بڅرکی


فقیر احمد عزیزی غزنوی

پاس په سر د جهان غرونه ایښودل
له ختیزه تر لویدیزه ځغلېدل

را ایستل په غاښو ځیرمې د پولاد
پرهارونه د ناسور په ځان منل


پرې کول کاڼي په څوکو د باڼو
په ویښته درانده بارونه جګول

په لیمو کې ځایول د اور بڅرکي
د دوزخ په سرو لمبو کې سوځیدل

هومره نه دي راته ګران ای عزیزانو
چې ناکس ته ترلاس لاندې اوسیدل

فقیر احمد عزیزی غزنوی
تورنتو        کانادا

لوستل شوی 367 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « همنوایی طومار دغا »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي