بې ځوابه غږ

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 زلمی نصرت

دنمارک

۲۲.۰۷.۲۰۲۵

بیا، بیا یې تکراروو،

هره شیبه، هره گړۍ یې تکراروو،

خو ځواب نه راځي، هیڅ ځواب.

لکه چې مړه وي،

یا ورک شوی او لالهانده وي د غوغا په کوڅو کې،

يا کوڼ وي له فریاده، بې خبره له آوازه.

خو بیا هم تمه لرو،

د اوریدو تمه کوو،

چې گنې دا توپانونه به تېر شي،

چې گڼې بیا به واوري،

او بلاخره یتیم به هم په خندا شي، له زړه نه.

انسانیت ته غږ کوم،

عدالت ته فریاد کوم،

سولې ته ژړا کوم،

ساده چت ته، گوډلې ته،

سپورې ته،

سپوږمۍ او لمر ته غږ کوم،

او هغه لاس ته غږ کوم،

چې د بل د لاس نيوي لپاره اوږد شي.