د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه جالب معلومات

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه جالب معلومات


د ټاکنو کمیسیون وايي چې د دغو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ کړي دي. د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي.
د کمیسیون د معلوماتو په اساس په دغو ټاکنو کې له دریو میلیونو زیاتو ښځو هم نوملیکنه کړې ده چې رایه ورکړي.

د سنبلې په اتمه نیټه د دغه کمیسیون له مرکزي دفتر څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل شوې وه.
شاوخوا ۲۳ ولایتونو ته د ځمکې له لارې او پاتې نورو ته د هوا له لارې ټاکنیز مواد استول شوي دي. د چارواکو په خبره، ټاکل شوې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د تلې په شپږمه په ۴۹۰۰ ټاکنیزو محلونو کې ترسره شي.
یو شمیر شمالي ولایتونو کې روانو جګړو د کابل څخه څو ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو او غیر حساسو موادو لیږد د ستونزو سره مخامخ کړی دی. د ناامنیو له کبله به د ټاکنو په ورځ د شاوخوا ۴۰۰ مرکزونو د بندولو اندېښنه شته. دغو ټاکنو ته ۱۷ نوماندان ولاړ دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې ۷۲۰۰۰ امنیتي سرتېري په دندو ګمارلي دي. په همدې حال کېوسله والو طالبانو د دغو ټاکنو د ګډوډلو ګواښ کړی دی.
 

لوستل شوی 64 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي