شهزادۍ هندیه: امان الله خان پوهېده چې پرځولو کې یې د انګلیسانو لاس و

شهزادۍ هندیه: امان الله خان پوهېده چې پرځولو کې یې د انګلیسانو لاس و

د دې رپوټونو د لړۍ په لومړۍ برخه کې مو وویل چې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شاهزادۍ هندیه په لندن کې د بي بي سي دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه ځینې کیسې وکړې چې تراوسه کله نه دي خپرې شوي.

شهزادۍ په کور دننه د امان الله خان د عادتونو کیسه وکړه، د امان الله خان پر کلکو دیني اعتقاداتو یې رڼا واچوله او دا چې دوه ځلې یې حج کړی و. شهزادۍ هغه مازدیګرونه یاد کړل چې پلار به یې افغانستان پسې اوښکې تویولې.

دوهمه برخه:

شاه امان الله خان او انګرېزان

"انګلیسان...خپل دښمن له یاده نه باسي، خپل دوست هم له یاده نه باسي".

له دې خبرې سره شهزادۍ هندیې د دې له پلار شاه امان الله خان سره د انګلیسانو چلند باندې خبرې پیل کړې. دې په هند او نورو ختیځو هېوادونو کې د انګریزانو نیواک یوازې د دوی د امپراتورۍ په ګټه وباله او ویې ویل "څوک چې استعمار کوي د بل هېواد غم ورسره نه وي، خپله غم خوري."

کله چې د خپل پلار امیرحبیب الله خان تر مړینې وروسته امان الله خان پاچا شو، لاهم افغانستان په خپل بهرني سیاست کې خپلواک نه و او شهزادۍ وایي، پلار یې دا "د افغانانو لپاره د خجالت ځای باله"چې "هېڅ کله یې نیواک کې ژوند نه و کړی" خو "په خپلو بهرنیو چارو کې د انګلیس د وایسرای اجازه واخلي" نو ځکه یې د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو ته نیت وکړ.

له برتانوي امپراتورۍ خپلواکي بېرته ترلاسه کول د امان الله خان د سیاست یوه برخه وه.‌ په کور دننه یې داسې اصلاحاتو ته چې اماني رېفورمونه هم بلل کېږي مخه کړه، چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه درلود.

 

شهزادۍ هندیې د دې له پلار شاه امان الله خان سره د انګلیسانو چلند باندې خبرې پیل کړې.

افغان تاریخپوه اعظم سیستاني وايي، انګرېزانو له فُرصت ګټه پورته کړه او خپلو افغانو جاسوسانو او اېجنټانو ته یې دنده وسپارله چې خلک شاه ته راوپاروي او د رېفورمونو مخه ډب کړي.

خو آیا پخپله امان الله خان هم همداسې فکر کاوه، يا پوهېده؟ دا پوښتنه زما همکار داود اعظمي له شهزادۍ هندیې وکړه.

"هو له دې خبر و.."

د امیر امان الله خان په لېرې کېدو کې د انګرېزانو لاس؟

داود اعظمي

امان الله خان تر لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) وروسته په ۱۹۱۹ کال کې په ۲۷ کلنۍ کې د افغانستان باچا شو.

نوموړی له انګرېزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته د غازي په نامه مشهور شو.

د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته د هندي مسلمانانو امید او پام ده ته و او دی د دیوبند د علماو په لیکنو کې د اسلام د ساتونکي په توګه ستایل کېدی.

د هندوستان مسلمانانو تمه درلوده چې افغان باچا به دوی هم د انګرېزانو له استعمار څخه خلاص کړي.

فلسفي شاعر ډاکټر محمد اقبال لاهوري په ۱۹۲۳م کال کې چاپ شوي د "پیام مشرق" په نامه د خپل نامتو کتاب انتساب د "اعلی حضرت امیر امان الله خان" په ټکو له ده سره کړی او د یوه اوږده شعر په یوه برخه کې یې ورته لیکلي چې:

"نوجوان و مثلِ پيران پخته کار" (ځوان خو کار یې د زړو غوندې پوخ).

امان الله خان چې په کور کې دننه خپلې پښې یو څه ټینګې کړې نو په یوه اوږده بهرني سفر روان شو چې له نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکي جوړ کړي او د هغو هېوادونو له تجربو څخه زده کړه وکړي.

نوموړی د ۱۹۲۷ کال په ډسمبر میاشت کې له هېواده پر سفر روان شو او د ۷ میاشتو په موده کې د ۱۲ اروپایي او اسیایي هېوادونو تر لیدو وروسته د ۱۹۲۸ کال د جون پر ۲۳مه نېټه بېرته هېواد ته راستون شو.

خو پر دې مهال د ده پر ضد تبلیغاتو زور اخیستی و او یو شمېر کسانو پر ده تور لګوي چې ځینې کارونه او تګلاره یې له اسلام سره په ټکر کې دي.

له بلې خوا داسې رپوټونه هم خپاره شول چې نامتو انګرېز جاسوس، ټامس اېدورډ لارنس (Thomas Edward Lawrence) سیمې ته راغلی او د امان الله خان د حکومت د بې ثباتۍ پلان لري.

لارنس، د عثماني خلافت پر ضد د عربانو په راپارولو کې مهم رول لوبولی و، او له همدې کبله د "لارنس آف عربیا(Lawrence of Arabia) " په نامه مشهور دی.

لارنس د یوه عادي عسکر په بڼه کې لومړی کراچي او بیا د ۱۹۲۸ کال د اګست په میاشت کې د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه ته ورسېدی.

میران شاه له ډیورنډ کرښې شاوخوا لس میله لېرې پرته سیمه ده او نوموړی د څو میاشتو لپاره هلته د انګرېز پوځ په یوه مرکز کې مېشت و.

خو په افغانستان او هندوستان کې اوازه خپره شوه چې هغه د امان الله خان د واکمنۍ د را پرځولو په نیت د خلکو د را پارولو لپاره سیمې ته رسېدلی دی.

دغه ګنګوسې چې وغوړېدې نو د برتانیا حکومت په بېړني توګه لارنس لندن ته وغوښتی.

لارنس په قبایلي سیمو کې تر شاوخوا پنځه میاشتې اوسېدو وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنوري په میاشت کې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

خو امان الله خان ته ګډوډي دومره ډېره شوې وه چې هغه د لارنس تر وتلو یوازې څو ورځې وروسته خپله باچهي پرېښوده.

امان الله خان اروپا ته ولاړی او هلته په جلاوطنۍ کې په ۱۹۶۰م کال کې وفات شو.

که څه هم د افغانستان ډېری تاریخ پوهان د امیر امان الله خان پر ضد پارونو کې د انګرېز جاسوس لارنس لاس مني، خو د برتانوي سرچینو لا دا خبره نه ده تایید کړې.

د ۲۰۱۸ کال د فبروري میاشت کې د امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه دلته په لندن کې د بي بي سي دفتر ته راغلې وه.

له نوموړې څخه مې پوښتنه وکړه چې پخپله امیر امان الله خان د ده په را پرځولو کې د انګرېزانو د رول په اړه څه فکر کوی.

شهزادګۍ هندیې وویل، امان الله خان په دې خبر و چې د ده په لېرې کولو کې د انګرېزانو لاس و.

نوموړې زیاته کړه، پلار به یې د هندوستان خلک هڅول چې ازادي په زور اخیستل کېږي، خو انګرېزانو دا خبره نه خوښوله.

په کوردننه پاچا ضد حرکتونه

د امان الله خان پرضد تبلیغاتو کې خلکو ته ویل کېدل پاچا له بهره ځان سره داسې وسایل راوړي چې خلک وژني او له غوښو یې صابون جوړوي. یا دا چې د غریبو کورنیو نجونې ښوونځي ته لېږي او هلته یې بې دینه کوي.

 

د شهزادۍ هندیې په اند، آن کابو ۱۰۰ کاله وروسته هم د افغانستان پر یو شمېر کلیو او بانډو له زدکړې ډار او غلط پوهاوی واکمن دی.

هندیه په کور دننه، د خپل پلار اصلي دښمنان "یو څو کورنۍ" او "له فکري پلوه وروسته پاتې خلک" بولي چې د انګرېزانو په لمسون یې پاچاهي ړنګه کړه.

داسې ښکارېدل چې شهزادۍ له پلار سره مشترکه ناهیلۍ او درد ته اشاره کوی،او ویې ویل " شاه امان الله خان ډېر دښمنان درلودل، فکري وروسته پاتي، او یو څو کورنۍ چې اوس یې نوم نه اخلم ".

بهرنیو دښمنانو د شهزادۍ په اند خپلو موخو ته نشوای رسېدلی، که کورنیو کړیو یې مرسته نه وای کړې، چې د تاریخي اسنادو پر بنسټ یې د ډېرو مشرانو رېښې له یوې سرچینې اوبه څښلې او د امان الله خان د ریفورمونو غلط تعبیر کې یې سره د نظر اتفاق درلود.

د امان الله خان خلاف د په ډېرېدونکي تبلیغ د پراخېدا په تعقیب، د افغانستان د نورو سیمو پرتله کابل ته څېرمه پروان او ننګرهار ولایتونو کې پاڅون دولت ته ګواښ پېښ کړ. ښاغلی سیستاني‌ وايي "وروسته له دې چې دولت د پاڅون د کابو کولو لپاره پوځي ځواک ننګرهار ته واستوه، حبیب الله کلکاني مشهور په 'بچه ی سقاو' پر کابل برید وکړ." ښاغلی سیستاني زیاتوي"دا چې په دفاع وزارت کې یو شمېر کسانو ورسره لار درلود نو د حبیب الله کلکاني د برید مخه یې ونه نیوله."

امان الله خان "د هندوستان له خپلواکۍ سره غرض ونیوه"

نه یوازې د خپل هېواد بلکې د ګاونډي لپاره د خپلواکۍ او اختیار غوښتنه وه چې د شهزادۍ هندیه په وینا یې د امان الله خان د دښمنانو عزم د ده پرځولو ته نور هم کلک کړ.

د پلار له دې کار سره د نه موافقت په څرګندولو شهزادۍ وویل "د هندوستان له خپلواکۍ سره یې غرض ونیوه."

بیا یې د افسوس په ښودلو وویل"که مې بابه جان د افغانستان د خپلواکۍ په اخیستو قناعت کړی وای… پلار او مور به مې پاتې ول او افغانستان به نن د امریکا او پاریس په ډول نه ، خو د ترکیې په شان به و."

 

شهزادۍ هندیې وايي پلار یې دا "د افغانانو لپاره د خجالت ځای باله"چې "هېڅ کله یې نیواک کې ژوند نه و کړی" خو "په خپلو بهرنیو چارو کې د انګلیس د وایسرای اجازه واخلي"

شهزادۍ په هند کې د برتانوي‌ امپراتورۍ پر وړاندې ازادي‌ غوښتونکو خوځښتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل " هندوستان کې به هندیانو غوښتنه کوله چې موږ ته خپلواکي راکړئ، بابه جان به مې ویل، څوک غوښتنه نه کوي، اخلي یې. په زوره یې څوک اخلي."

د برتانوي هند تاریخ او په سیمه کې د برتانوۍ 'شرقي هند' کمپنۍ سیاسي‌ او اقتصادي ښکېلتیا شهزادۍ په لنډې جملې کې راونغاړه او زیاته یې کړه:

"انګلیسان خو پر دې خوښ نه ول چې یو پاچا (امان الله خان) داسې خبرې وکړي، کار یې خرابېده، غرېب کېدل... یو له تر ټولو لوی عاید یې له هندوستانه و. نو (انګلیسانو) باید دا پاچا (امان الله خان) له مینځه وړی وای."

د دوهمې برخې پای

 

لوستل شوی 247 ځله Last modified on پنجشنبه, 10 جوزا 1397 20:57

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي