.
خو تر دې دمه د اریزونا، نیومکسیکو او تګزاس ایالتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې په را روانو څو ورځو کې به د ملي ګارد ۴۰۰ ځواکونو په سرحد کې ځای پر ځای کړي، خو د کلفورنیا ایالت والي تراوسه څه نه دي ویلي. دغه ایالتونه له مکسیکو سره ګډې پولې لري.
د نیوادا ایالت والي، چې د ولسمشر ټرمپ د ګوند غړی هم دی، له دغې پرېکړې سره مخالفت کړی دی. د هغه ویاند ساندوال اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې دا کار د ملي ګارد نامناسبه کارونه ده.
د ولسمشر ټرمپ فرمان د متحدو ایالتونو د فدرال د فوانینو له مخې صادر شوی دی. د ملي ګارد د لېږدولو لګښت او تنخوا هم د فدرال حکومت ورکوي، خو د فدرال قوانین والیانو ته دا حق ورکړی چې په دې اړه د ولسمشر غوښتنه ونه مني.
ولسمشر ټرمپ د مکسیکو سرحد ته د ځواکونو د استولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی خو افغانستان ته بیا د ځواکونو په استولو کې له کومې ستونزې سره مخامخ نشو.