واشنګټن پوسټ: غني محاصره دی د تاوتریخوالي په څېر بې کاري دوام لري

واشنګټن پوسټ: غني محاصره دی د تاوتریخوالي په څېر بې کاري دوام لري

سټارس اېنډ سټرایپس خپرونه په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې داعش د جګ پوړو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه لیکي:

د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې تائید کړه چې په کونړ کې د تېرې پنجشنبې د ورځې په برید کې د وژل شوېو په ډله کې یو هم عبدالرحمن دی چې په وینا یې په دې ولایت کې د دې سخت دریځې ډلې امیر و.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې د عبدالرحمن وژل د داعش پر خراسان څانګې یو بل ګذار دی او زیاته کړې یې ده چې هغه لکه د مخکینیو نورو په څېر وموندل شو او دا ښیي چې افغانستان د دوی لپاره امن ځای نه دی

.

پوځ په دغه برید کې د دې ډلې د درې نورو جګ پوړو مشرانو د وژلو خبره هم کړې ده.

د خپرونې په وینا امریکایي چارواکو دا هم ویلي چې عبدالرحمن یو مخکښ کاندید و چې د ابو سعید له وژلو وروسته په افغانستان کې د داعش د ډلې څلورم مشر وټاکل شي.

واشنګټن پوسټ:

افغان ولسمشر محاصره دی، د تاوتریخوالي په څېر بې کاري هم دوام لري، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یو مطلب د افغانستان او پاکستان لپاره د دې ورځپاڼې د دفتر د مسؤلې پامیله کانستیبل په قلم خپور کړی دی.

لیکواله د مطلب په پیل کې په افغانستان کې د خلکو مخ په زیاتېدونکې نارضایتي، قهر، ناهیلۍ او د سیاسي فرصت طلبي یادونه کوي او لیکي:

دغه وضعیت ته په پام سره په وروستیو دوو میاشتو کې عجیب نوي سیاسي ائتلافونه او ډلې راټوکیدلي چې د اصلاحاتو په ګډون ښې اجنډاوې لري خو د مشرانو ترکیب یې داسې دی چې سړۍ پرې باور نه شي کولای.

د دغو ډلو ځيني مشران یې د قومي ملېشو پخواني قوماندانان، پخواني غیر مؤثر چارواکي او ځوان لوستي کسان دي.

ان دا چې له دغه بهیر سره د پخواني کمونیستي رژیم یو جنرال هم د وطن په نوم نوی غورځنګ سره یوځای شوی دی.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي:

که څه هم د اپوزسیون دغو نوېو ډلو له شخصي غوښتنو نیولې بېلابېلې غوښتنې او شکایتونه راپورته کړي خو په ټوله کې بیا حکومت ته یو ورته پیغام ورکوي او هغه دا چې د ولسمشر اشرف غني حکومت د عامو خلکو په خوندي کولو او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلی.

ولسمشر له خپلو صلاحیتونو له حده زیات کار اخېستی او مختلفو نظریو ته یې پام نه دی کړی.

د واشنګټن پوسټ په وینا هغه باید سمدستي اقدام وکړي، اغېزمن اصلاحات رامنځته او خپل نازک او بې ثباته حکومت ته مشروعیت ورکړي

 

لوستل شوی 1126 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي