کنړه ستا په درد او غم کې نن اسمان ژړېږي
ستا د ماشوم هرې سلګۍ ته هر انسان ژړېږي
دې ستر ناورین دې کلي کور ته مصیبت راوړی
ځکه هر کور کې له دردونو ماشومان ژړېږي
په شنو ښایسته درو نن خپور د غم سپېره څادر دی
ستا د هر مور او هر بوډا له غم جهان ژړېږي
د اسمان ستونی هم نیولی دی د غم خپسې
د وینو اوښکې تویوي لکه باران ژړېږي
ستا له هر درده مې په زړه هزار دردونه راغلل
په دې ستر ویر کې کاڼي بوټي د لغمان ژړېږي
خونه دې وران شه زلزلې ولې کنړ لړزوې
په سر درو د ننګرهار کې سره ګلان ژړېږي
دلته خو هسې رژوي خزان ګلان د بهار
دلته ناورین پسې ناورین هم نورستان ژړېږي
څپې خورېږي هره خوا خنج او پنجشیر لړزوي
هلته پامیر په اوچت څوکو بدخشان ژړېږي
له ناورینو نه د وتلو بس یوه لار پاتې ده
څوک چې له علمه روسته پاتې هر زمان ژړېږي
په علم او پوهه به قابو د طبیعت هر ځواک شي
د علم له ځواکه بې خبر به تل داشان ژړېږي
د طبیعت د یاغي آس قایزه کول پکار دي
چې قایزه نه وي خلک تل له هر توفان ژړېږي
د کنړ ناورین
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode