وروستي مطالب

به پیشواز بهار

یکشنبه, 13 حوت 1396 23:32


فقیر احمد عزیزی غزنوی

ای همه هستی ز تو پیدا شده
خاک ضعیف از تو توانا شده
پیکر پر بال و پر و استخوان
مدح ترا بلبل گویا شده

آې ذکيه لېونيه!

شنبه, 12 حوت 1396 23:47


شاعر: عزت الله (ذکي)
لږ نظر کړه آې ذکيه لېونيه
ژوند سفر ده آې ذکيه لېونيه
<<<>>>
مسافر دي ټول ستنيږي له دنيا نه
ځان چمتو کړه آې ذکيه لېونيه

مخمس بر غزل بیدل

سه‌شنبه, 08 حوت 1396 23:14


فقیر احمد عزیزی غزنوی

چین زلفت بسته خلقی  را به زنجیر ادا 
سرو آزادت ندارد راه در ادراک ما
بر سر خاک در تو ره نمی یابد صبا
ای خیال قامتت آه ضعیفان را عصا

ډزې

شنبه, 05 حوت 1396 13:00

میرویس نجیبي 
دې وطن کې مدام ډزې وي جانانه 
سهار ډزې ماښام ډزې وي جانانه 
د غیرت په نوم اکثره داسې کیږي 
په نوبت د حمام ډزې وي جانانه

داد خداهی مرغکی

دوشنبه, 30 دلو 1396 22:23

از ف.بری

        نزد سلیمان نبی

بشنو این داستان ای مرد صفی

قصــــــــۀ دور سلیمـــــان نبی

مرغکی آمد به طرف چشمه سار

تا بیاشامد زآب خوشــــــگوار

دحسرتونو څپي

جمعه, 27 دلو 1396 23:38


 نه هغه د ښتی نه کیږدي
 نه هغه پیغلي کوچییا ني
 نه ګل بوټی په رغونو
 نه نغمی هم د شپیلي

شناسنامۀ نگارنده به شعر

سه‌شنبه, 24 دلو 1396 23:57



 

 

يم له پلاره احمدزى


ن.مواج باغوانیوال

 مو رنه ساپى
اوسيدونکى دسرخرو ديمه ننګرهارکې

باغوانۍ کلى مې ځاى دى دخاپوړو

له نيکونه يم

پټ په اعتبارکې

دپلارنوم مې علي احمد

عالم قاضي و

حال راتلونکى يې ګټلاى له ماضي و

اوږ دمې نوم نجم الرحمان

لنډيې مواج دى

ليسانسه داقتصاديمه کابل نه

ادبياتواوله شعره سره پالم

سياست کړۍ له ارته وي ياتنګه

 ورين تندي باندې مې ټولي ستونزې ګالم

لوړارمان مې

په ژوندون کې ورورولي ده

چې

انسان له بل انسان سره همرازوي

ترينه کر که کړم که ولري دوه پښې هم

چې

يو وږى تږ ى ګوري

دبل نازوي

دادعامې پاک الله ته شامدام ده

چې

يوورورنکړى وبل لره محتاج

که،

يوګرځي لوڅې پښې اوسرببر

او

دبل په سرکې ووينمه تاج

تاج والاکه وي عادل

خو

دخداى شکر

که

جابروى

زړه اوراخلي ناعلاج

ژبه

ژرترجماني مې دارمان کړي

شک پرپاک الله عقيده مې مسلمان کړې

وايي

ګوري چې غليم شودجابر

ويې ولې چې مواج شولو"کافر؟!"

دظالم ظلم پرضديم جنګېدلاى

پاتي نه به شمه ظلم پرضدغلى

دوى مې خويندې

پنځه ورونه عالمان دي

دخداى شکر

ټول لرونکې دبچيان دي

ماشومان مې دي اووه

عمرپنځوس

دبېلتون لړم زړه چيچې ډېرافسوس

دا،زماده

ډېره لنډه سوانح

دچنګاښ په مياشت

او

کال شپږاويايم

دژوندون پراخواورشوکې سرګردانه

ارمانونه پنډوم

يايې پيايم


آثــار

الف :آثار چاپ شده،

ــــــــــــــــــــ

1_برگردانی به پشتو(دیوه انسان برخلیک)نویسنده میخائیل شولوخوف.

2_برگردانی رباعیات حکیم عمرخیام به رباعی پشتو.

3_برگردانی رباعیات امام خمینی به رباعی پشتو.

4_ورد 2000به پشتو.

5_ورد2003به پشتو.

6_اکسل      به پشتو.

7_ویندوز    به پشتو.

8_اکسس    به پشتو.

9_لیک لیکنه(ژباژه).

10_دنصرالدین فکاهی گانی پشتو انگلیسی.

11_دنړۍ له څلوروکونجونونه طنزونه(جلال نورانی)ژباړه.

12_نوی لیک لیکنه(تاءلیف)

13_دښځو حقونوپه برخه کې(تالیف).

14_برایawn(شبکه زنان افغانستان) تهیه لکچرنوت(نیم رخی ازسیاست) وارایه لکچردرمورد.

15_ قهرمان قهرمانان ترجمهءاثر( عبدالرحمن عزام) پښتوژباړه.

16_دپیغمبرانوداستانونه(ژباړه)

۱۷ـ.دشیخ العارفین حضرت ابوالمجدمجدود بن آدم سنایی(رح) دڅلوریزومرغلرې.(ژباړه).

۱۸ـ دحضرت میرزا عبدالقادربیدل(رح) دڅلوریځومرغلرې

۱۹ـــ شعرپوله نه پیژنی دنهوشاعرانوغورچاڼ څلوریځی چاپ ۱۳۹۴کال

۲۰ ــ دخیام څلوریځودریم ځل چا پ

ب:آثار نا چاپ،

1_پشتو شعر دوه ټولګې.

2_دری شعریک مجموعه.

3_برگردانی رباعیات استاد خلیل الله خلیلی.

4_ برگردانی (38)ترانه شاعران قرن های 7و10جاپانی به پشتوکه به همت آقای برناکریمی ازانگلیسی به دری برگردانی شده است.

۵_ دستهای کثیف اثر ژان پل سارتر فرانسوی به دری برگردانی شده.                                                                                                                                                                            

             ۶_برگردانی (600) تک بیتی های کلاسیکهای پشتو(رحمان با با،خوشحال               خټک،حمیدمومندو...)بزبان دری.

              ۷_   برگردانی(19)مرثیه سروده آقای افسر  رهبین پیرامون سونامی بحر                         هندبزبان پشتو.                         

            ۸ـ   قسما ربا عیات بسطامی ،اقبال لاهوری ،خاقانی،اسدالله غالب و...

           ۹_برگردانی مثنوی(عشق حق) ازپروین اعتصامی به پشتو.

 ج :په دولتی مطبعی کی سوزیدلی ژباړلی آثار

1_ دمولاناجلال الدین بلخی(رح) ۱۱۰۰دوه ییزې(مثنوی).

۲ـ برمیگردیم گل نسرین بچینیم اثر،ژانلافیت به ِپشتو.

 د:په کورکی سوزیدلی آثار

 

۱ـ رستا خیز اثرلیو تولستوی ازفارسی بزبان پشتو.

۲"آنهایی که زنده اند" اثر،ژانلافیت فرانسوی بزبان پشتو.

ه: دننګرهارپوهنتون دپښتوژبې اوادبیاتو له پوهنځي اوهم دسیدجمال الدین افغان له دارالمعلمین څخه دوومحصلینوزما پرآثارو خپل مونوګراف بشپړکړي دي.

و: داکراین هېواد ادیسه علومو اکادمی له خوا مې څوټوټې پښتواودري شعرونه ژباړل شوي اوپه شعری جونګ کې خپاره شوي دي.

برسېره پردې:

الف: پېښورله دریو مجلو(اقتصاد،ماد رافغان اوارتقا)سره پوره همکاری،

ب:مسکود (وحدت ملی )خپرونې بنسټ اېښودونکی اودځینومطالبولیکوال،

ج: اوکراین،ادیسه د(افغانستان) اوونیزه خپرونه چې لاهم ورسره همکاری لرم.

د:کابل له هېواد،انیس،اصلاح،پامیراونوروګڼوخپرونوسره قلمي همکاری.

     ه:د سبا وون او نو ي څرک د میا شتنی مجلو ا دیتور.  

ک: د  شمشا د تلویزیو ن پښتو ژباړن.

 دشعرپه شعرمیاشتنی خپرونی دامتیازڅښتن اومسول مدیر

 

 

دوه شعرونه /دوه شاعران

جمعه, 20 دلو 1396 20:25

عبدالبارى جهانى

"ورکه مینه!"

د ژوندون وحشي بادونو
له آشنا مینې بیل کړی
د زمان یاغي موجونو
بل جهان ته یم راوړی

رایادیږي مې جونګړه
رایادیږي ېې خیالونه
هسې لرې راته ښکاري
لکه ورک ستړي خوبونه

نه د چا پر بیدو شونډو 
څه مرموزه نغمه ناڅي
نه د چا له پټو سترګو
د هوسۍ ترانې پاڅي

نه د چا پر سپینو لیچو
تورې څڼې را خورې دي
نه د مړو کتو یادونو
ویښې کړي د چا شپې دي

نه د چا پر دنګه غاړه 
لونګین په ورو،ورو زانګي
نه مستي د مستو پیغلو
ماتې کړﺉ دي ګلڅانګې

نه هغه د سوما بوټي
نه هغه د غرو لمنې
نه اوښبه نه ېې هی هی دی
نه کیږدۍ دي چیرته پلنې

نه هغه وحشي دښتونه 
نه غاټول پکې غوړیږﺉ
نه شیلې نه ېې باډسکې
نه څپې پکې مستیږﺉ

نه خوشحال له زوره غږ کړه
په ښکاره چې خوله ېې راکړه
نه له بخته فریادي دی
چې ملګرو ورته شا کړه

نه حمید په شنه زړګي کې
خیال د شونډو دی ساتلی
نه فراق د نو خطانو
کرۍ شپه دی ژړولی

نه محفل شته د رندانو
نه قیامت د پایکوبونو
نه د شیخ په لاس عصا ده
نه فریاد له سرکوبونو

نه څه زیری د فردوس دی
نه هوسۍ د کوثرونو
نه څه ویره د ګناه شته
نه وحشت له دوزخونو

نه جنون په خروش راغلی
نه هوښیاره بد مستي شته
نه د عقل لیونتوب دی
نه د بنګو هوښیاري شته

دلته اور د ژوندون نشته
د ساړه جهنم کور دی
دلته هر څه ایرې کیږﺉ
د حیات په نامه ګور دی

دلته هر څه سودا کیږي
دلته هر څه بازاري دي
دلته وینې بیګانه دي
دلته مینې ظاهري دي

زما د جګو غرو سندرې
څوک ېې نشي اوریدلی
زما زیږه پښتنه ژبه
دلته نشي ګړیدلی

زه داستان د بربادیو
زما کیسې په وینو سرې دي
نه له ستوني مې غږ وزي
نه په سور کې زمزمې دي

دلته وژنم خپلې هیلې
بې لمبې سوځم ویلیږم
نه د چا دلارې مل یم
نه د چا مخ ته بلیږم

زما هغه جنت پردی شو
چې مې حورې ورستایلې
زما هغه کورګی تباه شو
چې کیسې به مې کولې

ها نسیم لمبه،لمبه شو
چې ېې وینې ویښولې
هغه جام له زهرو ډک شو
چې مستۍ ېې پاڅولې

زما وروستي بڅري مړه شول 
زما نه مه غواړﺉ اورونه
زما ګونګی احساس مړ شوی
زما نه مه غواړﺉ شعرونه

ویرجینیا- ايالات متحده امريكا

 

د سليما لايق ځوابیه نظم

راته ښکاري دریادیږي
بیا جونګړه لیونی شوې
وطن وړ د عبادت شو
ته ېې پښو ته سپیلنی شوې

لا دې سترګې ښایسته دي
چې په خیال کې وطن ګورې
د خیالونو په زانګو کې 
هغه ښکلی چمن ګورې

دا ته څومره زړور ېې
یادوې ستړي خوبونه
د مغرب په جنتو کې 
دریادیږي لغړ غرونه

دا ته څومره زړورېې
چې په سویو پسې ژاړې
د بیغمو په دنیا کې
د غمونو کیږدۍ غواړې

دا ته څومره زړور ېې
چې د وینو توپان څارې
د اورونو په تالاب کې
بیرته باسې سړې لاړې

ما وېې وار ېې د مزو دی
نڅوي به سپینې نجونه
تخنوي به وحشي بطې
تشوي به ګیلاسونه

ما وېې وار ېې د جنت دی
پریږده،پریږده چې پې موړ شي
ما وېې ډک دی له انګاره
پریږده،پریږده چې لږ سوړ شي

ما وېې نګیري به چې ستر دی
نه ځایږي په وطن کې
ما وېې نګیري به چې ښه دی
تر کابله په لندن کې

ما وې مونږ سپیره وطن یو
دی آباده نړۍ غواړي
دی د وینو په سیلاب کې
د سرو زرو بیړۍ غواړي

ځکه لاړ زمونږ له سیمې
د هوس ویرجینیا ته
دی په خپل هوس اخته شو
مونږ ېې پریښودو مولاته

مونږه اوښکې وینې یو ځای
نذرانه د خپل وطن کړﺉ
مونږ د جنګ خونړي دیو ته
وریتې غوښې د خپل تن کړﺉ

د سرو وینو باران راغی
رانه لارې ورکې نه شوﺉ
حجرې ډوبې شوې په وینو
خو هیڅکله سپکې نه شوﺉ

په تیارو کې مو رڼا کړل
د پیړیو څراغونه
په افغان مو باوري کړل
هم شرقونه هم غربونه

زمونږ جونګړې که هم سوځي
لا زمان پکې بهیږي
د ایرو په توده غیږ کې
نوې، نوې ګلان زیږي

هر یو څاڅکی ګلستان دی
د شهید په سره ګوګل کې
هر سنګر خوني تاریخ دی
په کابل کې، په زابل کې

لمر هغه دی تا لیدلی
مونږ ېې سوځو په لمبو کې
وطن سر تر پایه سوی
مونږ ېې ناست یو په ایرو کې

د ټوپکو نلۍ کاندي
په هر ناو کې غځونې
د شپیلیو په بدل کې
د راکټ سندرې پلنې

په بدل کې د ژوند ورکو
میندو نور زمن روزلي
وطن غیږه د ورورۍ شوه
مرور ېې رابللي

ما وې زه به تاته لیږم
د تاوده زړه آوازونه
ما وې زه به تاته ښیم
دا د ننګ ختلي غرونه

ما وې یو ځای به خوځیږو
په پیچلو واټنو کې
ما وې یوه لاره به باسو
په دې تتو ترږمو کې

ما وې ګډ به عشق ته وایو
مونږ ته راکاندي وزرې
په یوه دمه به وردانګو
هم په لوړې ، هم ژورې

ما وې یو شعر به لولو 
ویښولو د بیدیا ته
ما وې یو دریاب به بیایو
اوبولو د صحرا ته

ما وې یو ځای به ېې ګالو
د تاریخ پاتې غمونه
ما وې یو ځای به رابولو
دا پاشلي ولسونه

زمونږ بیړۍ ټوټه،ټوټه شوه
د توپان په ټکرو کې
مونږه ورک شو یو له بله
د څپو په غلبلو کې

آسمان غږ کړ خیر نشته
په دوه ګونو خطا لارو
مونږ پې وخندل په سپکه
سره ورک کړو نفسي چارو

راشه مخه کړو ساحل ته
لا دریاب مونږ ته غږیږي
لا څپې بولې سندرې
لا بادونه پې غوریږي

لا آسمان د ښکلا کور دی
د لمر وړانګې پې خوریږي
لا د خاورې له تاوده زړه 
سره ګلونه راخوټیږي

لا د ځمکې غیږ پرانیستې
قبلولو د مردۍ ته
لا تاریخ تړلی نه دی
د مردانو قربانۍ ته

لا څپرې وریځې ګرزي
پاس په څوکو د خیبر کې
لا زمونږه خنجر بریښي
د پیړیو په ګذر کې

لا په دښتو کې خواره دي
صحرايي عطر د ترخو
لمر ختو کې لا ځلیږي
په ځوځانو تاج د پرخو

لا د غرونو شپه هغه ده
هیبتناکه، وحشتناکه
لا د سین سندرې باسي
عاشق زړه له خپله واکه

لا په پراخو دښتو ځغلي
د بریښنا د اور لړونه
لا په کاڼو کې زړه چوي
پاس د تالندو غږونه

لا د شرق بادونه خوځي
د بابا د غرو په تړو
لا د غرو اوچتې څوکې
ډوبې،ډوبې دي په لړو

لا راخیږي لمر په تالو
لا غوړیږي سره ګلونه
باد وهلې اوبه سپړي
د سپوژمۍ سپین تنابونه

لا چوپتیا خوره په دښتو
لا خالي وحشي رغونه
لا ایلبند هغه ایلبند دی
سپینې واورې ګڼ ګلونه

لا عاشق زمونږه زړونه
په دې ړنګو، ړنګو کلیو
لا ژړانده زمونږ سترګې
د وطن په سر بایللو

لا هغه آزادي نه شته
چې مونږ وې ګوندې به راشي
لا هغه محتسب ګواښي
چې مونږ وې ګوندې رسوا شي

لا هغه ملا غصه دی
چې وطن ېې سوځولی
لا هغه واکدار د دین دی
چې جومات ېې نړولی

د پنجاب یزید هغسې
په مورچه باندې راخوځي
لا د جنګ په تناره کې
د افغان هډوکي سوځي

ما خپل ایښي پرهارونه
د عاشق زړګي د پاسه
خپل غمونه پکې څښمه
که ېې ګورې یو وار راشه

راشه،راشه چې در یاد کړم
غم وهلي کړاوونه 
راشه،راشه چې در وڅښنم
دا د زهرو ګیلاسونه

راشه،راشه چې ورګډ شو
د سرو وینو په ګرداب کې
راشه،راشه ماڼوګان شو
د اورونو په دریاب کې

راشه،راشه دمه ورکو
دې لار ورکي ویښ انسان ته
راشه نوې وینه ورکو
دې ننګي افغانستان ته

راشه دغه جهان وران کو
چې د غم په ورځ آباد دی
راشه دا تقدیر بدل کو
چې زمونږ په نامه یاد دی

کابل- افغانستان