برخـــــــــــه

برخـــــــــــه

 علي خان صافي

غوښتې موکاڼي ترخوړولاندې وي
په پسرلي کې ترسیلولاندې وي
دمَني تورماښام په ګرد وباد کې
دود د کږدیووترایرولاندې وي
پوره کېدوته یې أُمېد نه لرو
ږوندون موټول ترارمانولاندې وي
نړۍ ته وایوالله پامان دَی تانه
زړونه به تاکې تردردولاندې وي
الله کړه برخه پردېسې دعلي خلن
هرڅه نړۍ کې تقدیرولاندې وي

لوستل شوی 114 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « که مو عقل درلودى څو په خپله »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي