بغدادی پیر_لسمه برخه

بغدادی پیر_لسمه برخه

ښه شوه، د مکتب نتیجه مو په خپله ولیده، څوک چې معلم ته کېناست، له اسلامیته ووت... _ ماته هره ورځ سلګونه اخلاصمند مریدان راځي... یو هم داسې کوپر نه وایي، ټول صادق !مسلمانان دي.... په علت یې پوه یاست! مکتب یې نه دی ویلی ....یودم مې وژړل .اه! د پیر ژړا! دا نو ډېره سخته وه .ناستو کسانو خواست کاوه، د پیر اوښکې یې نه شوای لیدای :هماغسې مې په ژړا کې وویل سر مې چوي، د ونو، بوټو او ډبرو تېرو کوکو مې غوږونه را کاڼه کړل، ښه دی چې تاسو _ یې نه

اورئ! خو په ټولو کې د جنغوزیو ونې ډېرې ژاړې، وایي چې بغدادي پیر ته سپکاوی ....به دا غرونه بې برکته کړي، موږ نور جنغوزي نه کوو ناست کسان مې پښو ته را ولوېدل، ژړل یې، په ځنګلونو کې یې د برکت پاتې کېدا غوښته... پوهېدم چې د دې خلکو لویه سرمایه همدا ځنګلونه دي، اطمینان مې ورکړ، ورته ومې ویل .چې ونو خو څه مکتب نه دی ویلی چې پیر ته عقیده ونه لري؟ زه به خبرې ورسره وکړم ټوله ورځ مې د خولې خوند بد و، قدم شاه ته مې وویل چې په دې خلکو کې یو مکتبي پیدا شو، نه غلطېده، زموږ چټیات یې رسوا کړل، دا ځوان خطرناکه دی... خو قدم شاه ډاډ راکړ .چې د نیکه او اولس له وېرې به یې بیا ونه وینې نیمه شپه مې سترګې رڼې کړې، به کتابونو کې کړپا وه، قدم شاه مې وښوراوه، وړه بتۍ مې بله کړه، سیم کش شو، یو پر بل ایښې کتابونه ولوېدل، په کش شوي سیم پسې لاوډسپېکر را .ووت :په منډه له سمڅې ووتم، له ملنډو ډک غږ مې واورېد بغدادي پیر خو په ریښتیا هم کرامات لرل. اوس پوه شوم چې د سل، یو نیم سل متره لیرو _ !خلکو نومونه او نورې پټې څنګه ور مالومېدې زړه مې خولې ته راغی، بتۍ مې ور واچوله، د غرمني ږېرې خرېیلي ځوان لاسونه له پېچلي .سیمه ډک ول، دا سیم یې له چینې څخه تر دې ځایه را ټول کړی و :قدم شاه د خواست په ژبه وویل !خیر دی، رسوایي مه جوړوه_ :ځوان وخندل !رسوایي؟_ .قدم شاه تر مټ ونیو، درېواړه سمڅې ته راغلو قدم شاه کتابونه لیرې کړل، کوچینی کارتن یې را وایست، خالص یې کړ، بتۍ ته یې ونیو، تر :خولې له پیسو ډک و. په خواره خوله یې وویل .دا واخله، په ټول ژوند کې به د بل له احتیاجۍ خالص یې، خو خوله به پټه نیسې_ :ځوان ورو وویل زه دومره پست درته ښکاره شوم چې خپل وطن او پاچا ته به خیانت کوم؟! له اوله پوهېدم _ چې تاسو په پوست پاک خلک نه یاست، له ساده خلکو استفاده کوئ، زموږ له دینه ناجایزه ګټه اخلئ، انګرېزانو دا رنګه لوبې په ډېرو هغو هېوادونو کې کړې دي چې واکمنانو یې د دوی اطاعت نه کاوه، دوی پوهېږې چې څنګه جعلي پیر او فقیر جوړ او دا ساده خلک غلط ....کړي :غلی شو، ویې ویل دې خلکو ته که هر څومره  ووایم چې او ساده ګانو! بغدادي پیر د انګرېز جاسوس دی، _ انګرېزان به هغه څوک څنګه خوښوي چې د انګرېز دښمن وي، له انګرېز سره جنګېدلی وي، ماته یې ورکړې وې... نه یې مني! بس، سبا له همدې لاوډسپېکر سره کابل ته ځم، لمنې .به مو پر سر در واړوم :قدم شاه وویل .دې ته دې نو زه نه پرېږدم_ یودم یې د ځوان ژامي ته سوک ورکړ، ځوان پر کتابونو ولوېد، ما یې تر غبرګو ورنونو لاسونه تاو کړل، قدم شاه یې پر ټټر کېناست، د ځوان تر ستوني یې د دواړو لاسو ګوتې تاو کړې، ځوان زور وواهه، خو له دوو کسانو سره یې نه کېده، بېرته مو پرې ایست. تر یو څه وخته پورته، پورته غورزېده، خرهاری یې خوت، خړه ځمکه یې په خپلو نوکانو اړوله... خو .وروسته یې سېکه وخته، بس! دوه، یا درې دقیقې یې ټوپونه ووهل، بیا ارام پرېووت دواړه غلي دېوال ته کېناستو، د خپل زړه دربا مې غوږونو ته راتله. بیا والړ شوو، د ځوان جسد مو له پښو او السونو ونیو، څومره چې مو وس کېده، په سمڅه کې مو مخکې یووړ. .بېرته راغلو، د لاوډسپېکر سیم مې ټول کړ، تر سهاره لړزې نیولی وم قدم شاه تر غرمې دوه ځله پورته را وخوت، ویې ویل چې ځینې قومي مشران دې لیدو ته .راغلي، خو زما په زړه کې د خبرو زور نه و پاتې ماسپښین مې سترګې سره ورغلې، تر ماخستنه ویده وم، شپه مې په رڼو سترګو تېره کړه. اخیر مې د چانسلر خبرې ذهن سره را ټول کړ، یو وخت یې راته ویلي و چې زموږ په کار کې، وېره، رحم او شفقت نه شته، که دې کومه ورځ زړه نری شو، نو پوه شه چې بریتانیې ته .خدمت نه شې کوالی سهار مې ګېډه ډکه کړه، د باندې ووتم، هوا سړه لګېده، د ځینو ونو پاڼې ژېړې وې. کله چې بېرته سمڅې ته ورغلم، لینګي مې ولړزېدل، د ږېرې خرېیلي ځوان نیکه او یو بل له عمره .پوخ سړی ناست و بوډا مې پښو ته را ولوېد، یودم یې وژړل، خپل ورک لمسی یې غوښت... خو ما ورته وویل .چې دلته نه دی راغلی له عمره پوخ سړي مې السونه ښکل کړل، په غریو کې یې وویل چې زه د عبدالله  پلار یم، عبدالله مسلمان هلک دی، پنځه وخته لمونځ کوي، بس! بېګا نه، ها بل بېګاه مو یو څه سپک کړ، ورته ومو ویل چې د خدای دوستان مه خپه کوه... بس! سهار ته بړستن وه، دی نه و، .تېره ورځ مو د ټولو خپلوانو کورونه پسې وکتل، خو ځمکه وچاودېده، عبدهللا پکې ننوت :د سپین ږېرې غږ مې واورېد !یا پیرګله! د خدای روی ومنه، لمسي مې خوابدی کړې، نادان دی، ویې بخښه_ .بوډا ته مې وکتل، رڼې اوښکې یې د ږېرې سپینو ډکو ته ور روانې وې :ومې ویل .....اکا، زه په زړه کې کومه عقده نه ساتم، ډېر خلک به پیر او فقیر نه مني، خو_ :د بوډا ژړا زور ونیو پوهېږم چې ته له زړه صاف سړی یې، حوصله لرې، خو قربان دې شم، ستا سپکاوي به _ .دې کوم مرید پېري ته خوند نه یې ورکړی، عبدالله جان به یې .زورورې ژړا پاتې خبرو ته پرې نه ښود :د بوډا پر ډنګرو اوږو مې خپل السونه کېښودل، ومې ویل زړه دې غټ ونیسه! پېریان زما له اجازې پرته هېڅ هم نه شي کوای. د عبدالله غوندې _ .ځوانان ژر احساساتي کېږي، د تاسو سپکې به یو څه خوابدی کړی وي، په خپله به پیدا شي :د عبد الله  پلار په خواره خوله وویل قربان دې شم، موږ خو خپله وسه وکړه، د عبدالله درک ونه لګېد، خیر دی، تاته څه سخته _ .ده، ړندکي ته ووایه، پیدا به یې کړي .ورته ومې ویل چې سمه ده، درېیمه ورځ احوال واخلئ یوه شېبه کېناستم، فکر مې وکړ، لاسي بتۍ مې را واخیسته، په سمڅه کې مخکې الړم، د عبدهللا جېبونه مې ولټول، کارت، څو پیسې، او یو سپین خامک شوی رومال مې ترې را وایستل. بېرته د سمڅې خولې ته راغلم، کارت ته مې وکتل، عبد الله  په ترکیه کې د انقرې د پوهنتون د دوهم کال محصل و. ده انجنیري ویله درېیم سهار بوډا او د عبد الله  پلار بیا راغلل، د یوه دیني کتاب د اېښودلو پر پلمه مې تار را کش کړ، له پورته سپین رومال را ولوېد. له عمره پاخه سړي په بېړه رومال ور واخیست، خو :بوډا د هغه له ګوتو وایست، رومال یې څو ځله ښکل کړ، په غریو کې یې وویل .دا خو د عبدالله جان رومال دی، څو ورځې مخکې یې خور ورته جوړ کو_ :ومې خندل بس! ړندکي پېري را ووړ، ویل یې چې عبدالله  مې په کابل کې ولید، ترکیې ته یې د تګ _ .تیاری نیوه. ړندکي دا رومال د دې له پاره ترې را پټ کړ چې ستاسو زړه ته ولوېږي له عمره پوخ سړي مې لاسونه ښکل کړل، خو بوډا رومال ته کتل... په لندو سترګو کې یې .ځلا پرته وه :ځان مې خواشینی ونیو خو هلک مو ډېر خوابدی کړی، فکر نه کوم چې تر کال دې شپو دې کوم خط یا احوال _ .درته را ولېږي :له عمره پوخ سړي په خوشالۍ وویل .بس! دی دې خدای ژوندی لري، له خط او احوال یې تېر_ .دواړه روان شول، بوډا رومال په خپلو ګوتو کې ټینګ نیولی و په درېیم سهار قدم شاه چینې ته کښته شو، تندی یې تریو ونیو، ګڼو خلکو ته یې وویل چې سمڅه له پېریانو ډکه ده، زه یې غږونه نه اورم، خو قربان یې شم، پیرګل ټوله شپه د پېریانو د ....ماشومانو د چیغو او شوخۍ له لاسه رڼه تېره کړي تر دې بل لوی ثواب! بس! نر هغه و چې ډېرې ډبرې راوړي، په هماغه ورځ سمڅه لنډه .شوه، د عبدالله مړی، زاړه اخبارونه او څه نور بېکاره شیان تر دېوال ور هاخوا پاتې شول .بله ورځ مو د سمڅې خولې ته لیمڅي ونیول، خو یخني له ګذارې وتلې وه .قدم شاه اوازه واچوله چې بغدادي پیر په دې سمڅه کې ستړی شوی دی، بغداد ته ځي ګڼ خانان او ملکان راغلل، دوی دا د بخت غمی ) بغدادي پیر ( کله بل ځای لورېده. هر یوه به د پیر د پاتې کېدو خواستونه کول، یوه به ویل چې نوې کوټه ورته جوړوم، بل به کال ...ورکوله، بل به پیر مغروره څېره نویلې وه، غلی ناست و، زورورو خلکو به د پیر پر سر له یو بل سره دعوې کولې، وړه خبره نه وه، پیر کور او کلي ته برکت ور ووړ، دا برکت هر یوه غوښت.... خبرې اوږدې شوې، نه سره جوړېدل، اخیر یې زما نظر وغوښت. ماته تر تولو د ملک ځونډي د مېلمنو کوټه ښه وه، دا سړی په یوه لوی کلي پروت و. ژمی هم نه بېکاره .کېدم، له ډېرو ککریو مې د امان الله خان مینه ایستلی شوای په سبا پنځه کسان له څو کچرو سره راغلل، خو د پیر یوې وړې خلطې او څو کتابونو دومره زحمت نه غوښت، پر خپل آس کېناسم، غرمه یوې درې ته ورسېدو، په لویو ډبرو کې د روانو نریو اوبو دواړو غاړو ته د غره لمنې سلګونو خړو کورونو نیولې وې. ځای ځای به .یوه برجوره کال هم ښکارېدله، برجونه یې د مورچو په بڼه جوړ ول سلګونه واړه او زاړه مخې ته راغلل، له آسه کښته شوم، ښی الس مې تر ډېرو پورته نیولی و، د ښکلولو وار نه کېده، وروسته ستړی شوم، هر یوه به په خپله زما ځړېدلی لاس تر خپلو .شونډو ور ووړ بامونه له سرو- زرغونو ټکریو ډک ول، ښځې وې، د ځار او قربان غږونه راتلل.... د ملک ځونډي تر کال اووه پسونه په الره کې حالل شول، د ملک اوږده مهمانخانه د کال پر دېوال پورې نښتې وه، له خټو جوړې زینې یې درلودې، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په سخته پورته وختم... ملک ځونډي له ډېرې خوشالي وازه خوله نیولې وه، په سترګو کې یې غرور ښکارېده. هسکه غاړه ته، دا سړی ګرم نه و، بغدادي پیر په دومره خانانو او ملکانو کې د ده .کوټه خوښه کړې وه تر یو څه وخته له مالیانو او سپین ږېرو سره کېناستم، ځان مې نه بې ارزښته کاوه، قدم شاه .وغږېده ډوډۍ مو وخوړه، ټول لمانځه ته لاړل، خو پیر پښې وغځولې، چا دومره زړه نه درلود چې !بغدادي پیر ته لمونځ او جومات ور یاد کړي .ملک ځونډي ته مې وویل چې ستړی یم، څوک مه را پرېږده .ملک په منډه له کوټې ووت قدم شاه دروازه ځنځیر کړه، مخامخ بل ووړ ور ښکارېده، پورې مې واهه، کوچینۍ کوټه د مکتب له کتابونو ډکه وه. فکر مې وکړ، دا کتابونه مې باید په بل، تر دې ښه وخت کې یاد .کړي وای غږونه راغلل، د لویې کوټې وړې کړکۍ ته ودرېدم، د باندې ګڼ کسان ولاړ ول، له عمره پخې او زړې ښځې هم پکې ښکارېدلې، نه تکیه کېدل، همدا ګړۍ یې د بغدادي پیر لیدل ....غوښتل، خو ملک خونډي ورته ویل چې مبارک ستړی دی، سبا راشئ، اوس ساسموي تر ماښامه چا دومره زړه نه درلود چې دروازه خالصه کړي، ماښام په خپله د باندې ووتم، وار له واره د تودې ډوډۍ بوی راغی. لاندې مې وکتل، پر ډېران سرې چرګې ګرځېدې، یوه ځوان اخورونو ته ولاړې کتار غواوې خلاصولې... ور هاخوا د ګڼو کورنو له موریو ) .دودکشو ( تور لوګي پورته کېدل :د یوه ماشوم ناره مې واورېده .هلې! پیرګل راوتلی_ .په منډه کوټې ته ننوتم ماخستن مې له ملک ځونډي، د کلي له مال او څو نورو سپین ږېرو سره ډوډۍ وخوړه، یوه ماشوم لاسونه را پرې مینځل، کله چې د باندې لاړ، ملک ځونډي اوچت پسې ولاړ شو، غږ یې راته، ماشوم ته یې په زینو کې وویل چې د پیر صېب د لاسونو مبارکې اوبه غواوو ته .کېږده، د سلو مرضونو دوا ده .شپه مې توده تېره کړه، تاوخانه ښه لګېده درې ورځې مې تاویذونه ورکول، خو د کلي ناروغان او د دعاوو غوښتونکي نه خلاصېدل. وروسته د نورو کلیو خلک را مات شول، د ملک د کوټې تر مخ په درجنونه خرې ولاړې وې، پر مالو به یې سرې، شنې بړستنې او توشکونه پراته ول، زړې او له پښو لوېدلې ښځې .به پر خرو راوړل کېدې ستړی وم، چاره نه وه، خو د هوا په سړېدو سره د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوه، له غرمې .وروسته به مې په ارام زړه خوب کاوه دې لوی کلي دوولس جوماته لرل، خو تر ټولو لوی جومات د ملک ځونډي و. کله کله به مال صېب په خواره خوله جومات ته د ورتلو بلنه راکوله، خو ما به خلک بانه کړل، خو اوس ګڼه .ګوڼه کمه شوې وه، دا خبره نه چلېده یو مازدیګر په نه زړه جومات ته ورغلم، د مال صېب په ټینګار کتارونه راپسې ودرېدل، د پټې خولې لمونځ و، ستونزه مې نه درلوده، خو د ماښام آذان مې زړه وخوړ، مال صېب ته مې .وویل چې ستا په څېر لوی او سپین ږېری عالم به څنګه راپسې درېږي :یو ټیټ غږ راغی .قربان یې شم! دې ته وایي د پیرګل خاکساري_ مال صېب کلیوالو ته وکتل، په سترګو کې یې غرور پروت و. نه و ملامت، د بغدادي پیر غوندې لوی عالم پسې درېده. مخکې شو، خو د ملک ځونډي او ځینو نورو کلیوالو ټنډې تروې شوې، د پیرګل په امامت کې یې ډېر ثوابونه لیدل، ومې ویل چې سپین ږېری دی، زړه .یې مه ور ماتوه وروسته مېلمستیاوو زور ونیو، هر یوه غوښتل چې د کور دسترخوان یې برکتي شي، خو ما .به یواځې د هغو کسانو غوښتنې منلې چې خبرو یې پر نور تاثیر درلود یوه ورځ ملک ځونډي راته کېناست، واده یې غوښت، خو د توتکۍ پلار ورته ویلي و چې د هوا تر تودېدو پورې به نه سره په عذابوو. خانګل مې را وغوښت، په سخته مې قناعت .ورکړ یوه اوونۍ وروسته واده تیار شو، ورځ په ډولونو تېره شوه، مازدیګر یې ناوې راوړه، د نکاح .په وخت کې د ملک ځونډي نوې سرې کړې ږېرې د څراغ ژېړې رڼا ته سره لبمه کوله کال له ښځو ډکه وه، تر ډېره د چمبې غږ راته، ملک ځونډي له موږ سره پرېووت. یو وخت چیغې شوې، قدم شاه څراغ ولګاوه، حاجي ځونډي پر خپل ځای ناست و، پکه ککرۍ یې ځلېدله. یودم د کوټې دروازه له دېوال سره ولګېده، دوې زړې ښځې راغلې، ژړل یې... خبره .مالومه شوه، توتکۍ په نیمه شپه کې تښتېدلې وه ملک په بېړه د باندې ووت، کړکۍ ته ودرېدم، د ناوې تېښته د پټېدو نه وه، په کلي کې بل ....څراغونه ګرځېدل سر مې ولګاوه، لس بجې له خوبه را پورته شوم. ملک راغی، ژړل یې... ویې ویل چې په توتکۍ پسې یې ټول کلی ولټاوه، پیدا یې نه کړه... ژړا یې زور ونیو، د بوډا زړه ته لوېدلې وه چې توتکۍ له کوم چا سره تښتېدلې ده، ملک خپل عزت په خاورو کې لید، دا لویه رسوایي یې .نه شوای زغملی،همدا ګړۍ یې له خدایه خپل مرګ غوښت یودم د توتکۍ وروستۍ خبره په ذهن کې راتېره شوه (( ژېړ کمر خو شته. (( :زړه مې ولړزېد، ومې ویل !ژېړ کمر چېرې دی؟_ .ملک په لندو سترګو راته وکتل :همدا خبره مې بیا تکرار کړه، ملک په غریو کې وویل .د هدیرې پر سر_ د باندې ووتو، تر کورونو تېر شوو، ور هاخوا هدیره پرته وه، پر شناختو ټومبلې رنګارنګ .ټوټې باد وهلې... مخکې لاړو، د غره په ډډه کې تېره هسکه ژېړه پرښه ولاړه وه لاندې مې وکتل، لیرې پر یوې غټې ډبرې سور ټکری پروت و، منډه مې ور واخیسته، د واده .په جامو کې ځوانه نجلۍ په خپلو وینو کې پرته وه .ملک ځونډي را ورسېد، ساه یې لنډه لنډه کېده، شکرونه یې ایستل، عزت یې پر ځای پاتې و د توتکۍ جنازه وړه وه، ان مال هم نه ورته، ویل یې چې نجلۍ ځان وژلی، نه بخښونکې ګناه .یې کړې، جنازې ته به څنګه ورځم! خو ما مجبور کړ، په نه زړه ورغی .ناروغه شوم، سرې تبې مې کېدلې، د نجلۍ په وینو سور تندی مې له ذهنه نه ووت د توتکۍ د مرګ په اتمه ورځ د ملک ځونډي اتیا کلنه مور مړه شوه. ملک له خیرات پرته د .مور خاورو ته سپارل لویه بې غیرتي ګڼله، جنازه یې سبا ته پرېښوده جنازې ته دوه، دوه نیم زره کسان راغلل، مالیان وغږېدل، یو کال مخکې به لا ملایانو د خبرو په پیل او پای کې امان الله خان ته دعاوې کولې، دا عادل پاچا یې پر ځمکه د خدای د عدالت سیوری ګاڼه... خو پیر بغدادي خپل کار کړی و، اوس ملایان پر پاچا تېز ور تلل، له ...نوم سره یې د ) غازي ( ټکی نه یادوه. یوه خو ان پاچا د کوپر په څنډه ولاړ لید له مانه د خبرو د کولو هیله وشوه، ضرورت مې نه لید، کومې خبرې چې به ما کولې، نورو وکړې. خو بیا مې هم یوه خیالي کیسه ورته تېره کړه، ومې ویل چې څو ورځې مخکې د شور بازار حضرت صېب مبارک نور المشایخ امان الله خان ته ورغلی و، ورته ویلي یې وو چې په کابل عیاشي ډېره شوې ده، چاره یې وکه، خو دا خبره پر پاچا بده لګېدلې وه، مبارک یې ...درې شواروزه په تشناب کې بندي کړی و ...د شور بازار حضرتان مشهوره ول، خلکو نالیدلي پېژندل. ټولو ژړل خبرې مې را لنډې کړې، ومې ویل چې نور وخت مه تېروئ، جنازه هدیرې ته یوسئ! تر دې .زیات د مړي ساتل حرام دی غرمې ته کتار ولاړو خلکو د لندې ډوډۍ سلګونه کاسې یو بل ته ورکولې، دا کاسې د جومات ....تر مخ لویې فرش شوې میداني ته تلې، له کاسو مړه تاوونه پورته کېدل ورځ مې ستړې تېره کړه، خو د ملک ځونډي یې کور ودان، په غم کې یې هم د پیر هوساینه په یاد وه، شپې ته پاتې شوي له لیرو ځایونو راغلي خانان او ملکان یې د خوب له پاره په .کورونو تقسیم کړل .د مکتب د کتابونو د یادولو له پاره مې تر دې ښه وخت نه شو موندلی :برخه—۳۳ سهار وختي مې د دروازې پر سر له ایښې قران شریفه اووه جامې ) ټوټې ( خالصې کړې، بیا مې د جاسوسي د وسایلو له خلطې یوه سپرې را واخیسته، دا سپرې د اوښکو د بهېدو له .پاره وه، یو پاو به له سرو سترګو رڼې اوبه تلې له لمر ختو سره د پښو دربی شو، مېلمانه د چایو له پاره کوټې ته راتلل. سپرې مې سترګو ته .ونیوله، له فشس سره مې سترګې وسوځېدې، څادر مې پر سر راکش کړ، غلی کېناستم دروازه خالصه شوه، د سلام اوازونه راغلل، خو زه سونګېدم... د ملک ځونډي حیرانه غږ مې واورېد، له قدم شاه یې د خیرت پوښتنه کوله، خو قدم شاه ورته وویل چې پیرګل له نیمې .شپې راهیسې همداسې ژاړي :پر ځنګنو مې لاسونه ولګېدل، د ملک ځونډي غږ مې واورېد قربان دې شم، څه خبره ده؟_ :څادر مې لیرې کړ، د ملک ځونډي سترګې رډې را وختې؟ ورو یې وویل !ولې ژاړې؟_ :یودم په احساساتو راغی .چا خو به نه یې خوابدی کړی، را ته ووایه! ښځه راباندې طالقه، که د ژوند څکه رانه وکي_ .ناستو کسانو ته مې وکتل، له وېرې ډکې، حیرانې سترګې یې راته نیولې وې :په غریو کې مې وویل .مه پسې ګرځه! کومه خبره نه ده_ .خو ملک ځونډي کله پرېښودم، د پیرګل ژړا وړه خبره نه وه :په خواره خوله یې وویل .قربان دې شم، زړه مې چوي، راته ووایه، دا سرې سترګې خو دې بې څه نه دي_ :ومې ویل !په دې وړه کوټه کې دا کتابونه څه کوي؟_ :ټولو یو بل ته وکتل. ملک ځونډي په خواره خوله وویل تر تا مې ځار کې، دا خو یې دا څو میاشتې مخکې له کابله راوړل، ویل یې چې د څړمني ) _ پسرلي( په اوله میاشت کې به په کلي کې مکتب جوړېږي. یواځې موږ نه، ټولو کلیو ته یې د .اول او دوهم صنف کتابونه راوړي دي :ټنډه مې تروه کړه !تاسو قران شریفونه غواړئ، که د مکتب کتابونه؟_ ....ټولو یو بل ته وکتل :یودم مې وژړل، ژړا مې تېزه کړه، په کوکو کې مې وویل بېګا مې قرآن شریفونه په خوب لیدل، د کلي له کورونو یې منډې وهلې، مخې ته یې _ !ودرېدم، ورته ومې ویل چې څه خبره ده! ولې کلی پرېږدئ؟ دوی په دې وړه کوټه کې ایښي د مکتب دا کتابونه یادول، ویل یې چې زموږ او د کوپري کتابونو نه سره کېږي... خوای مې ورته وکړ، ومې ویل چې دا خلک تک، سپین مسلمانان دي، پیران مني، خیر دی، زه به یې پوه کم، که یې خبره نه منله، الره خو مو چا نه ده نیولې. .بس! په سخته مې را وګرځول ملک ځونډي د وره سر ته وکتل، سترګې یې رډې را وختې، پوهېدم چې په ذهن کې یې څه .ور ګرځي! پورته ایښي قران شریف به خامخا د تېښتې پر وخت خپلې جامې لیرې کړې وې ....د پزو سونګا راغله، ناستو کسانو ژړل ملک ځونډي په بېړه والړ شو، قرآن شریف یې تر ډېرو په خپل ټټر پورې ټینګ نیولی و، !توبې یې ایستې، ژړل یې.... وروسته یې یودم چیغه کړه !بارانه_ !یو خیرن ځوان راغی، له جامو یې د خوشایو بوی ته :ملک ځونډي وویل .هله، دوه، درې نور مزدوران هم درسره که، همدا اوس به له وړې کوټې ټول کتابونه باسې_ :خیرن ځوان په خواره خوله وویل !د کور کوټو ته یې یوسو؟_ !ملک چیغه کړه .وه کم عقله، کور ولې بې برکته کوې، چېرته یې وغورځوه_ :په ناستو کسانو کې یوه چاغ سړي وویل ملک صېب! دا کتابونه ما لیدلي، بسم الله پکې لیکلې، د خدای او رسول له نومونو ډک دې، _ .ګناه لري، که زما منې، په اوبو کې دې یې واچوي !د ملک ځونډي ټنډه لا پسې تروه شوه همدا څو ټکي یې ام د اعتبار له پاره پکې راوستي دي، هر چېرته چې یې وړې، مخصد ) _ !مقصد) له کلي یې ورک کئ :یو بل ډنګر سړي وویل ښه خبره ده، دا کتابونه یې موږ ته هم را لېږلي دي، ورک به یې کو، خو له حکومت سره _ !به څه کوو؟ :ملک ځونډي څو ځله خپل سر وخوځاوه، ټنډه یې تروه شوه، ورو یې وویل هی هی! له ایمانونو خالص یاست، له خدایه نه وېرېږې، له حکومته مو زړونه چوي، ښځې _ خو نه یاست، لونګۍ مو تړلې، تر دې به بله کومه سخته ورځ درباندې راځي چې قرآن شریفونه مو له کورونو تښتي! وایم که یې څه ویل، وچ یې پر دا تندي ولئ، مردار یې کئ، تر ....دې بله لویه غزا به چېرې پیدا کئ .وړه کوټه په هماغه ورځ له کتابونو تشه شوه لومړۍ واورې، غرونه سپین کړل، دوهم ځل اوارې ته راغله، درېیمې ورېدا، د کلیو الرې .وتړلې ژمی په مزو روان و، ګرمه بخارۍ، د لاندې او چرګانو غوښې، مېلمستیاوې او خوبونه! بس! څو ځله د سویانو ښکار ته هم لاړو، په واوره کې به د سوی پلونه اسانه موندل کېدل، په پلونو پسې به مو ګامونه واخیستل، سوی به منډه کړه، خو ملک ځونډي کلیوالو ته ویلي و چې پام! تازیان به نه ور پرېږدئ! د پیر صېب باید پام غلط شي، کوم سوی چې به د پیر د ټوپک له ګولۍ روغ ووت، بیا به تازیانو منډې پسې وهلې.... د ښکار سویان به ډېر ول، خو د پیر صېب ویشتلي سویان به همالته ټوک ټوک شول، یوه یوه ټوټه غوښه به یې د تبروک له پاره .کورونو ته وړل کېدله د ژمي د وروستۍ میاشتې په پای کې واوره ټوله شوه، خلک بیا را مات شول، ان د کرښې د ....ها غاړې قبایل به هم دم او دعا ته راتلل یو مازدیګر په جومات کې ناست وم چې راجندر راغی، راجندر عیسوې و، په ملتان کې یې د .بریتانیې په پوځ کې لویه وظیفه درلوده .د وارخطایۍ خبره نه وه، بغدادي پیر ته ډېر کسان راتلل، یو یې هم راجندر لاس مې د ښکلولو له پاره ور وغځاوه، راجندر را ټیټ شو، ناڅاپه مې ټول ځان ورېږدېده، د .راجندر له غاړې په ژېږ ځنځیر پورې پېیلی غټ صلیب را وځړېد .په سترګو مې اشاره ورته وکړه، خو ساده راجندر زما پر لاس را پرېووت صلیب نو د پټېدو شی نه و، هر څوک جې د ډیورنډ تر کرښې اوښتي ول، کلیساوې به یې .خامخا لیدلې وې :لومړی مې یو ټیټ غږ واورېد !نصارا دی_ !بیا ګونګوسې شوې... وروسته یوه ناره کړه .کاپر جومات ته راغلی .  نوربیا

لوستل شوی 68 ځله Last modified on شنبه, 04 سنبله 1396 14:17

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي