وروستي مطالب

وزیر دفاع آمریکا: همچنان آماده مذاکره برای حل بحران کره هستیم

جمعه, 20 اسد 1396 16:33

یک روزنامه دولتی چین بی‌طرفی در جنگ احتمالی آمریکا و کره شمالی را توصیه کرده و یک مقام آمریکایی از اولویت راه حل دیپلماتیک سخن گفته است.

در پی اخطار جدید رئیس جمهوری آمریکا به کره شمالی، جیمز ماتیس، وزیر دفاع ایالات متحده، گفت که دولت او هنوز هم راه حل دیپلماتیک برای بحران کره را ترجیح می‌دهد و افزود که جنگ در این منطقه "فاجعه‌بار" خواهد بود. وی در عین حال افزود که ایالات متحده برای مقابله با هرنوع حرکت خصمانه کره شمالی "آماده است."

به گفته برخی کارشناسان، با توجه به حضور نظامی آمریکا در کره جنوبی و ژاپن و توانایی رزمی این کشور و متحدان منطقه‌ای آن از یکسو، و توانایی نظامی کره شمالی از جمله در زمینه موشکی کوتاه و میان‌برد و آتش توپخانه به معنی آن است

ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده

جمعه, 20 اسد 1396 16:30

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړي.

ډونلډ ټرمپ په نیوجرسي کې خبرغونډې ته وویل، چې افغان ستراتیژي اعلانول ورته لویه پرېکړه ده، مګر زیاته یې کړه چې دې پرېکړې ته ډېر نږدې شوی دي.

د ولسمشر ټرمپ دا خبرغونډه د شمالي کوریا او امریکايي چارواکو ترمنځ پر وروستیو ناندریو ټوله وه، خو نوموړی د افغان جګړې په هکله هم وپوښتل شو.

ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده

ملګري ملتونه یوه افغان ته د وتلي ځوان استازي جایزه ورکوي

جمعه, 20 اسد 1396 16:25

هغه ځوانان چې له هېواده بهر لوی شوی وي خو افغانستان ورته دومره ګران وي چې د خبرو او فکر لویه برخه یې دغه هېواد ته پر خدمت راټوله وي، د الهام عجیبه سرچینه ښکاري.

د اګست پر دولسمه نېټه (د زمري ۲۱) به د ملګرو ملتونو په عمومي تالار کې تر ۱۰۰۰ د ډېرو ځوانانو ترمنځ، یو افغان زلمی د "وتلي ځوان استازي" په نوم جایزه ترلاسه کړي.

پامیر احساس ۲۳ کلن افغان دی چې په ناروې کې د بشرپالو فعالیتونو له لارې افغانستان کې د ښوونځیو زده کوونکو سره مرسته کوي.

د ملګروملتونو د "وتلي ځوان استازي" د ۲۰۱۷ کال دوبي جایزې ته په دوو نومول شويو کسانو کې پامیر احساس هم وي چې د ملګروملتونو عمومي تالار کې به د خپل نسل ځوانانو ته وینا وکړي

استراتیژی جان مکین در مورد افغانستان

پنجشنبه, 19 اسد 1396 16:39

این استراتیژی دربرگیرندۀ فرستادن سربازان بیشتر امریکایی و دادن صلاحیت بیشتر به ارتش امریکا است.
به گزارش اسپوتنیک، به دنبال ادامۀ تأخیر در اعلام استراتیژی جنگی حکومت تازۀ ایالات متحده، جان مکین از سناتوران پرنفوذ امریکایی راهبرد خودش را در باره جنگ افغانستان اعلام کرد.
مکین که ریاست کمیته خدمات تسلیحاتی سنای امریکا را نیز به دوش دارد، این گام را در تاخیر تصمیم ادارۀ ترمپ در مورد جنگ در افغانستان برداشته است

عبدالله: د افغان ځواکونو د مهماتو پلورل له ملي خیانت څخه کم نه دی

پنجشنبه, 19 اسد 1396 16:35

ښاغلی عبدالله وايي، اداري فساد د افغان ځواکونو د روحیې د کمزوري کولو لامل کیږي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، لا هم د افغان ځواکونو مهمات د دولت پر وسله‌والو مخالفینو پلورل کیږي، چې دا کار له ملي خیانت څخه کم نه دی.

ښاغلي عبدالله چې د پنج‌شنبې په ورځ (اګست ۱۰) یې 'په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ګډ درې ورځني کنفرانس' د پای غونډې ته وینا کوله وویل، د حکومت مشرانو ته کله داسې ریپوټونه راځي، چې د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونه د مهماتو له کموالي سره مخ دي، خو ورپسې له هماغه ځای څخه خبر ترلاسه کیږي، چې هلته پر 'دښمنانو' مهمات پلورل کیږي

اجرائیه ریاست: په کابینه کې د بدلونونو په اړه خبرې روانې دي

پنجشنبه, 19 اسد 1396 16:31

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، په کابینه کې د بدلونونو په هدف د حکومت د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

اجرائیه ریاست وايي، په کابینه کې د بدلون په هدف د حکومتي مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي او د کابینې بشپړېدا د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، نوي معرفي کېدونکي وزیران وړ کسان دي او له ولسي جرګې څخه یې وغوښتل چې نویو معرفي شویو کاندید وزیرانو ته د تائید رایې ورکړي."توقع لرو چې ولسي جرګه زموږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي معرفي شویو وزیرانو ته د تائید رایې ورکړي، ځکه دوی وړ کسان دي کار کولای شي د ورسپال شوې دندې له مسؤلیت نه راوتلای شي

د طالبانو مشر ملا منصور له وژل کېدو څو ګړۍ مخکې ولې کورنۍ ته ټېلیفوني وصیت وکړ؟

پنجشنبه, 19 اسد 1396 16:01

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د طالبانو یو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور څو ګړۍ مخکې له دې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي، پوهېده چې یوه بده پېښه کېږي.

کله چې ملا منصور د ۲۰۱۶ کال په مۍ کې له ایران د پاکستان بلوچستان سیمه کې روان و، خپل ورور او نورو خپلوانو ته یې په ټلیفون وویل چې د ده مرګ ته تیار شي.

د طالبانو یو پخوانی قومندان چې د ملا منصور کړۍ ته نږدې و له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وايي:

"هغه پوهېده چې یو څه پېښېږي. ځکه هغه د خپلې کورنۍ غړو ته وویل، چې څه وکړي او یو موټی پاتې شي".

دغه قومندان اوس د طالبانو لیکې پرېښودلې او له نومښودنې پرته وايي، له پاکستاني ملاتړو سره د اړیکو خرابېدو له امله ملا منصور ووژل شو

ترمپ: که شمالي کوريا واشنګټن وګواښي له «اور او غوسې» سره به مخ شي

چهارشنبه, 18 اسد 1396 20:45

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوريا حکومت په غير مستقيم ډول په پوځي اقداماتو ګواښلی دی. شمالي کوريا هم په عينو څرګندونو سره غبرګون ښوولی او د يوه هدف د په نخښه کولو خبره یې کړې ده.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په نيوجرسي کې وويل چې که شمالي کوريا د امريکا ګواښلو ته دوام ورکړي نو د داسې «اور او غوسې سره به مخ شي، چې نړۍ به تر دې دمخه نه وي ليدلی.»

د ترمپ تر دې څرګندونو يو څو ساعته وروسته شمالي کوريا د يوې بيانيې په جاري کولو سره چې د دولتي تلویزيون له لارې خپره شوه، غبرګون وښود. په اعلاميه کې د دغه هيواد مشرتابه ګواښ کړې چې دوی به د پاسيفيک پر ګوام ټاپو کې د يوه