څلوریځي

څلوریځي

داسې مینه نکړم چې ټبرمې مرورشي

نه داسې ویل چې لروبرمې مرورشي

ویاړم په پښتو ږبه زما شکلې لیلا ده 

باک پرې نکوم که بل دلبرمې مرورشی

 

که له ځمکې ترمریخ ورتلل اوږده وي

داسفرپه یوه ګام وي دې صوفیانو 

کښینا ستون ته یې حیران علي خان وایې

ما اخــستی عــقــل ډیـرلـه لیونیا نو

 

غوتۍ خولـه چې څپړید لي ګل کې کیږدي

بیا له سترګونه شبنم چې پرې راپریږي

زما دې زړه دې غم بوخڅه په سپریداکړي
ته به وایې سباوون وی علی خان لیږدي
 
داڅومره ترخې شپې دي  چې په مونږه سباکېږي
 داڅنګه سباوون دی  چې په مونږ نه رڼا کېږي.
 زاړه موپه غمونوکې واړه موپه ږړاکې
له ږوند نه مرګ ته تښتوجوړکورونه موورانېږي.
On Saturday, December 9, 2017, 12:57:36 AM PST, Ali Khan <This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.> wrote:
 
 

 

جرګه         

ما په ټول ږوندکې شراب لیدلي نه دي

  د زاهد ښکلې پیاله کې مې ځان وولید

 

کچکول څنګ کې په امید ورتلم الله ته 

دجنت په دروازه کې مې ځان وولید

 

تش کچکول مې دالله په کلنګ ډک شو

داسمان په مناره کې مې ځان وولید

 

لیکل شوي نعمتونه الله راکړل

درحمت په پَوَاره کې مې ځان وولید

 

مبارک دشه علي خانه بریالی شوم

دانبیاؤپه جرګه کې مې ځان وولید

لوستل شوی 68 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « زندګي ادب »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي