سپوږمۍ يې که ښایست دي دسپوږمۍ دی، خبریالي
پټ کړی درنه مخ دګل غوټۍ دی، خـبریالي1: اوربل ته دي شړق ورکړپرملا تاوشوې په کوڅه کي
جوړکړی دي مست شور دڅنګ اوږۍ دی، خبریالي2:توربېګ توره بسته اوسپین دواوري مړوندونه
منګول کي دي ریپوټ د اذادۍ دی ،خبریالي3:پستې مستې خبري دي دحورو په رقم دي
غورور دي د مسکو دشوروۍ دی، خـبریالي
4:خندادي دبلقیس له ډالۍ هم قیمت بها ده
سترګک دي بیادزرو په روپۍ دی ،خـبریالي5:بېل کیف دي وي ريپوټ کي دبنګړو په مو سیقي کي
شرپ شرپ لکه باران دي دنتکۍ دی، خبریالي6:دعشق کمره دخیال پراوږو تل درپسي وړمه
یـستلی جمالیـار دي له خوارۍ دی ،خـبریالي
غزل : خبریالي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode