احمد شاه بابا

احمد شاه بابا

 هم شاعر هم پاچا

 

ستا د عشق له مینو ډک شول ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه
تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه
که هر څه مې د دنیا ملکونه ډیر شي
زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه
د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګزارونه
د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملکونه


نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم
چې له یاره سره خوښ هم کناره ځم
چې بر کړی مې خدای لاس په رقیبانو
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه
نور ایران لره په توغ په نغاره ځم
پر دا کړی داد د خدای نه شی پښیمانه
تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم
معشوقې د ایران ډیرې ترکې شوخې
خدای چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم
زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم
چې زما د ولایت فتحه روزي شوه
تروه به څه د یار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنیا فانی ګڼم چې نشته
دنیا پاته له ایمانه به سره ځم

قافله د عشق راغلی له کوم خوا ده
پر زړګي باندې مې شته که څه غوغا ده

ټوله یو دي که غلجي که اودالي دي
ښه هغه چې یې د زړه شیشه صفا ده

چې عمل یې د نیکۍ دي میړه هغه
که اغوستې یې ګدله د خامتا ده

پښتانه دې ټوله لاس سره یو کاندي
چې مو نن غزا هر لوري شا و خوا ده

بی زحمته راحت چیرې مونده نه شي
د احمد ځکه په هر لوري غزا ده

زه هر ګوره نن د لوړو په حصار ځم
مثل نه لرم هیچیرې چې په شمار ځم

که مې خپله بلندي موجوده نه وي
لکه باد هسې د غرونو په کنار ځم

له وحدته چې په امر را بیرون شوم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکار ځم

دا د مینې ملک مې خپل کړ سر تر پایه
زه عاشق بندي د زلفو په هر تار ځم

د ناسوت په وهم ورک شوې عندلیبه
زه هغه ګل یم چې د مینې په بهار ځم

خپله مینه مې ښکاری تعلیم مې ورکړ
زه غرڅه په کړنګونو د کهسار ځم

ملکوت ګوره خاصان د سومعې کړم
همیشه د میخوارانو په بازار ځم

که آشنای مې چیرې ناز راباندې وکړي
دا مې نشته چې یمین ام که یسار ځم

که هر څو دا ستا د مینې وری دروند دی
ولی تل د خسته زړونو په کتار ځم

احمد شاه ته د زړه بورجل ته ګوره
بی ما څوک دی چې دا هسې په ګفتار ځم

ارغنداو د غرو لمنې
د غاټول په ګلو سرې شوې
د دامان هوسۍ دي مستې
زرغونې ورته دری شوې
د باغو ونې ویښیږي
د بلبلو پرې نارې شوې
آسمان مځکه ټوله خاندي
نوې نوې نندارې شوې
واه، دا څه نوې ژوندون دی
دا نسیم راغې له کومه
چې یې نوی روح وطن ته
وباسه له خپل قدمه
به وا جوړ ملی اختر دی
نجونو سره کړه خپل لاسونه
په ملالو غاړو زانکي
د روپو سپین امیلونه
لور په لور یې خپاره کړي
پرتندي تور اوربلونه

له کیږدیو راوتلي
پر دښتو کړي اتڼونه

زلمیان هم ټوپک په غاړه
پښتنې ترانې وایي

په ملي جوش او خروش بیا
ننګیالي پلرونه ستايي

تخت و تاج دی مبارک شه
د پښتون ټبر زلمیه

دا ملت دی پر تا لوړ شي
پر غلیم شوی بریالیه

ستر واکمن شوې د دی خاورې
رب دی ستر لره زمریه

د ولس په غم شریک شه
ملت ویښ کړه ننګیالیه

یو ګړۍ غفلت و نه کړې
واک ستا سوله دی پسه

په دردو یې ځان خبر کړه
لاس دی مینځه له هوسه

نور د هیڅ شي کمي نشته
خو تنها چې تربیه شي

په ملی روح یې ژوندون وي
له تقلیده بیګانه شي

یو د بل په غم شریک وي
له نفاق څخه ګوښه شي

خپل ځان وپیژني هسې
چې پر ځان باندې تکیه شي

اوس نو ستا و لاس ته ګوري
ملا دی وتړه احمده

د خپل قام په خدمت پاڅه
مرسته غواړه له احده

بست به شي آباد له سره
بیا به جوړې کنډوالی شي

هرې خواته به روانی
د سرو اوښو قافلی شي

په څپو به هلمند راشي
هر طرف ډکې شیلې شي

چې هلمند به په څپو کې
دوی ته کړی زاړه نکلونه

په ورو ورو به یې څرګند کړي
خپل د زړه پټ ارمانونه

شکر شکر خدایه تاته
چې دی مشر راپیداکه

اوس د دی زلمي مل شي
خپله مرسته ور عطا که

چې دا تیت ولس راټول کړي
له بیلتونه یې جلا که

په یو آواز راپاڅي
یو له بله سره ملا کا

له فراه نه تر هریه
له زرنجه تر زابله

ټول ملت په یوه زړه شي
له تخاره تر کابله

که ظاهر یم تر تا مشر
یا له تا مې ډیر ولس دی

که جګړی مې بر لاس لاندې
یا ملت زما په وس دی

خو ډیر زور مې دی په لاس کې
دا قدرت رالره بس دی

مشر توب نه غواړم ځکه
کشرتوب ته مې هوس دی

نه چې پیښ رانه ورانی شي
څه غبرګون به کړم په حثر

یې منلی مې په سترګو
زه یم کشر ته یې مشر

د لوی خدای دا اراده وه
چې زه مشر کړمه ستاسو

له همدغه مرسته غواړم
غوښت مې دی په دواړو لاسو


چې پښتون بیا را ژوندې کړم
لکه و چې هسې بیا سو

ټوله یو لاس یو ولس سو
بیګانه له ملکه باسو

یو د بل په ژبه پوه شو
چې موږ څه یو څه به شونه

د ژوندون لارې دي کومې
موږ به کومې خواته ځونه

که موږ یو له بله پوه شو
نور کارونه ټول آسان دی

ضروری تر هر څه موږ ته
پیزندل لومړی د ځان دی

ځان به ویښ کړو هری خواته
هری خواته غلیمان دي

یو پر بل مو سره وژني
وایي دوستان یو دښمنان دي

زموږ زلمیان وینو کې رغړي
دوی چکچکی کړی خندا کړي

منتظر دي هغه وخت ته
چې به کله موږ تباه کړي

زه یم ستاسی تاسي زما یاست
په وحدت خدای خوشحالیږي

آ ولس چې لاس یې یو وي
ژر مقصد وته رسیږي

هم په علم هم په توره
له هیچانه نه پابیږي

که کرهنه ودانی ده
یو د بل په مرسته کیږي

که پوهنه که عظمت دی
که میړانه شان، شوکت دی

ودانی یا که عزت دی
ثمر هر یو د وحدت دی

خدای دی وکي چې دوا شي
ما هم دی غوښت دی دپاره

چې خدمت د قام وطن کړي
ځان کړي خوار په دغه لاره

د نیکونو نوم ژوندې کړي
قام وژغوري له ناتاره

د پښتون جنډی کړي پورته
له خیبره تر خیساره

زه به هله دی زوی بولم
چې پاشلی ولس غونډ کړي

د زمري زلمو پوځونه
و هر لوری ته ورپنډ کړي

ستاسی هم پالنه وکړي
ومو ژغوري له خواریه

و پوهنی ته مو مخ شي
شي مخ څټ له ناپوهیه

هم هر پلار به خبر وی بل
د خپل لور له بیوزلیه

چې د لور غوښې ونه خوري
شي بیزار له خونخواریه

هر میړه پوه کړي په دی
چې میرمن هم لري حقونه

که میرمن په کور کې نه وي
څه به خوند وي له ژوندونه
لوستل شوی 18856 ځله Last modified on دوشنبه, 02 اسد 1396 23:44
دې ته ورته نورې ليکنې « رحمان بابا خوشحال خان خټک »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي