په سینه کې مې یو زړه دی چې سینه کې نه ځایږي
پاک له بدو هوسو دی، تنګ ویالو کې نه ځایږي
ستا زړه ډک له ګناهونو، په وجود کې دې لمبې دي
ستا ګناه ته تل زړه کېږي، بندې کړې دې توبې دي
د سرو شونډو له مچکو، مدام مسته او نشه یې
د هوس په کار کې ډوبه، له ایمانه بیخبر یې
ستا د سترګو هوسو کې، د بیان ژبې هزار دي
زما زړه د رامولو، کرشمې ستا بې شمار دي
د ساقي په محفلو کې، د پیالو شرنګونه وینم
زه په عشق کې لا تر اوسه، د لېمو دردونه وینم
د زړګي د سوزېدلو، به ښکاره تر څو لمبې کړم
د خپل زړه ماتم خانه کې، څو د ویر جوړې پلمې کړم
لا هم ها شيبې ته ناست یم، که د هيلو غوټۍ ګل شي
که د تللیو ښو وختونو، په راتلو چمن سنبل شي
څومره ښکلې مې ده مینه، د سپوږمۍ د مخ رڼا ده
پلوشې شیندي هر لور ته، آینې غوندې صفا ده
د باران په شان وریږه، کړه لامده د زړه ډاګونه
د شبنم باران جاري کړه، کړه سمسور د زړه باغونه
خو ته شپه د تورتمو یې، د رڼا سره دې جنګ دی
زه سپین لمر یم راختلی، ستا تیارو سره مې جنګ دی
سوړ بدن او روح زما ته، د خوښیو رڼا راکړه
زما د روح په شین آسمان کې، یو ډک جام د رڼا راکړه
له بې لارې مې را ستون کړه، د وتو اوس تدبیر راکړه
د ګناه په جیلخانه کې ، یو بریښنا د عقل راکړه
پرمخ سرې څپېړې لګي، د هغو ټیټو، ناولو
بیا همت او توان راکړه، ددې سپکو د ځپلو