بدلون


موسمونه چې تل ځي راځي بدلېږي
د وخت خپل ځواکمن اغېز په کې چلیږي
د جهان دهستۍ راز پټ دی خوځښت کې
تمتیا نشته هر څه وړاندې ځي بهېږي


-----------
یوه ورځ په خیال روان وم د بڼ خواته
د ګلونو او شنېلو تازه هوا ته
د مرغانو زړه راښکونکې چغېدا ته
خو کتل مې چې سړه سېلۍ لګېږي
---------------
په وجود مې لړزه راغله له سړو نه
حال مې بل شو نوې وضعې له لیدونه
رنګ بایلودی ونو بوټو رپېدو نه
خړې وريځې پاس په هسک ګرځي تاوېږي
------------
دلته ګورمه شينکی غړند اوتر دی
هلته ښکاري د ګلونو ځوړند سر دی
وې مې خوب او که په ويښه دا منظر دی
هر ژوندی موجود یخنۍ ځنې رپېږي
----------
سندربول چڼو چغا نه شته ګلشن کې
سمسورتیا تازه ګي مړه ده په چمن کې
سیلۍ الوزي د ګلو انجمن کې
ژيړ څادر هرخوا په شنو باندې غوړېږي
-------------
زرغونتیا او ښکلا چیرته هغه شان ده
انګازه توده په هر لور د خزان ده
څانګه څانګه له یخنۍ  اخته په ځان ده
ملیار ګورم اندېښنو کې ډوب ځنګېږي
----------
لاړم سوچ کې بس ددې حالت له کوت نه
شو را کوز د خیال مارغه مې له الوت نه
کړم يې پوه په دغې راز له خپل سکوت نه
وې دا هم د ژوندون بل اړخ لیدل کېږي
---------
په ټول پنځ کې ښکون او راښکون دی
په هيڅ شي کې تیکاو نه شته دی بدلون دی
هر موجود خپلې لوړتیا خواته په یون دی
انسان هم په دغې جبر کې اوسیږي
----------
ځنې ځي ځنې راځي دغه دستور دی
هيڅوک نه پوهيږي څه د چا منظور دی
په خپل وس کې ټول بېوسه او مجبور دی
که څوک غواړي او که نه دغه پېښږي
---------
د ژوندیو نا ژوندیو لار همدا ده
د هر چا له واکه وتې مشغولا ده
نه زما ده نه دستا نه د بل چا ده
داسې وه او داسې ده او داسې کېږي
---------

لوستل شوی 247 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي