
هسې نه چه ئې زړګۍ په مرګي سوړشي

ما ژوندۍ وَرْ وَله زرخپل ګران پاچا ته !
هــغــه ستر او مدبره شاهــنشاه تـه
جلاد وَر وَسته عقاب تر زمامدارخپل
بيائې ودراوه پرمخ کی دواکدارخپل
عـقاب ورکړه په ډير ُعجز کی سلامـونه
لـه هــيــبــتــه ريږديــدل ئې انـدامـونه
بيــائې وويــل عالــيقــدره عالــيشانه !
زه به خپل سر تل قربان کړمه له تانه
تاتـه وينه ده پکار زه بـه ئې در کړم
درکوم به ئې ترڅو چه تا بهـتر کړم
يو ځـل نه ، داکار کومه په سل واره
ترڅو ته شې د صحت نه برخورداره
زه به هروخت يم حاضرستاپه خدمت کی
دا وعده در سره کړم په صداقت کی
هـميشه زمونږ تر منځه به دوستي وي
له دوستۍ نه به لا زياته ښه وروري وي
اوس دې خوښه چه څه کړې قومانده ستا ده
ستا پــه هــره قــومانده زما رضا ده
شاهـنشاه وه د شاهـانــو نه هــوښيار
د عقاب سره دوستي ئې کړه اختيار

د عقاب په وينه جوړ شو ستر سلطان
دواړه شوه ددوه خوږو وروڼو په شان
يوه ورځ ئې لـه عــقـاب وکړه پـوښتـنه
چه درې کاله مونږه ايښي وه دامـونه
څه عــلــت وه چه را نغــلې ته ميلې ته
لــه پخــوا نــه ټــاکل شـوې مـحـلې تــه
عــقــاب وويـل زمــا وروره سـلـطانه
اوس پر مائې ته ، له ځانه ځنې ګرانه
هغه وخت مې کابينه کې ټول بازان وه
چه ټول عمر، زما ژوند هم په امان وه
ما سپارلي وه کارونـه اهـل کار تـه
ټول بازان وه چه ورتلل پخپله ښکار ته
د مردارو غوښو ښکار ورته ذلت وه
دا چه رانغلم همدا ئې ټول علت وه
خـو چـه کلــه ټـپـوسان شوه وزيران
هله زه شوم ستا د لومو بنديوان
پای

انجنير عبدالکبير کاکړ
جرمني ۰۸ .۱۰ .۲۰۰۸

يادونه : ددې مثنوي نثر د ښاغلي ولسمل دی چه په ً افغان ً جريده کې ئې نشرکړۍ وه.
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۰۸

لد اُفق په سرو سکروټو کښی ئې کور شو
زړه ئې ورکړ د ﻻله وو پسرلي ته
په غروب باندی ئې څیری خپل ګریوان که
تسلیم نشو د تیارو شپو لیوني ته
*****
اسمان شو کوڼ ، شمله کږه شوه هلته
اورمیږ ئې ټیټ ، ځمکه وړنده شوه هلته
غرونه هماغسی په خوب ویده وه
د کربلا دښته بیا سره شوه هلته
*****
تر پوﻻد کلک نه ماتیدونکۍ ستورۍ
چه وه د ستورو ځلیدونکۍ ستورۍ
نن ئې په غاړه کښی حلقه پرته ده
په حسین ، توره لوپټه پرته ده
*****
نن د کوکانو په میله کښی شغالان نڅیږي
پخوا مړشوی یوځمرۍ ، دلته په دار ځړیږي
دا د بازانو باز را ولوید د کارغانو مخ کښی
د میړنو دا میړنۍ به ، میړنۍ یادیږي
*****

انجنر عبدالکبير کاکړ
شهید جرمني 07 . 01 .02

دۍ وه ستر لکه نښتر او یا چنار
هسک وﻻړ په ډیر غرور لکه ښامار
دا ریښتینۍ ٌاسماعیل ٌ د منصور ورور
د غیرت او د میړانی د ژوند پلار
د ٌحسین ٌ په پَل چه پَل کیښود حسین

ابدي شو د عربو افتخار

لزه فلسطين يم د غمو فلسطين
د شهيدانو د جنډو فلسطين
نه مې ځواني پاتې شوه نه باوفاشوه ياران
نه په چا ځان پلورمه ، نه وهم لافې د ځان
اوس يم دبدوتوروشپوفلسطين
زه فلسطين يم دغمو فلسطين
زه ئې ځپلۍ يمه ، ډير ځوريدلۍ يمه
وژاړم چاته خدايه ، خپلو هير کړۍ يمه
يمه د سوو اوسيلو فلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين

پريږدۍ چه وژاړمه ، اوښکې مې وبهوم
څو ليونۍ نشمه ، وينې مې و څڅوم
په وينورنګ يم ددردوفلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين
په راکټومې ولي ،تنکي ځوانان مې وژني
عربوګورۍ راته، پيغلې ځلميان مې وژني
د وير د چيغو ماتمو فلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين
پرون صبرا شتيلا ، نن شوه غزه کربلا
له صيهونيزمه دفاع، کړي امريکا اروپا
زه يم بې کسه له عُمرو فلسطين
د شهيدانو د جنډو فلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين

انجينر عبدالکبير کاکړ

لما سلام ورکه پــــه مينه
ډيـــره ښکلې ده سنګينه
زړه کې پاکه ده ساده،ده
نازئې نه زده خو درنه ده
خورم قسم ډيره خوږه ده
کليـــــــواله پښتنــــــــه ده
ستړي مشي ئې کړه هيره
وار خطا ښکاريده ډيره
ريـــــږديدله ريـــــږديدله
له حيا نه شرمـــــيــــــــدله
ساه نيولې په نيمـــــکه
د خوږې ژبې په څوکه
دائې وويل چه پوهيږې؟
راته ګران ډيرمې خوښيږې
انجينر کبير کاکړ ۲۰۰۹.۰۶.۲۲۸

لپه دې ( جان آغا ) ، دغـه کلۍ څـنګه ودانـيـږي؟
چې(مورئې بټيارۍ وي)ځوی ئې نه فتح خانيږي*
*****
چې نه ګوري تاريخ د پلارنيکه اود خپل قام ته
وطن ورته پردۍ شي ، په پـردو به حسابـيـږي
*****
چې خـپل لکه پردۍ او پردي دوست حسابـوينه
دا نه ده سرلوړي ، چې اورميږهرچاته ټيټيږي
*****
غـږيـږي به په نورو ژبـو، فـخـر به کـوي هـم
په خپلې مورنۍ ژبه ، ګونګۍ شي نه غـږيـږي
*****
آزاده اوسيدل ، په خـپـل آزاد وطـن کې ښه دي
بې نـنګ ، دغلامۍ په ژوندانه باندې خوښيږي
*****
دچاچې نه وي شرم ، نه حـيـا لـه خـپـل اولـسـه
پـه دې آزارګـټـلي مې ، زړګـۍ کلـه خـوږيـږي

انجينر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۱۰
*فتح خانيږي ( فتح خان کيږي )

لوستل شوی 9175 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 21:11

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي