وروستي مطالب

عمران خان: افغانان یې مني او که نه، د ورورګلوۍ مشوره ورکوم

جمعه, 16 حمل 1398 18:06

د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو په تړاو خپلې پخوانۍ څرګندونې بیا تکرار کړې. نوموړي د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه خيبر کې يوې غونډې ته د وينا پرمهال خپلې دغه تکرار شوې څرګندونې یو وړاندیز بللی

غني: د افغانستان د اقتصادي استقلال کیلي د بزګرانو په لاس کې ده

پنجشنبه, 15 حمل 1398 18:50

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ کابل کې د کرنې دودولو پنځم ملي کانفرنس کې وویل، چې د کلیو پراختیا وزارت په چوکاټ کې سږ کال اول ځل ۳۰ میلیون ډالر د کوچیانو د ټولو خېلونو لپاره ځانګړي شوي او هر وزارت کې کوچیانو ته ځانګړې بودیجه منظوره شوې ده

"د ځینو جګپوړو افغان چارواکو معاشونه کم شوي"

پنجشنبه, 15 حمل 1398 18:42

د افغانستان ماليي وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره يي د معاشونو د مدیریت د پالیسۍ له مخې د ځينو لوړ پوړو چارواکو معاشونه کم او د ټيټ پوړو مامورینو معاشونه زیات کړي دي.

وزارت مسوولین وايي، د دغې پالیسۍ له مخې د وزیر، مرستیالانو، ریسانو او نږدې ۸۰۰ قراردادیانو په معاشونو کې د کموالي له کبله ۳۰۰ ملیونه افغانۍ سپما هم شوې ده

منظور پښتین: پاکستان پښتانه له خپل تاریخه ناخبره ساتلي

یکشنبه, 11 حمل 1398 17:33

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، طالبان د پاکستان د پوځي او اسختباراتي ادارو زېږنده دي او د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره کلونه پخوا جوړ شوي دي.

د ښاغلي پښتین په وینا، پاکستاني جنرالانو بیا بیا اعتراف کړی چې طالبان دوی رامنځته کړل او د پښتنو سیمې یې په لوی لاس سخت دریځو ډلو ته ور پرېښودلې.

د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتې مراسمو غونډې ته په وینا کې منظور پښتین وویل، پاکستاني ریاست په لوی لاس پښتانه له خپل تاریخ او جغرافیې ناخبره ساتي دي او په دې توګه یې له څو لسیزو راهیسې د پښتنو حقونه ترړولي

اروپايي ټولنه: افغان سوله کې ضمانت ته چمتو یو

سه‌شنبه, 06 حمل 1398 18:49

اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په سوله کې ضامن کېدو ته چمتو دي. دغه وړانديز د يادې ټولنې د بهرني سیاست مشرې فېدرېکا موګريني کابل ته په یوه لنډ سفر کې د افغانستان د سولې لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ په یوه پنځه ماده ييزه طرحه کې وکړ.

افغانستان له اسلام اباده خپل سفیر بېرته ورغوښتی

سه‌شنبه, 06 حمل 1398 18:38

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړولو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو وروسته په کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال احضار کړی دی.

دې سره هممهاله افغان چارواکو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر 'د نور بحث ' لپاره کابل ته غوښتی دی

د نوي تعلیمي کال په پرانیستې سره د ولسمشر غني له‌خوا د پوهنې د پرمختګ ژمنې

دوشنبه, 05 حمل 1398 20:19

۱۳۹۸ تعلیمي کال د افغان ولسمشر له‌خوا د زنګ په وهلو او د "غوره پوهه غوره راتلونکې" تر شعار لاندې په سړو سیمو کې پیل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۵» په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د لومړي ځل لپاره به د ښوونځیو د کیفیت د لوړولو په هدف ټول ښوونځي له انټرنټ سره وصل شي.

ده وویل

قطع روابط امریکا با حمدالله محب

سه‌شنبه, 28 حوت 1397 19:31


به گزارش اسپوتنیک به نقل از آوا، دفتر شورای امنیت ملی افغانستان در پیوند به گزارش رویترز که در آن از قطع تماس های امریکا با مشاور امنیت ملی افغانستان سخن به میان آمده بود، تاکید کرد: شورای امنیت ملی از لحاظ مالی خود کفا است.

پیش از این، در گزارش رویترز به نقل یک دیپلمات ارشد امریکایی گفته شده که واشنگتن به رئیس جمهور اشرف غنی گفته است که امریکا از این پس کدام تعامل با حمدالله محب مشاور امنیت ملی او نخواهد داشت