وروستي مطالب

جنرال عبدالرشيد دوستم "نن شپه ترکيې ته ځي"

جمعه, 29 ثور 1396 20:10

يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ويلي چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې د جنبش اسلامي ګوند مشر هم دی نن شپه له کابله ترکيې ته روانېږي.
د دغې سرچينې په وينا جنرال دوستم د درملنې په موخه ترکيې ته ځي او لا نه ده معلومه چې په دغه هېواد کې به څومره وخت پاتې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د جوزجان ولایت پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال دوستم تور لګولی و چې هغه یې بندي کړی او شکنجه کړی دی.

د هند سفیر: یو شمېر هېوادونه هڅه کوي د کابل او ډیلي اړیکي خرابې کړي

جمعه, 29 ثور 1396 20:04

معمولاً چې د افغانستان په مساله کې د هندي چارواکو نظرونه اخیستل کېږي نو ګوزار به يې پخپل اصلي رقيب پاکستان وي.
په افغانستان کې د هند سفير وايي، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د کابل- ډيلي د سیاسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتیا مخه ونیسي.
منپريت ووهرا له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ټينګار وکړ چې افغانستان د هند لپاره اقتصادي ارزښت لري او ډيلی هڅه کوي له دې لارې د منځنۍ اسیا او منځني ختيځ هېوادونو ته لار پرانيزي.

جمهور رئیس غني د کورنیو چارو وزارت ته نوي معینان ټاکلي

جمعه, 29 ثور 1396 13:13

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان له لارې د کورنیو چارو وزارت ته د دریو نویو معینانو د ټاکلو ترڅنګ د دغه وزارت د دوو پخوانیو معینانو په ګډون د پولیسو لس لوړپوړې جنرالان احتیاط ته سوق کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ادارې چارو د ریاست د یو بیان له مخې د کورنیو چارو په وزارت کې د نویو ټاکنو په لړ کې د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مراد علي مراد د دغه وزارت څخه تبدیل شوی او د ستر پاسوال په خالي بست کې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین په توګه ټاکل شوی دی.

امریکا د سوريې پر حکومتي او ايران ملاتړ لرونکو ملېشو بمبار کړی

جمعه, 29 ثور 1396 13:02

امريکايي ځواکونو د لومړي ځل لپاره د ایران په ملاتړ پر ملېشه ځواکونو او د سوريې پر يوه حکومتي کاروان بمباري کړې ده.

د امريکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې امریکا د سوريې پر حکومتي او ايران ملاتړ لرونکو ملېشو هوايي بمباري کړې ده ځکه روسيه د دوی په مخنیوي کې پاتې راغله چې هغې سیمې ته دننه نشي چې امریکا پکې د داعش ډلې پر ضد د جګړې تياري کوي.

د سوریې ایتلافي ځواکونو امریکايي سرتېري او ايتلافي ياغي ځواکونه ګواښل.

نړۍ کې تر ټولو ښه روغتیايي خدمات وړاندې کوونکي هېوادونه

جمعه, 29 ثور 1396 12:33

په نړۍ کې د ښه روغتيايي خدماتو په فهرست کې نه جاپان او نه هم کاناډا په لسو ښو هېوادونو کې راغلي او امريکا هم په ۳۵مه مقام ده.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې په نړۍ کې تر ټولو ښه روغتیايي خدمات وړاندي کوونکی هېواد اندورا دی.

دغه هېواد د فرانسې او هسپانيې تر منځ موقعيت لري.

فرانسه د فهرست له مخې پنځلسم او هسپانيه اتم ټاکل شوي دي.

د چین الوتکو په چین سمندرګي کې د امریکايي الوتکو مخنیوی وکړ

جمعه, 29 ثور 1396 12:24


امریکا وایي الوتکه یې دوو چینایي الوتکو سره مخ شوې ده.
د امریکا پوځ وایي، د چین دووسوخوی اېس - ۳۰ جېټ الوتکو د یوې امریکایي الوتکې د مخنیوی عملیاتو کې برخه لرله.
د سي اېن اېن تلوېزون د رپوټ له مخې، امریکایي چارواکي وايي، د چین یوه جېټ الوتکه د امریکا ډبلیو سي- ۱۳۵ الوتکې ته ۴۵ متره نږدې ورغله او د هغې خوا ته یې الوت وکړ.
امریکا وایي، چې الوتکه یې د ختیز(شرقي) چین سمندرګي په نړیوالو اوبو کې راډیو اکټیف مواد پلټل.

ناصر کامه‌وال: د والي یو شمېر سلاکاران له ځينو ادارو باج اخلي

سه‌شنبه, 05 ثور 1396 14:35


د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر استازو د سې شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې له لارې په دې ولایت کې د فساد او ناقانونیو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د ولایتي شورا وکيل ډاکتر لعل محمد دُرانی وايي، ځيني شخصي کسان چې په تشکيلاتو کې رسميت نه‎لري له دولتي عایداتي ادارو څخه په یو او بل نوم باج اخلي.

 

'افغان حکومت کې د فساد غځېدلې ریښې غوڅول کلونه وخت غواړي'

سه‌شنبه, 05 ثور 1396 14:25


د معافیت دود له منځه وړل، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز علني محاکمې، د قانون د حاکمیت شورا جوړول، د شتمنیو ثبت او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون توشیح هغه هڅې دي چې یوناما یې د روڼوالي ګټور ګامونه بولي.
هرات کې د اداري فساد ضد لاریون