وروستي مطالب

اعزام 4 هزار نظامی دیگر به افغانستان

یکشنبه, 29 اسد 1396 09:30

ترامپ استراتژی جدید امریکا در افغانستان را امضا کرده و چهاز هزار نظامی دیگر به این کشور می فرستد
به گزارش اسپوتنیک به نقل از تسنیم، برخی منابع در باره تصمیم ترامپ مبنع بر افزایش نیروهای امریکایی در افغانستان خبر داده اند.
بیشتر رسانه ها از تصمیم های ترامپ از طریق تویت هایش آگاه می شوند، طوری که او روز گذشته در باره نشست کمپ دیوید در تویترش نوشته بود، که نشست مهمی باجنرال هایش داشته و تصمیمات زیادی نیز ازجمله درباره افغانستان گرفته است

ووټل: له پاکستانه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه شي

یکشنبه, 29 اسد 1396 09:19

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل ټینګار کړی چې د پاکستان له خاورې څخه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه‎شي

د رویټرز خبري اژانس دا خبره په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوې اعلامیې په حواله کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې جنرال ووټل د شنبې په ورځ پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره وکتل.

محمد شفیق همدم چې په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار او سیاسي څیړونکی دی وايي، د جنرال ووټل دا څرګندونې پاکستان ته یو نظامي خبرداری دی

د افغانستان خپلواکۍ ٩٨ کليزه پراخه ولمانځل شوه

یکشنبه, 29 اسد 1396 09:18

د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې ولسي وګړي د خپلواکۍ لمانځلو په موخه سړکونو ته راوتللي وو، ملي اټنونه یې کول او پر موټرونو یې ملي بېرغونه او د خپلواکۍ د گټوونکي او د افغانستان پخواني پاچا امان الله انځورونه لگولي.

د دفاع وزارت په انګړ کې د افغانستان د ملي سرود په غږولو د خپلواکۍ د ۹۸ مې کلیزې مراسم رسماً پیل شول.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ پر څلي د گلانو گېډۍ کېښوده، خو د معمول په خلاف په خپله ولسمشر او يا نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو ويناوې ونکړې.

ښاغلي غني د مراسمو په پاى کې د پاچا امان الله خان له لور "هنديه" او د دستورې له ځينو نورو گډونوالو سره وکتل

شایگو: موقعیت روسیه را در آسیای مرکزی «بی ثبات» تقویت می کنیم

جمعه, 27 اسد 1396 18:17

شایگو گفت، تا پایان سال مانورهای با واحد های نیروهای مسلح قرقیزستان، تاجیکستان و ازبکستان برگزار می کنیم.
به گزارش اسپوتنیک، سرگئی شایگو وزیر دفاع روسیه در نشست هیئت مدیره بخش نظامی روسیه از تقویت موقعیت روسیه در آسیای مرکزی به دلیل درگیری های مسلحانه در افغانستان بی ثبات سخن زد.
شایگو گفت:- "وضعیت در آسیای مرکزی به دلیل ادامه درگیری ها مسلحانه میان نیروهای امنیتی دولت افغانستان با شبه نظامیان طالبان و گروه تروریستی داعش بی ثبات می باشد

اصف مومند: عطا‌‌ءمحمد نور ډېر ووهلم

جمعه, 27 اسد 1396 18:09

د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مومند چې مزارشریف ښار کې له څو ورځني بنده خوشې شوی، په کابل کې خبری ناستې کې او وروسته له بي بي سي سره مرکه کې د بلخ پر والي، زامنو او ساتونکو تور ولګاوه چې دی یې وهلی ټکولی دی.

ښاغلی مومند وړمه ورځ د مزارشریف هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته ونیول شو او د ملي امنیت ریاست ته وسپارل شو.

ښاغلی مومند وايي، هوايي ډګر کې د بلخ د والي عطا‌ءمحمد نور کسانو دی وواهه او وروسته یې په ټانک کې د ښاغلي نور استوګنځي ته وروست چې هلته د ښاغلي مومند په وینا "ښاغلي نور او د هغه زامنو ډېر وهلی دی".

خو د ښاغلي نور ویاند منیرفرهاد بي بي سي سره مرکه کې دغه ادعاګانې رد کړې او ویې ویل چې بل چا به وهلی وي.

افغانستان: د بادي برېښنا لومړنی توربین فعال شوی

جمعه, 27 اسد 1396 18:04

د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت ویلي، هرات کې یې د بادي برېښنا تولید لومړنی توربین فعال کړی دی. دغه توربین د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ځای پر ځایو شویو درېیو ورته توربینونو یو دی.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند بصیر عظیمي، بي بي سي ته وویل، دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د بادي برېښنا له توربینه کار اخیستل کېږي. د دغې پروژې درې نیم میلیونه ډالره لګښت جاپان ورکوي. د دغه ترکیبي توربین له لارې د بادي

انرژۍ تر څنګ شمسي انرژي هم تر لاسه کېدای شي

مخالفت گارنیزیون کابل با برگزاری کنسرت آریانا سعید در ورزشگاه‌ غازی

جمعه, 27 اسد 1396 18:01

ژنرال افضل امان، سرپرست فرماندهی عمومی نیروهای امنیتی کابل اعلام کرده که با برگزاری کنسرت آریانا سعید، خواننده مشهور افغانستان، در ورزشگاه غازی کابل مخالف است.

او به بی‌بی‌سی گفت که پلیس مانع برگزاری کنسرت آریانا سعید نشده اما با توجه به تعداد "۱۰ هزار شرکت‌کننده" و تهدیدهای امنیتی که در کابل وجود دارد، تأمین امنیت آن برای نیروهای امنیتی سنگین و دشوار است.

آقای امان افزود که گارنیزیون کابل برای خانم آریانا سعید مشورت داده که برای برگزاری این کنسرت محل دیگری را انتخاب کنند.

حسیب از برگزار کنندگان این کنسرت و از تیم خانم سعید می‌گوید که بعد از صحبت با مسئولین امنیتی، محل برگزاری کنسرت از ورزشگاه غازی به مکان دیگری منتقل شده‌است.

او گفت که به دلیل محدودیت فضا در محل جدید، شمار شرکت کنندگان این برنامه انتظار می‌رود که کمتر از ورزشگاه غازی باشد

اسپانیا: له سیلانیانو په ډکه سیمه کې پر خلکو موټر وروستل شوی

پنجشنبه, 26 اسد 1396 17:25

د اسپانيا پوليس وايي د بارسلونا ښار د سیل په يوه سيمه 'لاس رامباس ' کې يوۀ سړي پرخلکو گاډى ورخېژولى. پېښه کې یو شمېر خلک وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان دي. پوليسو پېښه "ترهگريزه" کړنه بللې ده.

د اسپانيا د پوليسو په وينا، پېښه لويه وه او گڼ کسان په کې ټپيان شوي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نژدې یوه رستورانت ته دوه وسله وال سړي ننوتي او ځینې کسان یې یرغمل نیولي دي.

تر اوسه د پېښې ډېر جزیات نه دي څرګند شوي، خو پولیس وايي، دا احتمالاً یو ترهګریز برید دی