وروستي مطالب

افغانستان از طریق آذربایجان به بازار اروپا می رود

چهارشنبه, 29 سنبله 1396 19:09

افغانستان امروز به گسترش روابط تجاری به شدت احتیاج دارد و راه های مختلفی برای ورود به بازارهای کلان جهانی را جست و جو می کند. البته کابل نه تنها مارکتهای جمهوری های همسایه آسیایی را در نظر گرفته بلکه به دنبال بازارهای روسیه و اروپا می باشد.

اما صادرات و انتقالات محصولات افغانی نه تنها به دلیل جنگ خونین طولانی و ناامنی در تعدادی از مناطق کشور دشوار است بلکه به دلیل موقعیت خاص جغرافیایی افغانستان با مشکلات مواجه می گردد. افغانستان از چهار طرف به خشکه محاط بوده

ترمپ: که اړتیا شوه شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړو

چهارشنبه, 29 سنبله 1396 18:45

ولسمشر ترمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې لومړۍ وینا کې پر شمالي کوریا باندې سختې نیوکې وکړې او ګواښ یې وکړه چې کې پیونګ یانګ امریکا یا متحدین یې وګواښي نو واشنګټن به شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړي.
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د خپل هیواد د پوځي ځواک په اړه خبري وکړې او داسې زیګنال یې ورکړ چې له تهران سره به اتومي تړون له منځه یوسي. هغه همداراز له پيونګ يانګ څخه نیولې بیا تر کراکاس پورې د واشنګټن مخالفین سخت وګواښل

غني: د روهېنګیا په تړاو د انګ سان سوچي چوپتیا غمیزه ده

چهارشنبه, 29 سنبله 1396 18:36

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتو عمومي ناستې ته په وینا کې د میانمار د روهېنګا مسلمانانو د وژنې په وړاندې د دغه هېواد د مشرې انګ سان سوچي چوپتیا خواشینوونکې وبلله.

"د انسانیت ضد جرمونه لا هم په بې دردرۍ او پرلپسې توګه ترسره کېږي. په خاصه توګه د روهېنګیا مسلمانانو توکموژنه د خپګان خبره ده".

نوموړی وايي، په دې تړاو د میانمار د مشرې انګ سان سوچي چوپتیا هم یوه تراژیدي(غمیزه) ده، چې ان د سولې نوبل جایزه یې ګټلې ده.

ولسمشر غني ځینې افغان لوړ رتبه مسؤلین له سیاسي تحرکاتو منع کړل

سه‌شنبه, 28 سنبله 1396 18:20

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له مخې، هېڅ څارنوال، قاضي او د وسله وال پوځ افسران حق نه لري چې په اعتصابونو او مظاهرو کې برخه او یا هم د کوم سیاسي ګوند غړیتوب واخلي.

افغان ولسمشر د یوه ځانګړي حکم په ترڅ کې، ستره محکمه، څارنوالي، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست کارکونکي موظف وګرځول چې د سیاسي ګوندونو له غړیتوبه لاس واخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې حکم د نه منلو په صورت کې به، د یادو دولتي بنسټونو کارکوونکي له دولتي دندو لېری کړای شي

ټرمپ طالبان تروریستان وگڼل

سه‌شنبه, 28 سنبله 1396 17:33

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې طالبان ترهگر وبلل او هغوی د حزب الله او القاعده په ردیف کې راوستل.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې امریکا او متحدین یې د نړۍ په ځانگړې توگه له منځني ختیځ نه د "شر اچوونکو ترهگرو" نابودلو ته هوډمن دي.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان لپاره خپله نوې پالیسي د مثال په توگه یاده کړه او وویل "له دې وروسته به د امریکا اړیکې او گټې د پوځي ماموریت اوږدوالی او بڼه ټاکي، نه هغه زماني جدول چې د سیاستوالو له لورې تعینیږي".

جمهور رئیس ټرمپ وویل په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد د جگړې پالیسي بدله کړې ده

بلوڅان په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونې ملگرو ملتونو ته راجع کړي

سه‌شنبه, 28 سنبله 1396 17:29

د بلوڅانو فعالین:په بلوچستان کې له ۲۰۰۰ میلادي کال راهيسې ۳۵۰۰۰ کسان تری تم کړل شوي دي

د بلوڅو د جمهوریت ګوند استازي او فعال، عبدالنواز بګټي د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په بلوجستان کې د پاکستان لخوا د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړي دي.

ښاغلي بوگټي وویل "په بلوچستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري. د پاکستان پوځ د خپلو بدنامه تگلارو په مرسته هڅه کوي چې بلوڅان له خپل ټاټوبي څخه ورک کړي. په بلوچستان کې په زرگونه بلوڅان له کومې نښې پرته تري تم شوي دي. په بلوچستان کې د هغو بلوڅانو په زرگونه مړي چې مخکې ورک شوي اوشکنجه شوي موندل شوي دي

مهمند: نمی‌دانم که چرا حکومت دوسیه‌ام را به‌گونه جدی بررسی نمی‌کند

سه‌شنبه, 28 سنبله 1396 17:23

آصف مهمند عضو شورای ولایتی بلخ حکومت را در خصوص رسیده‌گی به قضیه‌اش به بی‌تفاوتی متهم می‌کند.

آقای مهمند می‌گوید که نمی‌داند حکومت چرا قضیه‌اش را به صورت جدی تعقیب و بررسی نمی‌کند.

آقای مهمند روز سه شنبه عرایض خود را به‌شمول ریاست جمهوری به شورای ملی افغانستان، نهاد نظارت از حقوق بشر، اتحادیه اروپا، دفتر یونما در کابل، لوی سارنوالی، محکمه جنایی بین المللی و شماری از ادارات دیگر سپرده و حکومت را به بی‌تفاوتی در خصوص قضیه‌اش متهم کرد

ولسمشر غني په «م.م» کې د ترورېزم په اړه پر ګډې مبارزې خبرې کوي

سه‌شنبه, 28 سنبله 1396 17:16

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې محمد اشرف غني به نن شپه ناوخته د ملګرو ملتونو په ۷۲یمې کلنۍ عمومي غونډه کې د ترورېزم پر ګواښونو او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی غني به تر ډېره د ترورېزم د ګواښونو او له دغه پدیدې سره په ګډه مبارزه کې د بېلابېلو هېوادونو پر ونډې اخیستنې ټینګار وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سې شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له ویاند سره په ګډه، یوې خبري غونډه ته وویل چې افغان ولسمشر به د دغې غونډې په ځنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ځانګړي ډول د پاکستان له موقت صدراعظم سره د ترورېزم د ګواښونو په اړه خبرې وکړي