وروستي مطالب

کودتا در پارلمان افغانستان

جمعه, 05 عقرب 1396 22:04

پس از اتهامات فساد به عبدالرئوف ابراهیمی رئیس پارلمان افغانستان، همایون معاون پارلمان با توسل به زور بر کرسی ریاست پارلمان نشسته است.

به گزارش اسپوتنیک به نقل از تسنیم، رسانه‌ها گزارش دادند که در پی تنش‌ها میان معاون پارلمان افغانستان با عبدالرئوف ابراهیمی رئیس این مجلس، امروز همایون همایون با توسل به زور کرسی ریاست این مجلس را اشغال کرد.
همایون معاون پارلمان افغانستان در اعتراض به فساد اداری رئیس مجلس و دخالت در کار کمیسیون‌های تحقیق، در نشست امروز نمایندگان به زور بر کرسی ریاست نشست

امریکایي چارواکي: پاکستان کې تروریستان خپل قدرت زیاتوي

جمعه, 05 عقرب 1396 22:00

ریکس ټیلرسن د د وشنبې په ورځ بګرام کې د جمهوررئیس غني، اجرائیه رئیس عبدالله او ملي امنیت سلاکار اتمر سره وکتل.

په کابل کې د امریکا ځانګړي شاردافیر سفیر هوګو لارنس په یو بیان کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت د پلاوي سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د روانې اونۍ د خبرو جزئیات خپاره کړي چې په کې په پاکستان کې تروریتسي ډلو په ځواکمنیدو اندیښنه ښودل شوې ده

افغان کمانډو ځواک ته سلګونه نوي سرتیري ورګډ شول

پنجشنبه, 04 عقرب 1396 19:56

افغان او امریکايي چارواکي وايي د کمانډو ځانګړي ځواکونه د ترهګرو او وسله والو اورپکو په ځپلو کې ډیر اغیزناک دي.

د اکتوبر په ۲۵ په کابل کې ۸۳۳ نوي کمانډو ځواکونه له اړینو تعلیماتو وروسته د دغه ځواک لیکو کې ورګډ شول.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش امریکاغږ ته وویل چې د نویو فارغ شویو ځواکونو په راتګ سره د کمانډو ځواک شمېر ۱۷۸۳۳ ته ورسېد. ښاغلي رادمنش وویل د افغانستان د ملي امنیت د څلور کلن امنیتي پلان له مخې به د

ارګ د کابل، واشنګټن او ډهلي د غونډې په اړه د هند د نوښت هرکلی وکړ

پنجشنبه, 04 عقرب 1396 19:51

د افغانستان حکومت د کابل، ډهلي او واشنګټن ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه د هند د بهرنیو چارو د وزیرې وړاندیز ستایلی دی.

د افغان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې هند د افغانستان او امریکا له مهمو متحدینو څخه دی چې په سیمه کې هم د اهمیت وړ او رغنده رول لري.

د ښاغلي ازاد په خبره د دغو درېیو متحدینو ترمنځ غونډه به د سیمې لپاره ډېره ګټوره وي

افغان حکومت د ډیورند کرښې په اړه د خپل رسمي دریځ ستراتیژي جوړوي

پنجشنبه, 04 عقرب 1396 19:46

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ډیورند کرښې په اړه د یوې داسې ستراتېژۍ د جوړولو خبره کوي چې د افغان حکومت رسمي دریځ به څرګند کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، نه ولسونه او نه هم افغان حکومت ډیورند کرښه په رسمیت پېژني، خو پاکستان یې په بېلابېلو بهانو په رسمیت د پېژندلو هڅه کوي.

د دغه وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي چې د پنجشنبې په ورځ «لړم ۱۳۹۶،۰۴» یې د دغه وزارت د تېرو درېیو کلونو د کړنو راپور له رسنیو سره شریکاوه پر ډیورند کرښه د روانو حالاتو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ته په ځواب کې

د ناټو او د روسیې ګډه شورا د افغانستان او اوکراین په اړه غږېږي

پنجشنبه, 04 عقرب 1396 19:40

د ناټو عمومي منشي وایي، د افغانستان د حالاتو په اړه د ناټو او روسیې ارزونې سره توپیر لري، خو د دې هېواد په امن کولو کې دواړه یوشان ګټې لري.

ینس سټولتنبرګ دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو او روسیې د ګډې شورا ترغونډې وروسته په لنډوخبرو کې وکړې.

که څه هم سټولټنبرګ د دغو ارزونو د توپیر زیات جزئیات په ډاګه نه کړل خو دایې وویل چې مهمه داده چې دواړه لوري د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي

په پوهنې وزارت کې د پراخ اداري فساد په اړه نوې موندنې!

پنجشنبه, 04 عقرب 1396 19:35

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه په پوهنې وزارت کې له پراخ فساد څخه اندېښنه څرګندوي.

د ښوونکو په ګمارنه، د تعلیمي نصاب په کتابونو، په ځانګړي ډول د کتابونو وېش، په ولایتونو کې د ښوونکو معاشونو او د سواد زده‌کړې په پروګرام کې د پراخ فساد په ګډون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې له مهمو ارزونو څخه دي.

د کمېټې چارواکو د پنجنشبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۴» د پوهنې په وزارت کې د اداري فساد د ارزونې په اړه په یوه نوي راپور کې وویل چې د پوهنې په وزارت کې لاهم فساد شتون لري

افغانستان: د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو بایو مټریک معلومات ثبتیږي

پنجشنبه, 04 عقرب 1396 19:28

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د نفوسو د احوال او ثبت ادارې ته امر کړي چې د پوهني وزارت د ټولو کارکوونکو او ښوونکو بایومټریک مالومات ثبت کړي. دغه ګام د جعلي ښوونځیو او ښوونکو د مخنیوي لپاره شوی دی.

د افغانستان پوهني وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، په تېر کې د پوهنې وزارت کارکوونکو او ښوونکو شمېره کره نه و، خو وايي پروسږکال دغه موضوع حل شوې او اوس دغه شمېر د باور وړ دی.

بل لور ته په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي بلخي د خبرو برعکس د نفوس د احوال او ثبت ادارې ته دنده سپارلې، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې د پوهنې وزارت د ټولو کار کوونکو او ښوونکو بایومټریک مالومات ثبت کړي