Print this page
هند افغانستان ته ولې پوځیان نه استوي؟

هند افغانستان ته ولې پوځیان نه استوي؟

 

ښاغلي ټرمپ دغه ټویټ داسې مهال کړی چې د دغه هېواد مرکچیان په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او نوموړي افغانستان او اوندلارې وسله والې ډلې دولت اسلامیه یا داعش ته په اشارې سره کړی.

نوموړی لومړی ویلي، روسیه، ایران، عراق، افغانستان او ترکیه خپلې جګړې کوي او وروسته وايي، ګورئ هلته هند هم شته، خو مبارزه نه کوي، ګاونډ کې پاکستان دی، هغه جدوجهد کوي، خو خورا لږ، خورا لږ، دا سمه نه ده او امریکا له هغه ځایه اووه زره کیلومتره لرې پرته ده

.

د هند دریځ

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې له طالبانو سره له خبرو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او په هغه هېواد کې د داعش وسله والو شتون ته په اشارې سره ترې پوښتنه شوې وه.

له دې مخکې داعش ډلې وویل، د اګست میاشتې پر ۱۷ نېټه پلازمېنه کابل کې د واده پر مراسمو برید دوی کړی، چې نژدې ۶۵ کسان پکې ووژل شول. دې څرګندونو کې ښاغلي ټرمپ د خپلې اسانۍ لپاره له طالبانو سره د امریکا د خبرو په څنګ کې پیچلي ځايي سیاست ته توجه و نه کړه.

افغان حکومت پرلپسې شکایت کړی چې دغه خبرې معمولاً د دوی په نه شتون کې کېږي. خو د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پاکستان ځکه خوشحالوي چې د طالبانو ملاتړ یې کړی او له اوږدې مودې راهیسې یې هڅې کړې چې طالبان د یوې بېلتونپالې ډلې پر ځای د یوه سیاسي لوري په توګه ومنل شي.

بل لور ته هند تل ویلي چې دغه هېواد 'د افغان مشرتابه، افغان حاکمیت او د افغانانو کنترول ' له سوله ییز عمل سره ملګرتیا کوي او له همدې کبله هند د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ خبرو ته ډېر جوش او خروش څرګند نه کړ.

افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې بهرني ځواکونه موجود دي، چې پیل یې ۱۹۷۹ کال کې دغه هېواد ته د شوروي ځواکونو له راتګ سر وشو او لس کاله یې دوام وکړ. ۱۹۹۲ کال د پاکستان په مرسته مجاهدینو واک تر لاسه کړ، خو د مجاهدینو مشرانو تر منځ اختلافونو په هېواد کې د کورنۍ جګړې غوندې حالت رامنځته کړ.

پاکستان له هغه وروسته د طالبانو ملاتړ پیل کړ او په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو د کابل کنټرول تر لاسه کړ. د ۲۰۱۱ کال سپتمبر پر ۱۱ نېټه د امریکا پر سوداګریز مرکز له برید وروسته په افغانستان کې د امریکايي مداخلې هم ۱۸ کاله وتلي دي.

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به سوله راشي؟

لومړي سر کې امریکايي ځواکونو ته افغانستان کې هرکلی وویل شو، خو د امریکايي ځواکونو له پرلپسې تېروتنو وروسته په سیمه کې حالت ناوړه بڼه غوره کړه.

اوس افغانان په خپل هېواد کې بهرني ځواکونه نه غواړي، ځکه دوی په هېواد کې د سولې راوستو پر ځای تاوتریخوالی او بې ثباتي ډېره کړې. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هلته د امریکايانو پر ضد تاوتریخوالی ختم شي، خو په دغه هېواد کې به کړکیچ دوام وکړي. په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو په تړاو هم ټول یوه خوله نه دي.

بل لور ته طالبانو اوربند رد کړی دی او پر افغان امنیتي ځواکونو او چارواکو پرلپسې بریدونه کوي. تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې طالبان به څه ډول په واک کې ګډون کوي، ځکه دوی ټاکنیز بهیر رد کړی دی.

امریکایان د افغانستان دغسې بې باوره حالت ته اندېښمن نه ښکاري، ځکه د دوی ټول تمرکز له افغانستانه پر وتلو ورټول دی. که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او حالت خرابېدو تر منځ لږ واټن هم واوسي، امریکايي چارواکو د خپلو خلکو پر قانع کولو بریالي کېدای شي.

د امریکايي پوځ محدود شتوالی

د امریکايي پوځونو وتلو خبره د افغانستان د حالت پر ځای امریکا کې د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو پورې تړلی دی. د یادونې ده چې د هند او پاکستان په تړاو له څرګندونو یوه ورځ مخکې امریکايي ولسمشر په افغانستان کې د امریکا محدود پوځي شتوالي ته اشاره کړې وه.

دا خبره له ډېرې مودې راهیسې یاديږي چې د امریکا دفاع وزارت به د افغانستان پنځو یا شپږو پوځي اډو کې خپل شتوالی وساتي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه موافقه نه ده کړې.

داسې حال کې یو احتمال دا څرګندېږي، چې پاکستان به پر طالبانو د دغه وړاندیز منلو لپاره له خپل اغېزه کار واخلي. په عامه توګه داسې توجیه وړاندې کېږي چې د امریکايي پوځ له شتون سره به په سیمه کې د اسلامي دولت نومې ډلې او ترهګرۍ پر ضد مبارزه پیاوړې شي، خو چین، ایران او روسیه دې موضوع ته د شک په نظر ګوري.

دې هېوادونو سره داسې اندېښنې دي، چې ګواکې امریکايان به دغه اډې د څارنې لپاره وکاروي. بل لور ته به په بشپړه توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو معانا پاکستان ته دا وي چې په سیمه کې د امریکا دلچسپي په کمېدو ده، خو که محدود امریکايي ځواکونه پاتې شي، معانا به یې دا وي چې پر پاکستاني پوځ به د دې پوځیانو تکیه ډېره وي او پاکستان ته به ترې ګټه رسېږي.

هند په افغانستان کې څه کړي؟

هند له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د افغانستان په بیارغونه کې رغنده ونډه اخیستې. هند په ټول کې افغانستان کې په دریو برخو کې تمرکز کړی. دې بنسټیزه اډانه چې لویې لارې، برېښناکوټونه، ټلویزیوني مرکزونه او د پارلمان ودانۍ شامل دي، دویمه برخه د بشري مرستو برخه کې ده، چې ښوونځیو کې د ماشومانو خواړه او طبي اسانیتاوې پکې راځي او دریمه برخه د مسلکي زده کړو برخه کې زرګونه افغان ځوانانو ته د زده کړې ورکړه ده.

د دې زدکړو او روزنې برخه کې هند حکومت د افغان پوځ سرتېرو او افسرانو ته هم روزنه ورکړې او دغه راز د اړتیا پر مهال هند افغانستان ته چورلکې هم ورکړې. له دې مخکې هند د نړیوالو سوله ساتو پوځیانو په ډله کې د خپلو سرتېرو لېږل رد کړي و.

افغانستان ته د هندي سرتېرو لېږلو معانا به دا وه چې دې پوځیانو به د ناټو او امریکايي قومندانانو تر امر لاندې کار کاوه، چې ښايي له کبله یې له پاکستان سره تاوتریخوالی ډېر شوی وای.

که نن هندي پوځیان افغانستان کې موجود وای، د سولې او ثبات ټینګښت پر ځای به داخلي سیاست کې ښکېل کړل شوي وای. دا چې نن د افغان ټولنې په هر قشر کې د هند لپاره ښه نیت موجود دی، دا به نه وای. د هند لپاره په افغانستان کې نیکې هیلې ځکه شته چې هند د افغانستان په کورني سیاست کې د یوه لوري ملاتړ نه دی کړی او د افغانستان په پرمختګ کې یې د یوه باوري ملګري رول لوبولی دی.

 

لوستل شوی 140 ځله