رحمان بابا

رحمان بابا

 

رحمان بابا په ( ١٠٤٢ ) هجري کال کي زېږېدلئ دئ،په قوم مهمند او د پلار نوم يې عبدالستار دئ .

دی په ( بهادر کلي ) کي اوسېد ه رحمان بابا صوفي مشربه سړی و. د رحمان باباشعرونه د خلکو ډېر خوښ دي،

د رحمان بابا شعرونه ډېر ساده او آسانه دي. نوموړي اخلاقي، ديني، اجتماعي او تصوفي شعرونه يې ويلي دي .

دده د شعرو کتاب د ټولو پښتنو خوښ دئ او په درنه سترګه ور ته ګوري.

رحمان بابا په )١١١٨(هجري کې مړشوي دي.

که صورت د محمد نه وی پيدا

پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا

کل جهان د محمد په مخ پيدا شو

محمد دی د تمام جهان ابا

نبوت په محمد باندې تمام شو

نشته پس له محمده انبيا

نور هاله د محمد وه په جهان کې

چې بوی نه وه د ادم او د هوا

په صورت کې آخرين دی پيدا شوی

په مانا کې اولين دی تر هرچا

خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی

نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا

که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی

محمد دی د همه واړو پېشوا

چې يې دين د محمد دی قبول کړی

حبشي دی، که فاسق دی که تارسا

محمد د ګمراهانو رهمنا دی

محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا ده پيروي د محمد ده

که نه نشته په دنيا بله رڼا

محمد د بې چاروو چاره ګر دی

محمد دی هر دردمند لره دوا

زه " رحمان " د محمد د در خاکروب يم

که مې خدای نه کا له دې دره جد


چي مـــــدام د بـــــــل و عيبو تـــــــه نــــــظر کړې

خــــدای د خپـــــله عيبــــــــــــه ولي بې خبر کړې

کــــه يــــــوه جـــــــودانه عيب وينې په بل کښي

هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غــــــر کړې

کـــــــه دي خپـــــله ګنـــــــاه لــــــــويه لکه غر وي

پـــــه حيــــــله حيـــــله بـــــه غــــر د مچ وزر کړې

که څوک تله د انصاف په لاس کښي در کړي

خـــــپل ټــــــــټو او د بــــــل اس بـــــــه برابر کړې

تــــو لعنت دي پــــــــــــه دا هسي مــــــنصفي شه

چــــــي د حـــــقه و بـــــاطل و تــــــه ګـــــــذر کړې

تــــا تـــــه رب د مــــــلايــــــکو مــــــقام در کــــــــړ

تــــا دا خپـــــــل صـــــــورت پخپله ګاو و خر کړ

که دي يــــو وېښتـــــــه د ځان د پاسه کوږ شي

ځــــان هغه ســـــاعت لــــــــه خدايــــــــه مرور کړې

د ځوانـــــۍ عمــــــــر دي تېر کړ په غفلت کښي

پـــــه پيري کي بــــه څــــــــه زېرمه د محشر کړې

پـــه پــــــيري کښي د ځــــــــوانۍ چاري نه ښايي

تــــه پــــه ورځ د عـــاشــــــــورې به څه اختر کړې

لــــکه بــــېخ د زړې ونــــــــي چــــينجي وخـــــوري

پــــه دا تــــېر عمر بــــــه څه ښاخ و ثمر کــــــــړې

دغـــــه بــــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــــــه

کـــه چاپـــــېر ور ځني ســـــــد د سکندر کـــــــړې


و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نـــــــه کا

رحمان ستا په غم شريک دئ که بـــــ


چې له تاسره په سر کاندي سودا
بل به نه وي هسې ما غوندې شيدا

نه به ما غوندې شيدا وي په جهان کې
نه به تا غوندې دلبر شي بل پيدا

ما په صبر تا په جور او جفا وکړه
ولې نشي د ژړا په ځای خندا

بې دا ستا له مخه کون دی که مکان دی
ښه توښه مې نه په دا شي نه په دا

جدايي به دې هيڅ رنګ قبوله نکړم
څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا

لکه وروستو مقديان وړاندې امام وي
ما په تا پسې ده کړې اقتدا

زه يو نه يم درست جهان په تا مين دی
که بادشاه دی ددې دهر که ګدا

کشکې خط دې مانيه وما راکړې
چې له ماسره وعده کړي د فردا

زه پخپله په تا نه يم مين شوی
ستا له رويه په ما شوې ده ندا

زه په تا باندې مين يم له ازله
نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا

چې دا ستا د عاشقۍ په تيغ شهيد شم
د " رحمان " غاړه به هله شي ادا

د "رحمان " و زيړي رنګ وته نظر کړه
چې مدام په تاپسې کاندې ژړا


خوی که په دا شان وي دل ازار ستا

څه ښادي به کاندي طلبګار ســــتا

حيف چې اورېدی شي ليدی نشي

حسن لطافت دې پريوار ستا

بيا دوباره نه ګوري وبل ته

هر چا چې ليدلی دې رخسار ستا

خدای زده چې ته يار د کوم يوه يې

هر طرف ياران دي صد هزار ستا

ځای د پښو ايښودو مونده نشي

هومره عاشقان دي په دربار ستا

بل هسې نه وي که يې خدای کا

ما غوندې خاکسار او هوادار ستا

عشق له حسنه، حسن دی له عشقه

ته نګار زما يې، زه نګار ستا

ته زما مطلوب يې زه طالب يم

ته زما طبيب يې زه بيمار ستا

ته که تازه ګل د نوبهار يې

زه يم عندليب په لاله زار ستا

جور که جفا ده که ستم دی

واړه مې منلي دي يکبار ستا

جور په چا څوک په بها پيري

زه يم د جورونو خريدار ستا

يو تار که ضايع شي ستا د زلفو

ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا

سل ازمايښتونه دې راوکړه

حيف دی چې لا نشي اعتبار ستا

تېر يم زه "رحمان " له هره کاره

اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا

سپين مخونـــــــه تور کودي شي په پيرۍ کې
سم قدونه کوږ لـــــــــرګـــــي شي په پيرۍ کې
لکه شمع د سحــــــر آفــــــــــــتاب د ژمــــــــــي
هم بې تاب و هم زېړئ شي پـــــــــه پـــيرۍکې
يو طرف ته ئې سر رېږدي بل خــــــوادرومــــي
خپل صورت تمام پردئ شي پـــه پـــــيرۍکې
مړ لا ښه وي پس له مرګه بيا ژونــــــدئ شــي
نشته دا چې څوک زلمئ شي پــــه پـــيرۍکې
که څه وخوري لـــــــــکه زهــــــرنـــــــــه درېـږي
نه څه څښئ او نه خوړئ شي پـــــه پــــيرۍکې
دا ځواني ده چې څه آورې يا څـــــه وينـــــــــــې
نه ليدئ نه آورېدئ شي پــــــه پـــــــيرۍکـــــې
ای رحمانه پيرۍ هــــــــسې عــــــــاجـــــــزي ده
که رُستم وي زړه پرې سوئ شي په پيرۍ کې
شاعر: عبدالرحمان بابا

دنيا د سور د پاره غمګين مه شه
غم د دين او د ايمان که بې دين مه شه
هر ګره ګره کشا لرې کم بخته
نا اميد له خدايه غوټه جبين مه شه
ډير خفت دې دارنده چه خوشه چين شه
څو د اب و دانه شته دانه چين مه شه
هر مارغه چه د بل غوښه خورۍ مردار دې
لکه زاڼړه ځان حلال که شاهين مه شه
د زرې په څير افتاب په طلب ګرځه
لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه
ار په تش لستونړې نه شې بې د لاسه
لاس په توره که بې لاسه استين مه شه
عاشقې او خودبينې دې سره لرې
که طلب د عاشقې وې خودبېن مه شه
په خپل کور کښې د سفر دې که پوهېږې
مسافر د هندوستان او د چين مه شه
خپل تابوت درته ولاړ زبن کړي اس دې
ته په زبرمه د بل اس او د زين مه شه
چه تقوَۍ ديانت نه لرې رحمانه
د دې هسې همنشينو نشين مه شه

سپين مخونـــــــه تور کودي شي په پيرۍ کې
سم قدونه کوږ لـــــــــرگـــــي شي په پيرۍ کې
لکه شمع د سحــــــر آفــــــــــــتاب د ژمــــــــــي
هم بې تاب و هم زېړی شي پـــــــــه پـــيرۍکې
يو طرف ته یې سر رېږدي بل خــــــوادرومــــي
خپل صورت تمام پردی شي پـــه پـــــيرۍکې
مړ لا ښه وي پس له مرگه بيا ژونــــــدی شــي
هیڅ څوک نسته چی بیا ځوان شی په پیری کی

هغو بیاموند سعادت په دا دنیا
چې یې وکړ قناعت په دا دنیا
نه ملکونه د سلېمان په هزار کاله
نه یوه ګړۍ طاعت په دا دنیا
یو نفس د خدای په یادو اولی تر دی
نه د درست جهان دولت په دا دنیا
په دنیا کې لوټ هغو عالمو وکړ
چې وکړ عبادت په دا دنیا
که نعمت دی، خو طاعت او عبادت دی
ګڼه نشته بل نعمت په دا دنیا
که محنت، که مشقت دی خو د دین دی
په کار نه دی بل محنت په دا دنیا
بې له خدایه، هر چې دي واړه فاني دي
که لذت دی، که زینت په دا دنیا
که پادشاه وي، آخر خاورو له به درومي
څه عزت دی، څه حرمت په دا دنیا
له هغو به زیات نادان په جهان نه وي
هرچې غواړي، فراغت په دا دنیا
ته چې څو وقته په دنیا غواړې
چا موندلی دی فرصت په دا دنیا
عمارت په سر د رېګ روان کاندي
هرچې کاندي عمارت په دا دنیا
د مستانو تر لغزشه څه کم نه وي
د سړي استقامت په دا دنیا
هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دی هومره نصیحت په دا دنیا
په روانو اوبو ورشه، عمر ګوره
ډېر دی هومره اشارت په دا دنیا
دا پاخه پاخه سرایونه محلونه
خو به وران شي عاقبت په دا دنیا
وږي سترګې د اسمان څه هسې نه دي
چې څوک پرېږدي سلامت په دا دنیا
هر چې راشي، همه واړه ځینې درومي
مسافر دی هر صورت په دا دنیا
ریاضت په قیامت نه شي، مرد هغه دی
چې یې وکړ ریاضت په دا دنیا
هم په دا خوی او خصلت به سبا پاڅي
خدای څوک مکړه، بدخصلت په دا دنیا
هم هغه به یې خرمن وي، پس له مرګه
هر چې کاندې زراعت په دا دنیا
که هغه جهان په دا کې لیدای نشي
زه یې وینم علامت په دا دنیا
په قیامت به ښه توښه در خپله نشي
مالیدلی دی قیامت په دا دنیا
امانت به د لحد په میان کې پروت وي
هر چې اوسي امانت په دا دنیا
نېک عمل حضور جنت دی، طاعت بویه
چې حاصل کا څوک جنت په دا دنیا
نېک کردار، هم نېک عمل، هم نېک خویونه
هم جنت دی، هم راحت په دا دنیا
ضدیت د سړي عمر په عذاب کا
په کار نه دی ضدیت په دا دنیا
لاس په سر په سینه اېښی و هر چاته
همدغه دی شرافت په دا دنیا
که بلنده مرتبه د چا په کار وي
لوی مقام دی عدالت په دا دنیا
بل ارمان به له جهانه یو وړ نشي
مګر مهر او محبت په دا دنیا
دهغه جهان سودا واړه دلې ده
که څوک کاندي تجارت په دا دنیا
که طالع د سړي نه وي جاروتلي
هیڅ پټ نه دی حقیقت په دا دنیا
نېک له نېکو سره بویه، بد له بدو
که څوک غواړي ولایت په دا دنیا
ولایت دی خدای هغو لره ورکړی
چې یې ورک کړ سکونت په دا دنیا
که تمامه دنیا واړه سره یو شي
نور به نه کا خپل قسمت په دا دنیا
که څوک مر دی خو هغه دی په دنیا کې
هر چې نه لري حاجت په دا دنیا
په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو
لکه تېر شي یو ساعت په دا دنیا

کـــه صـــورت د مــــحمـــد نـــه وى پــيـــدا
پــيــدا کـــړى بـــه خــداى نـــه وه دا دنيــا
کـــل جــهــان د مــحــمــد په مـخ پيـدا شو
مـــحـــمــــد دى د تــــمـــام جـــهــــان آبـــــــا
نـــبــوت پـه مــحــمــد بــانــدى تـمـام شــو
نـــشــتـــه پـــس لـــه مـــحـــمـــده انـــبـــيــــا
نـــور هــالـــه د مـــحــمــد و پــيــدا شـــوى
چــى نــه عــرش و نــه کـرسـي وه نـه ســما
بــوى هـالـه د مــحــمــد و پـه جــهـان کــي
چــــــى بـــــوى نـــــــه و د آدم او د حـــــــــوا
کــه صــورت ىــې آخــريـن دى پـيدا شوى
پــه مــعــنــا کــې اولــيــن دى تــر هــر چـــا
کـه نـبى دى، که ولي دى، که عاصي دى
مــــحـــمـــد دى د هـــمـــه واړو پـــيـــشــوا
چـــى ىـــې دىـن د مــحــمــد دى قبول کړى
جــنـــتــى دى کـه فــاســـق دى کــه پــارسـا
مـــحـــمـــد د ګـــمـــراهـــانـــو راهــنمـا دى
مــــحــــمــــد دى د ړنـــدو د لاس عــــصــــا
کـــــه رڼـــــا ده پـــيــــروى د مـــحـــمـــــد ده
ګــــڼـــه نـــشـــتـــه پــــه جـــــهـــــان بــلـه رڼـا
مـــحـــمــد د بــيــــچــــاره ؤ چــاره ګـــر دى
مــــحـــمــــد دى هـــــر دردمــنــــد لـــره دوا
خـــداى يـې مـه ګـڼـه بىشکه چې بنده دى
نــور يــې کــل واړه صـفـات دى په رښتيا
زه (( رحمان )) د مـحمد د در خاکروب يم
کـــه مـــې نــه کــا خــداى لـه دى دره جـدا

ګوره هسې کردګار دے رب زما
چې صاحب دکل اختيار دے رب زما
همګى بزرګواران چې څوک ئې وائى
ترهمه ؤ بزرګواردے رب زما
نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دے
نه دهيچا منت بار دے رب زما
خوائنده دنانويسو صحيفودے
داننده دهراسرار دے رب زما
هسې نه چې واحدى ئې ده له عجزه
په واحد وجود بسيار دے رب زما
څه حاجت دے چې ئې بله خواته غواړم
پخپل کور کښې همکناردے رب زما
هيڅ تغير وتبديل نه لرى رحمانه
تل ترتله برقرار دے رب زما

که نظر پـــــه مـــــاتـــــــو گوډو د روزگار کړې
هومره نه دی چې حســاب يا به یې شمار کړې
په هر غم کې خــــامــــــوش اوسه او که نه وي
د بدخواه خاطر به ښـــــــاد دوست به آزار کړې
صبر ونيسه په مــــخ کــــې مُــــــــراد غــــــواړه
په تلوار به هېڅ ونکړې کـــــــه تــــــــلوار کړې
رضا پاسله قضا تــــــــه فــــــــــراغــــــت شــــــه
او که نور څه نور څه وایې ځان به خـوارکـــړې
آزادي او کاروبــــــــار دې ســــــــــــره لـــــــــرې
لاس له کاروباره وکاږه کــــــه کــــــــــار کـــړې
چې په خپـــــــله یـــې فــــــــاني بولې رحمانه
ته و بيا څه په هغو چارو اعتــــــــــبا ر کــــــړې

راشه مه کوه له جا سره جفا
لږ ژوندون دی ضایع کېږي بې وفا
په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوي
واړه تلوني دي که نن دي که سبا
دا یاران چې نن و تا وته جلوه کا
په دوه ورځې پس به واړه شي فنا
که دیدن د دوی دې خوښ وي ورته ګوره
چې فنا شي، بیا به کله شي پیدا
د خزان پاڼه چې بېله شي له خاښه
په حکمت به یې پیوند نه کا حکما
چې په ځمکه څاڅکی پرېوزي له اسمانه
بیا له ځمکې ختای نشي په سما
ګومان مکړه، چې بیا سترګو لره درشي
هغه اوښې چې له سترګو شي جدا
دا په هره ورځ چې خېژي بېل بېل لمر دی
هرچې پرېوزي، هغه نشي ختای بیا
که جنت په زهد نه دی، بې له فضله
هر سړی دې خپله غاړه کړي ادا
که د نس لپاره سل محنته وکړي
یو محنت به دې په کار نشي فردا
که تمام جهان پر خپله ګېډه وخوري
یاد به نشي په درود او په دوعا
که یوه دانه د وږي په لاس ورکړي
هم دغه به دې توښه شي د عقبا
که یو څاڅکی اوبه تږي لره ورکړې
د دوزخ او ستا در منځ به شي دریا
که یو ځله سر د خدای لپاره ټیټ کړې
په قیامت به سربلند شې په هرچا
بازار دا دی، که څوک سود او سودا کاندي
په هغه جهان نه سود شته نه سودا
اشنایان که څوک پوهېږي، نن یې وقت دی
چې ځارېږي یو اشنا تر بل اشنا
که ژوندون دی خو همدا دی په جهان کې
چې له چا سره تېرېږې په خندا
سود او زیان د دنیا واړه سهل کار دی
خدای دې نه کا څوک په سهل کار رسوا
چې د ورور او د عزیز زړه پرې ازار شي
حاصل مه شه هغه خپله مدعا
ګاه د نورو رضا بویه ګاهي خپله
په کار نه ده، همېشه خپله رضا
ښه خواړه چې یو یې خوري، بل ورته ګوري
خواړه نه دي، هغه زهر دي ګویا
چې ښادي یې یو زمان وي، غم تر تله
دغه هسې چارې نه کاندي دانا
لکه ځان هسې و بل وته نظر کړه
لکه ستا دی هسې ځان دی د هرچا
منصفانو لره بویه چې انصاف کړي
نه چې نغوته کا د حرص او د هوا
د سړي په خاطر هرڅه هرڅه ګرځي
هسې نه چې واړه وګڼي روا
دینداران دي و خپل دین وته نظر کا
څوک فکرونه د ثواب څوک د خطا
خدای دې نه کاندي خطا له چا له لاسه
څه نسبت دی د خطا او د عطا
هسې نه چې سړي واړه سره سم دي
څوک اعلی دي، څوک اوسط دي، څوک ادنی
د هرچا حرمت په خپله اندازه دی
نه چې مومي نفر ځای د امرا
زه رحمان له چا شکوه شکایت نه کړم
نشته بل دوست او دښمن زما بې تا

ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا
مذمت د دنیا مه کړه
واوره پند کړه دا وینا
د دنیا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنیا کې ډېر حکمت دی
پرې پوهېږي حکماء
که تر سر یې صدقه کړې
رفع دفع کړي بلا
که غلیم لره یې ورکړې
غلیم دوست کا په هوا
که په اور باندې یې کېږدې
بوی د عودو کړي پیدا
که یې توی کړې په صحرا کې
ښایسته کاندي صحرا
که یې نذر کړې د پیر ته
خوشحال درومي په خندا
څو ژوندی یې په دنیا کې
یادوي دې په دوعا
د حاتم په څېر دې ستایي
خطاب درکړي د سخا
سخي هر ځای دوست د خدای دی
ولو کان فاسقا
هر بخیل د خدای دښمن دی
و لو کان زاهدا
دنیا کښت د آخرت دی
دا خبره ده ريښتیا
د نیا طالبان ډېر دي
که یې مومي څوک له چا
ولې مرد پکې هغه دی
چې سخي وي هم پارسا
په دنیا کې بدي نشته
که بدي نه وي له تا
دنیا بحر دی بهېږي
آینه غوندې صفا
خپل خپل مخ پکې لیده شي
که څوک زشت وي، که زېبا
هم خطر پکې د شر شته
هم ګوهر دی بې بها
وفادار لره وفا شوه
جفاکار لره جفا
له یوه مخه یې درد وي
له بل مخه یې دوا
چېرته خوند کاندي د زهرو
چېرته خوند کا د حلوا
کار همه واړه موقوف دی
د سړي په مدعا
مالکان دې ننداري شي
د خپل ځان په تماشا
هر چې کا هغه به مومي
دنیا ځای دی د جزا
لکه دی هسې به پاڅي
که نادان وي، که دانا
که دانا وپوهېږه
په روا په ناروا
فتوا ونیسه په مخ کې
پسې مټ کړه په تقوا
دنیا نه ده، واړه دین دی
چې له نهیې وي، سوا
وطاعت وته ولاړ وي
همېشه تړلې ملا
له حرامو یې پرهېز وي
مشغول وي په پنج بنا
کلیمه یې وي قبوله،
هم په جهر په اخفا
د دنیا د کار لپاره
فرض لمونځ نه کاندي قضا
هم صاﺉم د رمضان وي
هم زکات کاندي ادا
که یې توان د حج رسېږي
حج هم وکړي پسې بیا
دا پنځه بنا د دین دي
چې بیان یې وکړ ما
چې یې یون په دا طریق وي
هغه کس دی اولیا
که یې مال د دنیا ډېر وي
هيڅ دې نه کاندي پروا
دنیا بده د هغو ده
چې یې کسب وي ریا
یا یې ټوله کا په ظلم
یا د خمرو په سودا
یا یې ورکا په شرابو
یا یې ورکا په زنا
یا ناحق خونونه کاندي
یا مالونه خوري د چا
عبادت کا په ځان فرض
د پادشاه د امرا
حق باطل کا، باطل حق کا
په سبب د روی ریا
نه یې وېره وي له خدایه
نه یې شرم نه حیا
د یوې ګېډې لپاره
هزار خونې کا بېدیا
همېشه یې له ستمه
واړه خلق وي په غوغا
ګوش و هوش یې هرګز نه وي
د مظلومو په ژړا
د فرعون په څېر به ناست وي
بې پروا و کبریا
بتخانې و ته یې مخ وي
و مسجد و ته یې شا
اختلاط کا له بدانو
له نېکانو وي سوا
هیڅه نه وي په خاطر کي
تولاْ و تبرا
و رحمان ته پېښه مه کړې
خدایه هسې رنګ بلا

که صورت د محمد نه وی پيدا

پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا

کل جهان د محمد په مخ پيدا شو

محمد دی د تمام جهان ابا

نبوت په محمد باندې تمام شو

نشته پس له محمده انبيا

نور هاله د محمد وه په جهان کې

چې بوی نه وه د ادم او د هوا

په صورت کې آخرين دی پيدا شوی

په مانا کې اولين دی تر هرچا

خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی

نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا

که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی

محمد دی د همه واړو پېشوا

چې يې دين د محمد دی قبول کړی

حبشي دی، که فاسق دی که تارسا

محمد د ګمراهانو رهمنا دی

محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا ده پيروي د محمد ده

که نه نشته په دنيا بله رڼا

محمد د بې چاروو چاره ګر دی

محمد دی هر دردمند لره دوا

زه " رحمان " د محمد د در خاکروب يم

که مې خدای نه کا له دې دره جد

چي مـــــدام د بـــــــل و عيبو تـــــــه نــــــظر کړې

خــــدای د خپـــــله عيبــــــــــــه ولي بې خبر کړې

کــــه يــــــوه جـــــــودانه عيب وينې په بل کښي

هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غــــــر کړې

کـــــــه دي خپـــــله ګنـــــــاه لــــــــويه لکه غر وي

پـــــه حيــــــله حيـــــله بـــــه غــــر د مچ وزر کړې

که څوک تله د انصاف په لاس کښي در کړي

خـــــپل ټــــــــټو او د بــــــل اس بـــــــه برابر کړې

تــــو لعنت دي پــــــــــــه دا هسي مــــــنصفي شه

چــــــي د حـــــقه و بـــــاطل و تــــــه ګـــــــذر کړې

تــــا تـــــه رب د مــــــلايــــــکو مــــــقام در کــــــــړ

تــــا دا خپـــــــل صـــــــورت پخپله ګاو و خر کړ

که دي يــــو وېښتـــــــه د ځان د پاسه کوږ شي

ځــــان هغه ســـــاعت لــــــــه خدايــــــــه مرور کړې

د ځوانـــــۍ عمــــــــر دي تېر کړ په غفلت کښي

پـــــه پيري کي بــــه څــــــــه زېرمه د محشر کړې

پـــه پــــــيري کښي د ځــــــــوانۍ چاري نه ښايي

تــــه پــــه ورځ د عـــاشــــــــورې به څه اختر کړې

لــــکه بــــېخ د زړې ونــــــــي چــــينجي وخـــــوري

پــــه دا تــــېر عمر بــــــه څه ښاخ و ثمر کــــــــړې

دغـــــه بــــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــــــه

کـــه چاپـــــېر ور ځني ســـــــد د سکندر کـــــــړې


و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نـــــــه کا


رحمان ستا په غم شريک دئ که بـــــ

چې له تاسره په سر کاندي سودا
بل به نه وي هسې ما غوندې شيدا

نه به ما غوندې شيدا وي په جهان کې
نه به تا غوندې دلبر شي بل پيدا

ما په صبر تا په جور او جفا وکړه
ولې نشي د ژړا په ځای خندا

بې دا ستا له مخه کون دی که مکان دی
ښه توښه مې نه په دا شي نه په دا

جدايي به دې هيڅ رنګ قبوله نکړم
څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا

لکه وروستو مقديان وړاندې امام وي
ما په تا پسې ده کړې اقتدا

زه يو نه يم درست جهان په تا مين دی
که بادشاه دی ددې دهر که ګدا

کشکې خط دې مانيه وما راکړې
چې له ماسره وعده کړي د فردا

زه پخپله په تا نه يم مين شوی
ستا له رويه په ما شوې ده ندا

زه په تا باندې مين يم له ازله
نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا

چې دا ستا د عاشقۍ په تيغ شهيد شم
د " رحمان " غاړه به هله شي ادا

د "رحمان " و زيړي رنګ وته نظر کړه
چې مدام په تاپسې کاندې ژړا

خوی که په دا شان وي دل ازار ستا

څه ښادي به کاندي طلبګار ســــتا



حيف چې اورېدی شي ليدی نشي

حسن لطافت دې پريوار ستا



بيا دوباره نه ګوري وبل ته

هر چا چې ليدلی دې رخسار ستا



خدای زده چې ته يار د کوم يوه يې

هر طرف ياران دي صد هزار ستا



ځای د پښو ايښودو مونده نشي

هومره عاشقان دي په دربار ستا



بل هسې نه وي که يې خدای کا

ما غوندې خاکسار او هوادار ستا



عشق له حسنه، حسن دی له عشقه

ته نګار زما يې، زه نګار ستا



ته زما مطلوب يې زه طالب يم

ته زما طبيب يې زه بيمار ستا



ته که تازه ګل د نوبهار يې

زه يم عندليب په لاله زار ستا



جور که جفا ده که ستم دی

واړه مې منلي دي يکبار ستا



جور په چا څوک په بها پيري

زه يم د جورونو خريدار ستا



يو تار که ضايع شي ستا د زلفو

ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا


سل ازمايښتونه دې راوکړه

حيف دی چې لا نشي اعتبار ستا


تېر يم زه "رحمان " له هره کاره

اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا
لوستل شوی 19953 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 12:34
دې ته ورته نورې ليکنې احمد شاه بابا »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي