سيلانی

د نړۍ د تگ راتگ پر واټ ولاړ يم
سيالانيان لاس پر خوله رانه تيريږي
څوک مې ستايي شاړې شډلې ښکلاگانې
څوک مې ستايي ساده ډوله اداگانې


نه پوهېږم نندارچي که ننداره يم
لکه مېخ په سر وارونه د څټک خورم
* * *
يو نيم راشي پر تندي باندې مې وکښي
د نا خوالو، ناورينونويادگارونه
څو کاږه واږه نا انډوله انځورونه
دازما څه راز  تندی دی
 ته به وايې ده ليکدړه
چې هر څوک پرې هرڅه کاږي
راته موسک شي
او نور ځي پر خپله مخه .
* * *
زه له داسې پلار پيدايم
چې يې بل بچی ورمړ کړم ،
نو غازي يم
که خپل پلار له تېغه تېر کړم
بيا شهيد شم
زه د داسې وطن زوی يم
چې هر ځواک  ته ماتې ورکړم
بريالی شم اوخپلواک شم
ورځ دوې پس يې امتياز را نه وبلوسي...
* * *
زه دوه زړی يم ولاړ
د مرگ ژوندپه څلارۍ کې
چې راپېښ کوم سيلانی شي،
د پالي غوندې مې جاج د تندي واخلي،
شي موسکی رانه نور ځي
پر خپله موخه!!؟

کابل ، ۳۰ فیبروري ۲۰۱۶




لوستل شوی 185 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « د پښتنو غورځنګ غزل »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي