زندګي

میرویس نجیبي 
اوښکې خورمه اوښکې سکمه زندګي ده 
نیم که نه یمه که یمه زندګي ده 
بې له تانه اوس نیمګړې راته ښکاري 
چیرته مه ځه ورک شې غمه زندګي ده

 
د هر نسل د ژوندون جدا تعریف وي 
شکر خدایه زمونږ ډمه زندګي ده
د کوم نیک انسان په پل که برابر شم 
په دې لاره ځم راځمه زندګي ده 
که هر څومره سترګې مړې کړې خو اغلئ 
بې اجله کله مرمه زندګي ده 
جنتونه د همه ښیګڼو کور دی 
ملا وایی هلته سمه زندګي ده 
یو شیبه کې بلا سترګو کې ورکیږي 
د میرویس خوشې مبهمه زندګي ده 

لوستل شوی 27 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « در راه مطلوب څلوریځي »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي