مات زړه

مات زړه


نه  رڼا سترګو د چا یم
نه آرام د زړه د چا یم
هم له ښکلو زړونو هېر يم
نه د سترګو تور دچا يم


چې په هيڅ کې پکار نه شي
زه هغه ګرد د هوا يم

نه  محبوب  شوم د چا زړه کې
نه د چا د لار رقيب يم

تل وهي مې په څپېړو
زه د وخت دا بد نصيب یم

په ګرداو د زمان څرم
مات وزر پروت په توفان يم

له هر لورې تور لښکرې
ټينګ ولاړ لا په ګړنګ یم
له اندونو یم لوېدلی
تل زه ډوب په خرافات یم

نه یاران په زړه صفا دي
نه زه پوه يې په نیرنګ یم

لوی ښارونه مې زړه تنګ کړي
خوښ جونګړه د صحرا  یم

رنګ د مخ مې بدل شوې
زولنو کې بې پروا یم
شین چمن نه یې بېل کړى
مړاوې څانګه په ګلدان یم

چې آلوتى ورته نه شي
زه پسرلى دلته خزان يم
سترګې ژاړي لکه شمعه
بې وسۍ ته خپل حېران یم


لوستل شوی 83 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي