داکتر سرلوڅ مرادزی

داکتر سرلوڅ مرادزی

 

 

د توانا تل له ناتوان سره جګړه ده
د ازاد له بندیوان سره جګړه ده
د تورتم او رڼا یو وخت کلی نه شي
د دانا او د نادان سره جګړه ده
د حقوقو د غوښتنو په سنګر کې
د بزګر د کلي خان سره جګړه ده
تجربه که د زاړه، د ځوان همسا ده
د زاړه فکر بیا ځوان سره جګړه ده
نه به ژمي سره یوځای دوبی راشي
د سپرلي او د خزان سره جګړه ده
غر د دښتې پر سینه په زوره پروت دی
د بلقیس او سلیمان سره جګړه ده
اننګي سره، د سرو سترګو سره جوړ دي
د سرو شونډو، سور پیزوان سره جګړه ده
وایې دا چې د لړم بچي خپل مور خوري
 د انسان له خپله ځان سره جګړه ده
ژوند منزل ته د سفر او د تګ نوم دی
د ولاړ او د روان سره جګړه ده
نور قومونه که د بل سره جنګیږي
 د پښتون، خپل قام، خپلوان سره جګړه ده
ملا نه ځي د شاعر سره په لاره 
د غزل او د اذان سره جګړه ده
دا چې حال د انسانیت تر ډېره ټيټ شو
بي وجدانو له وجدان سره جګړه ده
چې اسمان ولي په کاڼو لاندې ځمکه
لاندې ځمکې پاس اسمان سره جګړه ده
 که زمان او مکان خپلو کې پخلا دي
د مکان د لامکان سره جګړه ده
د مکان، زمان تر شا وايې پټ راز دی
د همدې راز او جهان سره جګړه ده
چې شیطان اسمان کړو فتحه، لاندې کوز شو
د شیطان اوس له انسان سره جګړه ده
جنګ د حق به د باطل سره جاري وي
ایماندار د بي ایمان سره جګړه ده
طبیعت که د جګړو شخړو محصول دی
ارامتیا يې د پایښت، بقا اصول دی
شعر وزمه خیالونه
سرلوڅ مرادزی
 


د لاجوردو د یاقوتو په کان ناسته
د خپل ځان، خپلې استۍ نه بې خبر يې
د معدنو خزانې دې تر پښو لاندې
منطقه کې یو شتمن هېواد د لمر يې
منابع د انرژۍ لري پریمانه
داسې زیرمو کې بډای په لروبر يې
مست سیندونه دې میرو، دښتو کې ځغلي
په درو، دښتو خاوند د کښت و کر يې
که ویالې دې په میرو، دښتو سپرې کړې
د دې سیمې یو شتمن ملک د اوبخور يې
موقعیت د خپل هېواد دې بېنظیر دی
په همدې لامل مدام زیر خطر يې
څلور لارې د فرهنګ او تجارت يې
د وستون کړۍ د سیمې سراسر يې
د ختیځ او لویدیځ لار بې له تا نشته
د سهیل او قطب منځ کې لکه ور یې
د قومونو منځ کې ورور د هر یو قوم يې
په دوستۍ او په ورورۍ کې زړور يې
مینه لورې، مینه غواړې، مینه پالې
ګاونډیو سره خوږ او د زړه سر يې
زیات و کم چې ځان ونه ګڼې له چانه
په هر څه کې مساوي او برابر يې
که دنیا دې نن په کور کې میلمنه ده
دا په دا چې په دنیا کې معتبر يې
تربګني او دښمني در څخه لیرې
خو دښمن ته لکه غشی په ځیګر يې
د هویت نښان دې هسک په ټوله سیمه
ملتونو منځ کې دنګ لکه سپين غر يې
خپلواکۍ سره دې مینه ازلي ده
د خپلواکو قومو منځ کې سرلښکر يې
په دا هسې رنګ استي چې بخت درکړې
بیا له خپله بخته ولې مرور يې
دې بډای ملک او تاریخ سره حیران یم
په نس وږی هر ماښام او هر سهر يې
تر څو راز د خپل کمښت باندې پوه نه شې
تر هغو به در په در، خاورې پر سر يې
مدیریت کې دې بدلون او سمون راوړه
نن د ځوان نسل له مټو برخه ور يې
شعروزمه خیالونه

 

ژمی تېر دی لا تر اوسه خبر نه يی
پسرلي پستو وږمو باندې ویښ نه شوې
د وږمو د الهامي زیرو تر څنګه
د باران په ترانو باندې ویښ نه شوې
د سپرلي بریښنا او تندر جوړ محشر کې
د اسمان په غرغړو باندې ویښ نه شوې
نور قومونو اوښان چوو کړل، کډې بار شوې
د کاروان په بارېدو باندې ویښ نه شوې
د تاریخ په هر تاوکښ او موړ کې ماته
په تکرار د تجربو باندې ویښ نه شوې
د سیالانو منځ کې پاتې له سیالیو
د سیالانو پیغورو باندې ویښ نه شوې
د خیرات او د بخښښ په تمه ناسته
د سوالونو په پیسو باندې ویښ نه شوې
نه له مغزه دې کار واخیست، نه له مټو
د دې دواړو په نېرو باندې ویښ نه شوې
د ویښتوب یو راز که خپل تاریخ کې نغښتی
د خپل تېر تاریخ لوستو باندې ویښ نه شوې
انتحار او انفجار دې ژوند تبا کړ
د دښمن په دسیسو باندې ویښ نه شوې
ای د مرګ په خوب پراته، وېده ملته
د پېړیو په اوښتو باندې ویښ نه شوې
اسرافیل که دې راویښ کړي، ژوند به تېر وي
د شاعر سویو نارو باندې ویښ نه شوې
شعروزمه خیالونه
 


لکه وریځې نس کې پټه ده بریښنا  
هسې مېشت ده د تیارې منځ کې رڼا
که د ځمکې یو اړخ تور لکه تبۍ ده  
په رڼا او په ځلا ده بله خوا
پیل د شتون که د نشتون سره څرګند دی  
ناڅرګند ښکاري د دواړو انتها
پرېوتل او ختل دواړه سره مل دی  
د ژوندون د راز یو غټه پېچلتیا
سکون ستنه او پایه د حرکت ده   
د بدلون پر مټ ولاړه ده دنیا
د خندا سره ژړا ځکه ملګرې   
چې د ژوند پانګې ته وبخښې غنا
طبیعت د اړوپيچ یوه لړۍ ده   
د بقا سره ملګرې ده فنا
داسې راز د طبیعت په منځ کې نشته  
چې انسان ور باندې نه مومي بریا
د معما د حل کيلي چا سره نشته   
یو انسان دی چې کیلي ده د معما
طبیعت که هر څو لوی او پراخ ښکاري  
د انسان تر عظمت نه لري لویا
انسان داسې شان اولاد د طبیعت دی  
چې اولاد دی هم ادې ده هم بابا
دا انسان دی د نړۍ تر ښکلا ښکلی   
هم لامل دی ونړۍ ته د ښکلا
په دا هسې رنګه شان چې د انسان دی
انسان ځکه دی تر ټولو مستثنا
شعروزمه خیالونه

د ولسمشر غني د روانو هڅو په تړاو:
د غوټۍ د غوړېدو په انتظار وم
لا سپرلی راغلی نه وو خزان راغی
څو مې ځان راټولوه، جکړ له وېرې
له جکړه څخه مخکې توپان راغی
ما پخپله خوښه لار ځانته ټاکله
ناخبر له امریکې نه شیطان راغی
ما لا دم اخیستی نه وو له ټاکنو
ناڅاپي د جان کیري، ګل مرجان راغی
چې د نوي ژوند نادودې مې میلمه شوې
د زاړه ژوند په نادودو ارمان راغی
راځۍ لاره د هدف په لور کړو سیخه
په نېولې لار خو ډېرډېر تاوان راغی
څه امید په ټوکېدو، زرغونېدو دی
یو الهام راته د هیلو پنهان راغی
مسافرو بار مو وتړۍ چې ځو به
ومنزل ته مو د هیلو کاروان راغی
شعر وزمه خیالونه
 

لوستل شوی 50 ځله Last modified on دوشنبه, 04 سنبله 1398 14:37

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي