میرویس نجیبي

میرویس نجیبي

 

 

 

 


تل بیکاره بی روزګاره سړی سپک شي
خیلخانه کې تر بنډاره سړی سپک شي
ځنې سرې کرښې جبري وي مجبوري ده
کله کله بې اختیاره سړی سپک شي
تش پښتو یمه نیولی نور څه نشته
اوس که ووځم له دې ښاره سړی سپک شي
خپل حاکم چې زولانه دې کړي محضر کې
نه پاکیږي شي داغداره سړی سپک شي
ځنې ځنې شي د لارې د سر ونې
بې کتابه شي سنګساره سړی سپک شي
زړه چې ور نه وړې ناترسه دي میرویسه
د خوبانو له انکاره سړی سپک شي
 

ستا کتل د ناز خندا سړی تیر باسي
ځوانان پریده سم بوډا سړی تیر باسي
طالب جانه مدرسې ته د شپې مه ځه
د شیطان معلم ملا سړی تیرباسي
د حنا رباني مړاوې مړاوې سترګې
د کرزي غوندې بلا سړی تیرباسي
سپینه غاړه تړمې شونډې سینه چاکه
په والله چې خامخا سړی تیرباسي
له پنجابه لاس نیوی کوي چالبازې
پیښورۍ جونې رسا سړی تیرباسي
د کابل او پیښور ټاپکي لګیږي
تور لالی زمونږ دلخوا سړی تیرباسي
د تلوار خبره نه ده وخت به راشي
هسې غورې د انډیا سړی تیرباسي
میرویس څه وایی لګیا دی خبر نه دی
چې اکثر ډیره وینا سړی تیرباسي



پریده نه خورمه ډوډۍ طببعت مې وران دی
ډیرې مه وهه ناندرۍ طبعیت مې وران دی
سمه روغه انتروي مې ورته ورکړه
اوس په طمع د چیټۍ طبعیت مې وران دی
ما تیر باسي پوهیدمه چاره نه وه
ویل یی ځه په خوشالۍ طبعیت مې وران دی
د یوه په وړو کې شګه وه نور ښه وو
ویل یی ستا نشته لکۍ طبعیت مې وران دی
منجمنت دی اداره ده جامعه ده
تعریفات یوه نړۍ طبعیت مې وران دی
واسطې راسره نه وې نور تکړه ووم
شوه پلمه ژبه پردۍ طبعیت مې وران دی
د هغه سره خالي سلام کلام وي
مونږ به چیړي یو ګړۍ طبعیت مې وران دی
د میرویس د ژوند ریښتنې خاطري دي
تاته ښکاري کیسه ګۍ طبعیت مې وران دی



چې د اوښکو به جرګو جرګو کې ګرځي
ارمانونه د احساس  لمبو کې ګرځي
د ساقي د لاسه جام ځکه نسکور شو
چې نظر یی د قانون شملو کې ګرځي
د فلاح د لورې رو رانه غلط شو
یاد خو ځکه په زړو کیسو کې ګرځي
چیرې بیا به یی د حسن کیسه ګۍ وي
ځکه زړه مې د پردو دیرو کې ګرځي
دا خو ځکه چې ابرو د ژوند ګاڼه ده
پیغله مینه مې د زړه ورشو کې ګرځي
د روح پاڼې رنګینۍ ته څه په منډه
شاعر خیال ځکه په ګل کڅو کې ګرځي
چې د فکر په ټال زانګي میرویس ګوره
ستړی ستړی د اشنا کوڅو کې ګرځي


روښانه می کړه
دزړه له کومي
جانانه ستا لپاره
ستا دښلا لپاره
وایی چی ؛
مینه دپیغلو زیور
نو ستا دسینګار لپاره
دسکون په طمع
دخوږ ژوندون په طمع
نو:
ته او خدای جانانه
پریږده پریږده
مه پوکوه
بریده چی بلیږی
دښکلا دښار په بلۍ
چی دا
یو یا دګارپاتی شی
تل دی روښانه وی
دا دعشق ډیوګۍ
دا د عشق ډیوګۍ



ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي
د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي
چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو
بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي
شاعري د جدایی له درده کیږي
چې یی خیال له شعره ووځي نو ادیب شي
د غربت خو دې دا نوم له دنیا ورک شي
بس سړی له سړو باسي چې غریب شي
چې دولت او طالع او نه لرې میرویسه
سړی څنګه د یار غیږې ته قریب شي



زه درپسې مرم جینۍ
نورې سترګې ښکته کړه
نه لرمه زغم جینۍ
خدای به دې راواړوي
پاڼه د ستم جینۍ
وبه کړې ارمان ګوره
زه له کلي ځم جینۍ
ځه بلا دې ووهه
نه غواړمه غم جینۍ
رابه شي یو ورځ داسې
شونډې به دې خورم جینۍ
ما میرویس ته مه وایه
مه سکوه جیلم جینۍ



بس دی یاره ظلم مه کوه ما خپل که
خدای لپاره لونګین سره مې مل که
چې مدام دې بس د مخ په ننداره یم
یاره ګل مې د رخسار یا د وربل که
هر عاشق دې د الفت سندرې وایی
زه لایق یم نوم مې ټولو کې اول که
ووځي نیغ له ځیګر ستا د نظر غشي
دا خونخواره څه خونخوار غوندې کتل که
ای په دار مې کړه شهید مې کړه په مینه
را تر غاړې د وریښمینو زلفو ول که



اوس مې شو په خیال له مانه هیره وه
ستا جفا یو کال له مانه هیره وه
راشه چې مننه درنه وکړمه
شپه دې د وصال له مانه هیره وه
بیا مې زړه ته راغلې زړه مې درکړلو
دا می د زړه حال له مانه هیره وه
زړنونه د افغان زلمو د کاڼو وې
ته خو لرې شال له مانه هیره وه
بیا مې بې اسرې چیرته کې پرې نه دې
ډير لرم وبال له مانه هیره وه
ګرانۍ په وعدو دې مودې واووښتې
مه ورکوه ټال له مانه هیروه
همدومره به میرویس لره کافي وه
ستا مینه مثقال له مانه هیره وه



دې وطن کې مدام ډزې وي جانانه
سهار ډزې ماښام ډزې وي جانانه
د غیرت په نوم اکثره داسې کیږي
په نوبت د حمام ډزې وي جانانه
شعاریان دي عمل نشته دی جنګیږي
تش په نوم د اسلام ډزې وي جانانه
اوس پنا وړي مسلمان د کفر کور ته
د جومات په امام ډزې وي جانانه
اخر څنګه سړی پوه شي چې دا څه دي ؟
په سجده په قیام دزې وي جانانه
دلته مه راځه شهیده رانه نه شې
زه درځم چې ارام ډزې وي جانانه
وخت بی وخته دی میرویس کله درتلی شی
غلاوې ډيرې په بام ډزې وي جانانه



اوس مې شو په خیال له مانه هیره وه
ستا جفا یو کال له مانه هیره وه
راشه چې مننه درنه وکړمه
شپه دې د وصال له مانه هیره وه
بیا مې زړه ته راغلې زړه مې درکړلو
دا می د زړه حال له مانه هیره وه
زړنونه د افغان زلمو د کاڼو وې
ته خو لرې شال له مانه هیره وه
بیا مې بې اسرې چیرته کې پرې نه دې
ډير لرم وبال له مانه هیره وه
ګرانۍ په وعدو دې مودې واووښتې
مه ورکوه ټال له مانه هیروه
همدومره به میرویس لره کافي وه
ستا مینه مثقال له مانه هیره وه 


اوښکې خورمه اوښکې سکمه زندګي ده 
نیم که نه یمه که یمه زندګي ده 
بې له تانه اوس نیمګړې راته ښکاري 
چیرته مه ځه ورک شې غمه زندګي ده 
د هر نسل د ژوندون جدا تعریف وي 
شکر خدایه زمونږ ډمه زندګي ده
د کوم نیک انسان په پل که برابر شم 
په دې لاره ځم راځمه زندګي ده 
که هر څومره سترګې مړې کړې خو اغلئ 
بې اجله کله مرمه زندګي ده 
جنتونه د همه ښیګڼو کور دی 
ملا وایی هلته سمه زندګي ده 
یو شیبه کې بلا سترګو کې ورکیږي 
د میرویس خوشې مبهمه زندګي ده 
ــ



ژڼي مزدوري کوي 
جونې دې مستي کوې 
حق به مساوي غواړي 
کار به په سړي کوي 
یو دم په ژړا شي دا 
جنګ به په بنګړي کوي 
دا د لوپټې میرمن 
خدای سره دوستي کوي 
ښځه قدرمنه ده 
میم هسې شوخي کوي



چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته
دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته
بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه
نور له  پوندو عقل راولې سرو ته
چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه
مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته
دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې
چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته
دهیچا د لومې سرویستلی نشو
څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته
په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې
غټان کله پورته کنږې میلمنو ته
ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه
اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو ته


چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته 
دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته 
بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه 
نور له  پوندو عقل راولې سرو ته 
چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه
مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته
دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې 
چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته 
دهیچا د لومې سرویستلی نشو
څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته
په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې 
غټان کله پورته کنږې میلمنو ته 
ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه
اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو ته


په هر ځای کې راسره ده 
زما ملګرې زما جګړه ده
خیر دی لږه مانه مشره
دمشرانو فیصله ده
په هر غم هره ښادۍ کې
بې بلنې میلمنه ده
ښه تضمین دی د چارواکو
جنګ د ژوند یی وسیله ده 
مونږ ته پاتې شهادت دی 
دی غازي دی عجیبه ده 
مرې که مرمه ایکس مجهول دی 
لاینحله معادله ده 
نور ساکت وسه میرویسه 
پندانې کیسه اوږده ده



دخیال په فیصلو کی 
دحسن په جلووکی 
دعشق سینګار مستي ده 
دزړونو محکموکی 
دوصال خوښي شراب 
دشونډوپه جاموکی 
زړه دهیلو چوکیدار
دهجرتورو شپوکی 
شوتیت سوی آهونه 
دحسن په شغلو کی 
انسان انسان ته مینه 
وریښمینو عاطفوکی 
دا د خیبر دره خو 
پت دغرور مورچوکی 
حق دزینت میرویسه 
وایه څرګند مصروکی

لوستل شوی 671 ځله Last modified on یکشنبه, 26 حوت 1397 16:05

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي