سندره
یرویس نجیبي
لږې رو خو له اکثرو نه سندره
جوړوم دې له خبرو نه سندره
ستا خبرې مرغلرې کیف به وکړي
جوړوم چې مرغلرو نه سندره

د چمبې اواز دې ټیټ که چمبه ماره
نن مې واوره له ملګرو نه سندره
په ګورګورو تورې شونډې مې خوراک شوې
نه صبریږي له ګورګورو نه سندره
بس له سترګو له بڼو یی جوړومه
مسلمان ته له کافرو نه سندره
شیخ د هغې ضمضمه غوښتې میرویسه
چې ده جوړه له شکرو نه سندره
لوستل شوی 54 ځله Last modified on جمعه, 10 جوزا 1398 20:06
دې ته ورته نورې ليکنې « خرمیله د آوښتون رویا »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي