پردیسي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

زه پردی یم په دې ښار کې
یو اغزی د نورو لار کې
دلته هر چا ته پردي یو
خوښي نشته د ژوند چار کې
نه خندا کې مزه پاتې
لرم درد د زړه پرهار کې
نه کوڅې هغه کوڅې دي
نه ها رنګ شته په رفتار کې
نه رڼا دلته رڼا ده
نه رڼا سترګې سهار کې
د ویجاړ وطن انځور خیال
د جنګونو لوی ناتار کې
هر یو غږ د چا فریاد دی
د اندونو په هر لار کې
د خیالو کوڅه کې ګرځم
بې وسي ده هر رخسار کې
ډېر قبرونه هدیرې دي
د ظلمونو په هر پار کې
د لیدو هیله مې نشته
هیلې مړې دي هره لار کې
د یو چا غمجنې سترګې
ول حیران د ژوند ناچار کې
ها وروستی غمجن نظر یې
کړ زخمې زړه په یو وار کې
ها بې وس او زه بې وس وم
وو راګیر د وخت ناچار کې
زه دې خلکو کې روان یم
نه راځم ددوی په شمار کې
زما د سوړ احساس انځور دی
چې لا ناست پردي دیار کې