غزل

میرویس نجیبي
چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته
دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته
بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه
نور له  پوندو عقل راولې سرو ته


چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه
مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته
دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې
چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته
دهیچا د لومې سرویستلی نشو
څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته
په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې
غټان کله پورته کنږې میلمنو ته
ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه
اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو ته

لوستل شوی 808 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « د پسرلي سهار ای برادر همتی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي