پسرلي ته

پسرلي ته

وږمې د پسرلي دي دا جامونه ډک د څکو دي

غمونه له زړه ورک کړو دا شیبې د خوښېدو دي

دا څه دي په پیالو کې دا له کوم جوهره جوړ دي

 

اورجنې شان اوبه دي د هر روح د خوښېدو دي

پرېښتې زما د مینې، د پسرلي د سهار لمره

را لېږه ډک جامونه زړونه  ډک له تلوسو دي

اېشېږه مینې اېشه زما د ژوند  په دې پیاله کې

روښانه مو جونګړې ستا د وړانګو له لیدو دي

ویده مې په زانګو د خپلې مینې هره شپه کړه

د شونډو په نڅا کې  شېبې ډک له ولولو دي

په ورانه لار د ځان دوړې کولو څه حاجت دی

په دې ورانه دنیا کې ډېر خوندونه د ترخو دي

لوستل شوی 348 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « نوروز بر همګان مبار ک بهار »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي