افغانستان له اروپا سره هوايي دهلېز پرانیست

افغانستان له اروپا سره هوايي دهلېز پرانیست

افغان حکومت د صادارتو ډېرښت لپاره له ۳۳ اروپايي هېوادونو، د چین ارمچي او د روسیې پلازمېنې مسکو سره د هوايي بارچالاني دهلېزونه رسماً پرانیستل.

دغه راز حکومت له هند سره د هوايي دهلیز کچه د دغه هېواد پنځوسو ښارونو ته غځولې ده.

اروپا ته نن 'پنجشنبه سپتمبر ۲۷ مه ' دې لړ کې د قره قل ۱۲ ټنه پوستکي د فلنډ هلسنکي ته او اته ټنه غالۍ د ایټالیا مېلان ته صادرې شوې

.

د افغان ولسمشر د اقتصادي سلاکار دفتر یوه کارپوه فرید احمد رودوال بي بي سي ته وویل، د نننیو صادراتو بیه نژدې یو نیم میلیونو ډالرو ته رسېږي.

ښاغلی رودوال وايي، د دې تر څنګ د هند ډیلي او کولکتې ښارونو ته هم تازه مېوه واستول شوه.

نوموړی زیاتوي، د دغو دهلیزونو له لارې د الوتنو شمېر په دې پورې تړلی، چې سوداګر څومره توکي صادرولو ته چمتو کولای شي.

افغانستان له دې مخکې د هوا له لارې یوازې له پنځو نړیوالو ښارونو ډیلي، جدې، ممبۍ، الماتا او استانبول سره هوايي دهلېزونه درلودل.

افغانستان د ۲۰۱۷ کال په جون کې لومړی هوايي دهلېز پرانیست او له هغه راهیسې بهر ته ۱۸۰ الوتنې شوې، چې د څه باندې شپیته میلیونو ډالرو توکي یې صادر کړي دي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه ډېر شوي دي.

د افغان چارواکو په خبره، که څه هم د صادراتي توکو شمېر ډېر نه دی، خو د هوايي دهلېزونو ډېرېدل په دې لړ کې ګټور دي.

 

لوستل شوی 130 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي