غزل


میرویس نجیبي  

ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي
د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي
چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو
بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي


شاعري د جدایی له درده کیږي
چې یی خیال له شعره ووځي نو ادیب شي
د غربت خو دې دا نوم له دنیا ورک شي
بس سړی له سړو باسي چې غریب شي
چې دولت او طالع او نه لرې میرویسه
سړی څنګه د یار غیږې ته قریب شي

لوستل شوی 45 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « د کتو توپیر که زه شاعر وای »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي