د وطن شهید

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهیز
د سرو وینو لوګي پورته شول اسمان ته
د دردونو سېلې راغلې ګلستان ته
شین آسمان ته د خړ وریځو پرده راغله
بې دفاع د وطن زوی ولاړ میدان ته
د وطن په مینه مست پر خاوره پریوت
شوې جاري اوښکې د مینې قهرمان ته
د وطن په مینه پورته یې په دار کړ
دا پیغام د تور پنجاب و هر افغان ته
د زړه تود غږ یې ور مات کړ په مرمیو
تور څېره ظالم خپل و ښوده جهان ته
د وطن او د سنګر اتل یې مړ کړ
څو کړي مړې د آزادۍ ډیوې ساروان ته
د اتل په شونډو نوم د وطن هسک شو
ځلاند ستوری شو ټول ستورو د اسمان ته
بوی د خاورې یې له وینو سره ګډ شو
غږ د سولې یې شو غږ هر قهرمان ته
د حق غږ په مرمۍ چېری وژل کېږي
ګوره هر چا کړ نژدې دغه غږ ځان ته
خلکو وژړل ښارونه یې ویرجن کړل
د شهید په وینو رنګ مړاوي ارمان ته
د هغه د ارمان ونه به وچ نه شي
دا پیغام شو هر تور مخي هر شیطان ته
د وطن مینه مرګ نه لري ځان پوه کړئ
دا میراث دی د شهید مو هر یو ځوان ته