انساني اندونه

انساني اندونه

تعصب له ځانه لرې ،  خپل خویونه  انساني کړه

پیدا که له انسانه يې ورک سوچونه شیطاني کړه

 

چې راغلې دې  دنیا ته نه دې نوم نه دې مذهب ؤ

سپېڅلی بې ریا وې هغه شانې یو رنګي کړه

 

 

ښایسته او مینه ناک  ، ګران په ټولو بې توپیره

ښيښې غوندې زړه پاک که، بې غباره آشنايي کړه

 

نه ډار دې ؤ په زړه کې، نه پر ژبه دې ریا وه

بیا هسې رښتیا وایه ، چارې واړه رښتیاني کړه

 

ها فکر انساني نه دی چې انسان ایل د  انسان  کړي

آزاد يې پیدا شوی یون په لار د آزادي کړه

 

تعصب د قوم او ژبې ورک له ژونده د انسان کړه

د مینې  غزلونه  زموږ پر ژبه ترانې کړه

 

د بخل او د نفاق فکرونه کله د انسان دي

انسان له مینې جوړ دی چاپېریال يې انساني کړه

 

چې تېر شې له تعصب او له کينې همدا يې وخت دی

په عشق او مینه مست شه  ژوند لمحه د عاشقي کړه

 

ټولنه انساني په انساني کړ او چلند شي

ګلونه د هر رنګ دغه چمن پرې عطراني کړه

 

د ظلم او د جګړو په لاره مه ځه بدمرغي ده

په سوله او په امن پرمختګ او نېکمرغي کړه

 

 هغه پوهه، پوهه نه ده چې انسان په عقل ړوند کړي

له داسې بدې پوهې  خلاص مو فکر ابدي  کړه

 

دا شر او دا ناخوالې چې زموږ په کلي کور دي

له دې شر او غدۍ مو تر ابده اماني کړه

 

د هر چا خپله ژبه خپل مذهب او خپل يې قوم دی

چې ومني یو بل  داسې منطق موږ کې جاري کړه

 

 

ګلانو کې توپیر شته په عطرو کې يې توپیر دی

دا نښه د ښایست ده سترګې خلاصې سیلاني کړه

را پاڅه د توفان  زور او توان ځان کې پیداکړه

مات خنډونه د اندونو بیا یرغل د رڼايي کړه

هغه دین د انسان نه دی چې انسان ډوب په کینو کړي

ځه پاک دین او ایمان د تور فکرو له زولنې کړه

 

هغه قوم د انسان نه دی چې انسان بیل له انسان کړي

یو قوم د انسان جوړ کړه د وګړو یو رنګي کړه

  په هغه لاره مه ځه چې پایمال په کې انسان شي

ددغه لارو مخ ته جوړ خنډونه  فولادي کړه

 

له هغو سره مه ځه چې انسان غل انسان کړي

 له دغه بد فکرانو  لاره بېله دایمي کړه

  هغه ځای د سجدې نه دی چې امام په کې شیطان وي

له داسې لارښودانو ځان ګوښه او تنهایي کړه

 

هغه ځای د تلو نه دی چې مسلخ د حقیقت وي

د لمر په شان ځلېږه تورو شپو کې رڼايي کړه

جګړه د ارزښتونو له منځه وړل او تباهي ده

پیغام د سولې اوسه شعارونه رښتیاني کړه

د دین دا سوداګر ، ټول خرڅونکي د وطن دي

د دغو سوداګرو تورمخونه آفتابي  کړه

 

پلورنکي د کفن او قاتلان  د نوي ژوند  دي

د غلا په لوړ ماڼیو يې تندرونه آسماني  کړه

 

چې تل د ګل پر ځای کښت د اغزیو کړي په لار کې

له دغه بدکارانو لارې پاکې ګلکاري کړه


لوستل شوی 110 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي