ځه کنه
 
ځه کنه یو غر راباندې واړوه
ومی سیزه لمر راباندې واړوه
ناست یم کیفیت کې ماښامو سره
نه ځمکه په سر راباندې واړوه
خدایه چې د مینې جواري کوي
داسې جوارګر راباندې واړوه
ګورمه په سترګو کې تاثیر لرې
روغ مې کړه نظر راباندې واړوه
یا خو پدې ښار کې امن راوله
یا خو پیښور راباندې واړوه
زه پدې الهام خپله هم پوه نه یم
ربه سخنور راباندې واړوه
اوس دا باغي زړه د سړیدو نه دی
اوس خو سمندر را باندې واړوه
----------------------------
شاعر : شاهد اقبال باغي
 
 
لوستل شوی 152 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « قاتلین خلق افغان فردوسی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي