د اوبو او برېښنا وزارت: د کونړ پر سیند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې

د اوبو او برېښنا وزارت: د کونړ پر سیند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې

د اوبو او برېښنا وزارت مسؤلين وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړېدو سروې ترسره شوې او اوس پر تفصيلي ډيزاین کار روان دی.

دا څرکندونې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د سې شنبې په ورځ په جلال‌اباد کې د برېښنا شبکې د غځونې په غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل چې د کونړ پر سيند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې او د تفصيلي ډيزاین چارې يې یوې چينايي کمپنۍ ته سپارلي چې د شپږو میاشتو په موده کې به‌يې دوی ته وسپاري

.

 

ښاغلي عثماني زیاته کړه:

"موږ له هېواده بهر په استانه کې له یوه چينايي شرکت سره قرارداد وکړ، هغوی د شپږو میاشتو په موده کې خپله څېړنه بشپړوي بیا زموږ د وزارت تائيد ترلاسه کوي او له هغې وروسته د نهايي کېدو په خاطر بيا د هېواد اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کېږي."

همدارنګه نوموړي وويل، سږ کال د ننګرهار لپاره لويې پروژې په نظر کې لري چې په عملي کېدو سره به‌یې د دې ولایت ستونزې تر یوه حده اوارې شي.

په دې پروژو کې د حصارشاهي صنعتي پارک لپاره د لمریزې برېښنا جوړېدل او د درونټې بند د ترمیم چارې شاملې دي.

بل‎خوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ابو او برېښنا ریاست نه مننه وکړه چې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یې د برېښنا د شبکې په غځېدو سره چې ۱۹ ټرانسفرمره کېږي د دې خلکو ستونزې اوارې کړې.

 

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"۱۹ مختلف طاقت لرونکي ټرانسفرمرونه نصب شول چې له دې سره د لومړۍ ناحیې د خلکو د برېښنا ستونزه اواره شوه له دې کبله د اوبو او برېښنا وزير نه مننه کوم چې د ښاریانو ستونزو ته‌يې رسېدنه وکړه."

د ننګرهار د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې پروژې په بشپړېدو سره به څلور زره کورنیو ته د نغلو برېښنا مزي وغځېږي.

د کتونکو په اند لا هم د جلال‌اباد ښار د برېښنا ستونزه نه‎ده اواره شوې او اوس‌مهال په دې ښار کې په ۲۴ ساعتونو کې له څلورو تر اته ساعتونو برېښنا نه‌وي.

 

لوستل شوی 1160 ځله Last modified on سه‌شنبه, 31 اسد 1396 19:42

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي