مهم خبرونه

Grid List

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند متهیو مېلر لخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې "امریکا ځکه پر دې کمپنیو بندیزونه اعلانوي چې په پراخه کچه د وېجاړۍ وسایلو په جوړولو کې مرسته کوي."

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی "په نړیواله کچه د داسې هڅو اړتیا ده چې د هستوي وسلو نه خپرولو نظام پیاوړی کوي."

په بیان کې راغلي، هغه کمپنۍ چې بندیزونه پرې لګېدلي درې یې په چین او یوه یې په بېلاروس کې ده او دغو ټولو پاکستان ته د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو تر څنګ د کروز مزایلو په جوړولو کې همکاري کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دغو څلورو واړو کمپنیو په لوړه کچه د تباهۍ اړولو په برخه کې پاکستان ته د موادو په برابرولو کې مرسته کړې او د پاکستان په هستوي پیاړتیا کې یې هم رول لوبولی دی.

امریکا دا تور هم لګولی چې دغو کمپنیو د پاکستان د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو او همداراز کروز توغندیو جوړولو کې هم همکاري کړې ده.

له دې مخکې د تېر کال اکتوبر میاشت کې هم امریکا په دې تور په درېیو نورو چینايي شرکتونو هم بندیزونه لګولي وو چې د پاکستان کروزو مزایلو پروګرام لپاره یې پرزې او د اړتیا وړ توکي برابرول.

د پاکستان غبرګون څه دی؟

پاکستان د امریکا د یاد اعلان په غبرګون ویلي چې اسلام آباد د امریکا نویو بندیزونو د اعلان څرنګوالي په اړه په جریان کې نه دی خو تېر کې یې د شک پر بنسټ ورته بندیزونه لګولي دي.

پاکستان ویلي امریکا پخوا هم د ورته بندیزونو اعلان وروسته دوی ته کوم کره داسې شواهد نه دي ورکړي چې د دوی ادعا پر ځای ثابته کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه اعلان په غبرګون اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې "د سیاسي موخو لپاره د بندیذونو لارې ردوي."

پاکستان ویلي په دغه لېست کې ډېر داسې شیان دي چې حساس نه بلل کېږي او نه یې هم مخکې په اړه څه ویل شوي خو امریکا په تازه بیان کې حساس او ویجاړوونکي بللې دي.
e
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د پاکستان د دفاعي او وسله وال ځواک دغه بهرنیو سرچینو وچولو په غبرګون په تېر کې د پاکستان حکومت ویلي چې دوی خپله په هېواد کې د ننه له ځمکې په ځمکه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او کروز مزایلو جوړولو توان او کافي امکانات لري.

پاکستان ویلي چې دغو امکاناتو ته په کتو یې د غوري او شاهین په نوم مزایل هم پخپل توان جوړ کړي دي.

دا کمپنۍ له څه ډول بندیزونو سره مخ دي؟

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې اعلان سره هممهاله دا وضاحت هم خپور کړی چې له دې وروسته به په امریکا کې د دغو کمپنیو ټول جایدادونه او پانګې کنګلېږي.

همدارنګه امریکا ویلي، له امریکایي وګړو سره د دوی شتمني هم کنګلوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي وو، د دغو کمپنیو کارکوونکي او څښتنان امریکا ته هم نشي تللی او امریکایانو ته یې هم له دغو کمپنیو سره د نه کار سپارښتنه کړې ده.

بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو یوه ۱۲ کسیزه جرګه ګۍ افغانستان ته تللې او د طالبانو حکومت له چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخته ده.

په دې جرګه ګۍ کې علمي او فرهنګي شخصیتونه راټول شوي او افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازې ورکولو په ګډون بېلابېلو مهمو مسایلو اړوند غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

د دې جرګه ګۍ یوه غړي او له رسنیو سره د خبرو مسوول ډاکتر حکمت الله حکمت بي بي سي ته وویل چې تر دې دمه یې د ریاست الوزراء پر سیاسي او اداري مرستیالانو سربېره د طالبانو حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو او همدا راز پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره لیدلي دي.

هغه وویل چې د نجونو ښوونځي او د ښځو کار په دغو ټولو کتنو کې د دوی غټه او اصلي غوښتنه وه.

خو نوموړی زیاتوي چې طالب مشرانو ته یې پر دې ورهاخوا په حکومتي اډانه کې د اداري اصلاحاتو، د مسلکي کدرونو د جذب، د یوه ټول منلي حکومت او د ولسونو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د کار غوښتنه او سپارښتنه هم کړې ده.

ښاغلي حکمت وايي د طالبانو حکومت نږدې دغو ټولو چارواکو یې غوښتنې او وړاندیزونه په ورین تندي اورېدلي او ورته ویلي یې دي، چې له خپل مشرتابه سره به یې شریکې کړي.

طالبانو په د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو راهیسې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې پوهنتونونو ته له تللو هم راوګرځولې.

دوی همدا راز په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

طالبان که څه هم وايي چې د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه دایمي نه دي، خو د دوی پر بیا واکمنېدو د شاوخوا دوه نیم کاله له تېرېدو سره سره ورته تر دې دمه حل لاره نه ده موندل شوې.

په دې موده کې افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه نور هم اضافه شوي دي.

د عکس تشریح،د دې جرګه ګۍ غړو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدلي
اوس افغانستان ته د دې تللې جرګه ګۍ ویاند وايي، هغو طالب مشرانو چې دوی ورسره لیدلي، دوی ته ویلي چې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار مخالف نه دي او دا چې په دې برخه کې لګېدلي بندیزونه هم د دوی د حکومت دایمي سیاست نه دی.

د نوموړي په وینا دغو طالب چارواکو ورته ویلي، پر داسې لارو چارو کار کوي چې ټولو ته د منلو وي او ستونزې او خنډونه ورسره د تل لپاره حل شي.

هممهاله د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر دفتر هم یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له اروپايي هېوادونو دغو ورغلو شخصیتونو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې "ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو د استفادې برخو کې" ځانګړې پاملرنه غوښتې ده.

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو هم له سراج الدین حقاني او امیر خان متقي سره د دې جرګه ګۍ د غړو د کتنو په تړاو اعلامیې خپرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي حقاني دغو شخصیتونو سره لیدنه کې ویلي، چې "د تعلیم بحث موږ پورې اړه لري، موږ خپله یې زمینه مساعدوو؛ ځکه چې دا زموږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي."

خو په دې اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت په اړه د ښاغلي حقاني له خولې ویل شوي، چې "دنیا باید نور دا حقیقت ومني او دې سره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، همداسې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې زموږ ملي حاکمیت سره پُخلا نه وي."

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي لرلید تیاره بریښې او لږ تر لږه د بل ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د اقتصادي رکود خطر شته دی.

دغه بانک د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان د پرمختګ په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي حرکت د ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې یو په ټپه ولاړ (راکد) اقتصادي حالت انځوروي.

په دې راپور کې راغلي چې په تیرو دوو کلنو کې د افغانستان اقتصادي رکود د لوړو او ژورو څخه تیر شوی او د ۲۶ فیصده انفلاسیون شاهد و.

نړیوال بانک ویلي: " د داخلي ناخالص تولید وده، چې د بودیجې څخه بهر د مصرف لپاره د بهرنیو مالي تامیناتو د کمیدو سره مل وه، د هیواد[افغانستان] د اقتصادي لرلید په تړاو یو تیاره تصویر وړاندې کوي. اټکل کیږي چې په خصوصي برخه کې د جوړښت په تړاو ستونزې او د اړتیا وړ خدمتونو په برخه کې د نړیوال ملاتړ کموالی د هرډول اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي".

د نړیوال بانک ددغه راپور پراساس واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانستان د ډیرو زیاتو نړیوالو مرستو د کمبود سره مخ دی او دا هیواد د ودې له داخلي محرکاتو پرته پریښودل شوی دی، چې ددې سربیره له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو ستنیدل او د هرات په ولایت کې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې زلزلو ددغه هیواد اقتصادي ګواښونه لا سخت کړي دي.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کرکیله باندې بندیز بزګران د ۱.۳ میلیاردو ډالرو عاید څخه محروم کړي دي چې د داخلي ناخالص عاید نږدې اته فیصده کیږي.

نړیوال بانګ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې (UNODC) د یو راپور په اساس ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو څخه زیږیدلی اقتصاد ۹۰ فیصده او د کرکیلې لاندې ۹۵ فیصده کم شوی دی چې افغانانو ته د کرکیلې په برخه کې د ۴۵۰ زره کسانو د کسب او کار له منځه تللو سبب شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک ددغه راپور په غبرګون کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د اقتصادي لرلید د ناڅرګندتیا په تړاو د دغه بانک څرګندونې ردې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: " دا چې ویلي دي چې د افغانستان د اقتصاد راتلوونکی تیاره ده، دا سمه نه ده، تیر وخت کې تیاره وه چې متاسفانه افغانان د اشغال لاندې راوستل شو په جګړه کې مصروف شول، فرصتونه یې نلرل، اوس امنیت دی، ثبات دی او د حکومت مسولینو ترمنځ ژمنتیا شته دی، دا په دې معنی دی چې روښانه راتلوونکی په مخ کې لرو".

د طالبانو د حکومت د ویاند د وینا پر اساس افغانستان یو هیواد دی چې د کانونو په سپړلو، کرهڼیزه خودکفايي، د اوبو مهارولو او د اقتصادي پروګرامونو په لورګامونه اخیستل کولی شي چې یو ښه اقتصاد ولري.

دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې تقاضا ته کموالی اکثره سوداګریز فعالیتونه د پانګې اچونې کمیدو او د کارګرانو شړلو ته اړ کړي او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې په دغه هیواد کې د بیکارۍ کچه دوه چنده شوې ده.