تصویر

تصویر

میرویس نجیبي 

دا مې د دلبر تصویر
ګورم یی اکثر تصویر 
نور به چاته نه ګورم
نه چې شي خبر تصویر


تا سره می نه لګي 
ډير کوي اثر تصویر 
تا به سترګې ښکته کړې
نیغ کوي نظر تصویر 
نه غواړم ویده شمه
ګورم تر سحر تصویر 
سمه راته ودریږه
اخلم برابر تصویر 
تا باندې مین شومه
کیمیښود په غر تصویر 
نور یی میرویس نه وایی
خپل لري هنر تصویر

لوستل شوی 451 ځله Last modified on جمعه, 21 میزان 1396 22:15
دې ته ورته نورې ليکنې « بوره مور د رڼا په لور »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي