سړیه

میرویس نجیبي  

خدای وایی عاقل سړیه
مه کوه وژل سړیه
مه منه د بل خبرې
مه غولیږه تل سړیه


ټول دې مظلومان وژلي
ځان ښایی اتل سړیه
کور کې دې قرآن سوځيږي
بل ته کړې کنځل سړیه
ایمان دې په خطر کې وینم
نه درځې چارقل سړیه
جومات وران شو که شهید شو
اوس یی وایه حل سړیه
اعمالکم عمالکم
څه کوې اټکل سړیه
د میم خبرې ومنه
ځه په خدای توکل سړیه

لوستل شوی 445 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « غزل کاردانان را چه شد »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي