د ولسمشر غني ۵ کلن حکومت: بریاوې او نیمګړتیاوې

د ولسمشر غني ۵ کلن حکومت: بریاوې او نیمګړتیاوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له ېوې نړیوالې رسنۍ سره د خبرو پر مهال اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به یو ځل بیا نوماند وي.

د نوموړي د حکومت کابو پنځه کلنه دوره له پیل راهیسې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ وه.

ښاغلي غني په خپله لومړۍ کاري دوره کې ځینې مهم لاسته رواړنې درلودې، خو په حکومت کې یې نیمګړتیاوې هم کمې نه وې

.

ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ چې نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول شوي وو.

په افغانستان کې د ناټو پوځیانو شمېر له ۱۳۰۰۰۰ څخه کابو ۱۵۰۰۰ عسکرو ته را ټیټ شوی و.

له دې بدلون سره بهرني ځواکونه د افغانستان د جګړې له ډګره ووتل او د افغان حکومت مخالفینو ته جګړې د تودولو فرصت په لاس ورغی.

له همدې کبله په افغانستان کې د جګړې لمن نوره هم پراخه شوه.

په ۲۰۰۱ کال کې له واکه تر پرځول کېدو وروسته طالبان په لومړي ځل د ولسمشر غني د واک په اوږدو کې په دې وتوانېدل چې د کندز، فراه او غزني ولایتونو مرکزونه د لنډې مودې لپاره ونیسي.

په همدې دلیل د ولسمشر غني لومړۍ کاري دوره د سختې جګړې دوره بللی شو، چې په وار وار پکې پوځي او ولسي مرګ ژوبله هم رامنځته شوه.

خو سره له دې ټولو امنیتي ستونزو او مالي او ځاني زیانونو، د حکومت مخالف وسله وال په دې ونه توانېدل چې د جګړې ۱۷ کلن بنبست مات کړي یا کوم محسوس پرمختګ ولري.

همدا راز، د ولسمشر غني ملګري د خپلې کاري دورې پر مهال د جګړې په رهبرۍ او د نظام په دفاع وېاړي او لاسته راوړنه یې بولي.

ولسمشر غني د جګړې ترڅنګ د سولې سیاست ته هم د خپل کاري اجندا په سر کې ځاې ورکړ.

په دې لړ کې د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه له اسلامي حزب سره تر بریالیو خبرو اترو وروسته د سولې د تړون لاسیکول وو.

د دې تړون له برکته اسلامي حزب د جګړې څخه د سیاست ډګر ته را وګرځېد.

د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې په اوږدو کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان یو حکومت له خپلې یوې مخالفې ډلې سره سولې ته ورسېد.

همدا راز د ولسمشر غني لخوا د کابل کانفرانس په لړ کې د حکومت مخالفینو ته د سولې یو جامع وړاندیز وشو، چې هم په کور دننه او هم په نړیواله کچه وستایل شو.

طالبان له یو داسې حالت سره مخامخ شول چې د ولسمشر غني دا وړاندیز یې رد نه کړاې شو، او تر نن ورځې یې په اړه چوپه خوله دي.

بله خوا سږ کال د کوچني اختر په ورځو کې افغان حکومت له طالبانو سره اوربند بې ساری او زړور اقدام وکړ.

دې ګام د حکومت مخالفین دې ته اړ کړل چې دوی هم موقت اوربند ته په نه زړه غاړه کېږدي.

دا له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته لومړی ځل و چې په افغانستان کې یو سر تا سري اوربند پلی شو، او دا د ولمسشر غني د کاري دورې ېوه بله ستره لاسته راوړنه وه.

په سیاسي ډګر کې ولسمشر غني د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې له پیله ستونزو سره مخ و.

د امریکايي چارواکو په منځګړیتوب جوړ شوي حکومت کې ولسمشر له خپل اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ځله په سیاسي ناندریو اخته و.

یاده دې وي چې اجرائیه رئیس د افغانستان د اساسي قانون خلاف یو اداري جوړښت کې له ولسمشر سره واک کې شریک شو.

په کابینه کې د وزیرانو ګومارنه، د والیانو ټاکنه، د برېښنايي تذکرو وېش او په ټاکنیز نظام کې اصلاحات ځینې هغه مهم موضوعات وو چې په اړه یې د دواړو مشرانو جنجالونه تر رسنیو ورسېدل.

کله چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تورونه ولګېدل چې خپل یو سیاسي سیال یې په جنسي توګه ځورولی، نو ښاغلی غني له هغه سره هم لاره بېله کړه.

دا پرېکړه د دې لامل شوه چې ښاغلی دوستم د یو نا اعلان شوي تبعید سره مخ شو او د څه باندې یو کال لپاره ترکیې ته ولاړ.

همدا راز ښاغلي غني د خپل کار په دوره کې خپل ځینې نژدې سیاسي ملګري له لاسه ورکړل.

په دوی کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ولسمشر غني ځانګړی سلاکار احمد ضېا مسعود، د کابېنې یو شمېر وزیران او د پارلمان ځینې وکیلان شامل وو.

خو بله خوا بیا ولسمشر په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د واک ځینې وړې جزیرې له منځه یوړې او د جنګسالارانو پر وړاندې کلک ودرېد.

ښاغلي غني همدا رازه د حکومتي چارواکو په ټاکنه او ګومارنه کې د پارلمان د وکیلانو لاسوهنه تر ډېره ختمه کړه، او افغان ولس یې د دې ګام هرکلی وکړ.

د بهرني سیاست په برخه کې د ولسمشر غني کاري دوره تر ټولو مخکښه وه.

نوموړي په دې موده کې خپل امریکايي ملګري دې ته اړ کړل چې د پاکستان پرضد پرېکنده دریځ خپل کړي او دغه هېواد تر فشار لاندې راولي.

همدا راز د اسلامي هېوادونو کانفرانس، او له اندونیزیا او سعودي سره د فعاله ډپلوماسۍ پر مټ ښاغلی غني دغه اړخونه د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړي کړل.

له هند سره د اړیکو ښه والی او پراخوالی هم د ولسمشر غني د حکومت مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي.

خو د اقتصاد په ډګر کې چې له ولسمشر غني نه څومره هیلې وې، هغه پوره نه شوې او په دې برخه کې داسې کوم بدلون تر سترګو نشو چې په عام ولس یې مخامخ اغېز درلودلې وي.

البته نوموړی وتوانېد چې افغانستان تر یوه بریده پر پاکستان له اقتصادي انحصاره خلاص کړي، او هېواد ته یې د سوداګرۍ نورې لارې وموندلې.

په دې برخه کې یو شمېر هوايي دهلیزونه څه نا څه ګټور ثابت شول، او له برکته یې د افغانستان سوداګریز توکي له هېواده بهر ولېږدول شول.

د سوادګرۍ په برخه کې د ولسمشر غني اصلاحات په دې وروستېو کې د نړیوال بانک لخوا هم وستایل شول.

په ټوله کې د ولسمشر غني لومړۍ کاري دوره د هلو ځلو، د سولې لپاره د سیاسي هڅو او د امنیت او اقتصاد په برخه کې د کار او زیار دوره وه.

ولسمشر غني په تېرو کابو پنځو کلونو کې په یادو برخو کې ډېرې هلې ځلې وکړې.

خو تر اوسه یې د دې هڅو کومه ډېره مثبته پایله نه ده راوتلې، او د هېواد په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګر کې د کوم ژور بدلون نه دی راغلی.

زما په اند ولسمشر پخپله هم دا خبره درک کړې ده او له همدې کبله یې اعلان کړی چې د خپلو نیمګړو پلانونو او پروژو د بشپړولو لپاره به یو ځل بیا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند وي.

 

لوستل شوی 42 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي