ویده کوربه

ویده کوربه

 

په دې کې شک نشته چې ښکلی دی ډیر،

او کوه قاف یې سیالي نه شي کوی ؛

نجونې یې ښایسته له ښاپیریو ځنې ...

ځلمیان يې ټول دي د ملوک په شانې ،

جنت کې هم داسې ځای نشئ لیدی...

افغانستان یادوم.

خو ددیوانو او سل رنګه بلاګانو داړې ،

د ښاپیریوله دې ملک نه دی دوزخ جوړ کړی :

کله یو سور دیو پرې پنجې خښې کړي ،

او کله توره او یا سپینه بلا ...

یوه یې اوه سره او زر خولې لري ،

بله اته سره بیشماره داړې .

په وینو تنده دیوې لا ماته شوې نه وي

چې هغه بله، د انسان د غوښو وږې بلا...

د اختاپوت په شانې ...

اته څلویښت خولې کاندی خښې د افغان په وجود ،

انسان خو پریږده چې ترې ژوی هم امان کې نه دي ...

هر څه که کاڼي دي ،فلز او که اوبلنه هستي ...

ټوله کړي ځاي په خپل ناولي نس کې

هر څه تالا کړي او لګیا دي ټولوي یې پسې ...

په دې تالان کې یې په زرو رانیولي مرییان ...

او بی ایمانه ، بی وجدانه د خیانت په دسترخوان لوی شوي ،

چې نه وطن لري ،نه ننګ او نه ناموس پیژني

 دي تل چوپړ ته ولاړ .

خو دغه ملک لا د نیستۍ په درانه خوب ویده دی

۱۹/۵/۲۰۱۷

 

لوستل شوی 557 ځله Last modified on سه‌شنبه, 09 جوزا 1396 19:01
دې ته ورته نورې ليکنې « مادر وطن ما تمسرا »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي