جوهر

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

                       

چي په خټه کي جوهر نه وي اغښلی
په رنګونو بدل نسي ذات د شي

د ظاهر پر جار قربان ئې حساب مکړه
دوست هغه چي څه عطا کړي باطني

د هوس پر پل چي هر انسان قدم ږدي
ځني پاته سي پخه لار عقلاني

بهترین پوه هغه څوک لیکه کاتبه
چي اقرار کوي پر خپله ناپوهي

غرونه او ډاګونه که شین کَړم وي 
باختري اوښ برخه وچ تېره اغزي

 د باغوان نیت کي چي فرق د ګلو راسي
سیلۍ مسته سترګی سرې کړي خماري

پر شونډانو چي خواږه د میني نه وي
زبېښه نسي که انار وي کندهاري

چي د میني قدر نه کوي داؤده
نه مجنون دی نه مفتون دی هوسي
اڅک هواباز