بغدادی پیر_اتمه برخه

بغدادی پیر_اتمه برخه

کله راځي، زما خبره پر ځمکه نه اچوي، که دلته د کوچیانو په هر ټبر کې و، پیدا به یې کم او .تر دې ځایه به یې خپله درته راولم دوې ورځې ووتې، د حاجي ناټک او لېوني غلام دستګیر درک مالوم نه شو، بل سهار مې .چینې ته نږدې یوه وچه ونه وهله چې دوه سپاره راته ودرېدل :د قدم شاه ټیټ غږ مې واورېد .بچو! اوس به څه کوې؟! د کراماتو له ځایه هم لیرې یې_ :غلی شو، ویې ویل !ماته کوچیان ښکاري، په دوی کې خو به کوم یو لېونی غلام دستګیر نه وي؟_ :مازې شونډې مې وخوځېدې .نه! لېونی له حاجي ناټک سره راځي_ راغلو کسانو آسونه پر ونو پورې وتړل. دواړو له رنګه تورې لمر سوځولې څېرې درلودې، .یوه ټوپک او توپانچه، دواړه تړلي وو، له بل سره یواځې توپانچه وه :مخکې راغلل، ټوپک تړلي، سور

سترګې له ونې لوړ، هډور سړي په ډډ غږ وویل !کوم یو پیرګل یاست؟_ .یو ګام ور مخته شوم :سور سترګې وویل ښه نو، دا ټګ ته یې چې خلک دې له غریبۍ ایستلي دي؟_ په زړه کې مې خوشالۍ منډه واخیسته، دې سړي پیر ته عقیده نه درلوده، نو له لېوني دستګیره پرته بل څوک نه و. لږ تر لږه د ده د نوم په اخیستلو خو مې یو څه کرامات ښکاره کوالی .شوای :سور سترګې ته مې وکتل، ومې خندل !غلام دستګیره! ډېر په غصه یې_ .سور سترګی له خندا شین شو، خو د ده تر څنګ له بدنه د کمزوري سړي ټنډه تروه وه :سور سترګې په خندا کې وویل !!!څه دې وویل! غلام دستګیره_ بېرته یې خپلو تشو ته لاسونه ونیول، دا ځل یې خندا تېرې نارې ته ورته وه. ښه شېبه یې :وخندل، بیا یې هماغسې په خندا کې وویل .د دې خو پېریان هم تابع دي_ .بیا یې خندا ته خوله وازه کړه، خو دا ځل یې خندا لنډه وه .ښه نو، زما نوم خو دې واخیست، نو دا زما ملګری څه نومېږي_ .غلی وم :سړي مخامخ وکتل، ویې ویل !هاغه ونه راته راوله_. !بله خبره یې وکړه ووایه! نن سهار مې څه وخوړل، هه؟! څو اوښې لرم؟! پلار، تره، نیکه مې څه نومېږي؟!! _ .د یوه نوم راته واخله .غلی وم سړي زما تر اوږدې ږیرې خپلې ګوتې لاندې کړې، د زنې پر لاندینۍ برخې مې یې زور :راووست. په غوسه یې وویل !څه عورته ( ښځه ) خو نه یې! ماته وګوره_ :د قدم شاه وېرېدلی غږ مې واورېد !پیر صېب مه په عذابوه! که نه نو ښه ورځ به ونه وینې_ .سور سترګی ور وګرځېد، قدم شاه منډه واخیسته، څو ګامه لیرې ودرېد :سور سترګې په ملنډو وویل !ښه ورځ؟_ :مخامخ راته ودرېد، ویې ویل زه هسې هم ښه ورځ نه لرم، تر اوسه مې څلور مړي کړي، د خپلې کډې (ښځې )او _ .کوچنیانو رنګونه رانه هېر دي. نن دا غر، سبا ها غر، یوه شېبه هم خپل ژوند ته تمه نه لرم :غلی شو، په ملنډو یې وویل .خو ته اوس ړندکی پېری را وغواړه، خیر دی! یا چوف راباندې وکه، اور را واچوه_ .غلی شو، مخ یې را نږدې کړ، په ساه کې یې د نصوارو بوی ګډ و :ورو یې وویل .پوهېږې! زه تور باز خان یم، غلام دستګیر مې تر څنک ولاړ دی_ لینګې مې ولړزېدل، پر نیمه وهل شوې ونې پورې مې لاس ونیو. لېوني غلام دستګیر ته مې وکتل، معصومې وړې، تکې تورې سترګې یې درلودې، داسې نه ښکارېده چې تر دې دمه دې .د کومې چرګې غاړه هم پرې کړې وي :په لومړي ځل مې د لېوني غلام دستګیر غږ واورېد له ما سره دې څه کار و؟_ .اه! تر اوسه له داسې ورو او ارام غږه نه وم وېرېدلی .غلی وم :غالم دستګیر وویل پاړه چنار ته تلم، خو حاجي ناټک مې نه شو خپه کوالی، لاره مې کږه کړه، د شپو او _ .ورځو مزل راته پاتې دی، خبره لنډوه :ومې ویل !یواځې درسره غږېدای شم؟_ :دسور سترګي غوسه ناک غږ مې واورېد !ملنډې مه وه! زما او د غلام دستګیر تر مینځ هېڅ هم پټ نه دي، خبره وکه_ خو غلام دستګیر ګامونه واخیستل، ورپسې ورغلم، د یوې څېړۍ سیوري ته ودرېد. پوهېدم :چې د سولې خبرو ګټه نه کوله! سل زړونه مې سره وتړل، ومې ویل !ستا توپانچه غواړم_ :د سړي په تور مخ کې شینوالی راغی، مخکې تر دې چې څه ووایي، ما وار ړومبی کړ ستا تړلې توپانچه یو ډز کوي، خو ته بدي دار یې! پوهېږم! هوښیار سړی یې! په داسې _ توپانچه کې به څه ونه وایې چې اووه ګولۍ خوري، بس! یواځې ماشې ته ګوته ور وړه. که .دې دښمن اووه ساوې درلودې، نو هغه بېله خبره ده، که نه، په روغو پښو نه شي درنه تالی .کوچي وچې سترګې راته نیولې وې :ومې ویل یو دوربین هم درکوم، له دې ځایه یې د هاغه غره پر سر ګوښې ولاړې ونې ته ور واچوه، _ !پاڼې به یې وشمېرې. پیسو ته هم تیار یم، بس! غږ کوه :کوچي وویل !دا توپانچه ولې دومره درباندې ګرانه ده؟_ :ومې ویل !په بیه کې یې زه څه نه وایم، علت یې ته مه غواړه :یوه شېبه غلی و، بیا یې سر پورته کو !ته څوک یې؟_ :ومې ویل .پیري مې ته نه منې، نو اوس داسې فکر وکه چې له یوه عادي سړي سره سودا کوې_ :ویې ویل .دا سودا مې خوښه شوه_ دواړه مخکې لاړو، لېونی غلام دستګیر له چینې سره راته ودرېد، ګریس بنده انګرېزي .توپانچه، دوربین او څه پیسې مې ورته راوړې .شېبه وروسته مې په دوو کوچیانو پسې تر هغو کتل چې په ګڼو ونو کې ننوتل بېرته پورته وختم، توپانچه مې په څو ټوټو کې وپېچله. بله ورځ مې د کریم داد یوه کلیوال ته .وویل چې دا امانت به همدا نن تر خانه ور رسوې له ځان سره مې حساب وکړ، د کریم داد کلي یوه ورځ د آس مزل غوښت، نو دا کلیوال به نن شپه ناوخته، کلي ته رسېږي، خان به سبا ورځ د راتګ تیاری نیسې، که بل سهار لمانځه مهال .حرکت را وکړي، نو مازدیګر یې دلته بوله د شپې مې تبه شوه، تر ډېره خوب نه راته، یو وخت مې اوږې وخوځېدې، قدم شاه و، ویل یې .چې کریم داد له چینې سره والړ دی .د غار خولې ته مې وکتل، د لمر ژېړه رڼا پر تیږو پرته وه :قدم شاه وویل !ماسپښین دي .حیران شوم، د کریم داد دومره ژر او ناڅاپي راتګ ته مې تیاری نه درلود بدنۍ مې را واخیسته، مخ ته مې څو لپې اوبه ور واچولې. د غار خولې ته ورغلم. یو له عمره .پوخ ځوان پورته را وخوت، له چینې سره څو وسلوال کلیوال ولاړ ول .بېرته پر خپل ځای کېناستم .کریم داد راغی، زما پر ښي لاس یې مازې شونډې ولګولې. مخامخ راته کېناست .د هغو پړسېدلو سترګو یوه خبره کوله، ټوله شپه یې مزل را کړی و :کریم داد وار له واره توپانچه راته کېښوده، ورو یې وویل !پیر صېب! خپه نه شې، دا توپانچه دې له کومه کړه؟_ :کله مې په دومره اسانۍ ځواب ورکاوه، ومې ویل !مه پسې ګرځه :د سړي په ټنډه کې ګونځې پیدا شوې، په نا ارامه غږ یې وویل .ته پوهېږې! دا توپانچه_ :په خبره کې ور ولوېدم ولې نه پوهېږم! دا توپانچه ستا ده، ته بدي دار یې، دښمن لرې، خوب یې درباندې حرام _ ....کړی دی، له ونې، ډبرې... هر څه وېرېږې غلی شوم، داسې مې وښوده چې (د ته پوهېږې) خبرې خوند نه دی راکړی. کریم داد وخندل، :خو پوه شوم چې دا خندا مصنوعې ده، په پوست غږ یې وویل قربان دې شم، ته په هر څه خبر یې! خو خیر دی، دې بې خبره بنیادم ته ووایه چې دا _ !توپانچه دې له څه وه؟ :ومې ویل !که درته ووایم چا راته راوړه، نه یې منې؟_ :یودم رامخته شو، ویې ویل قربان دې شم، موږ له پلار، نیکه د تونسې د پیرانو مریدان یو. کافر مه رانه جوړوه، چې _ !ستا خبره مې زړه ته ونه لوېږي، نو د چا خبره به منم :ومې ویل .ړندکې پېري راته راوړه_ !ولې؟ ویل یې چې یوه ورځ د یوه کلي پر سر تېرېدم، یو خان مې ولید، د عزت او ابرو سړی و، _ خو د یوه خیرن کوچي له وېرې د باندې نه شوای را وتی. ان جومات ته هم نه ته. دې خان ته .په کلي او اولس کې یو لوی پېغور ور پاتې و، توپانچه یې کوچي ورنه وړې وه .د سترګو له کونجه مې کریم داد ته وکتل، سر یې وځړېد :ومې ویل دا دوې ورځې مخکې بیا ړندکی رغی، دا توپانچه ورسره وه، ویل یې چې لېونی غلام _ دستګیر ویده و، توپانچه مې ترې را واخیسته، اوس غواړم چې دا توپانچه بېرته کریم داد ته ور وړم، خو ما منع کړ، ورته ومې ویل چې دا خلک له جنیاتو سره نه دي بلد، که دې کریم داد دا اوږدې داړې او پر اوږدو وېښتو پټ ځان وویني، نو داسې بوله لکه لېونی غلام دستګیر ....چې ورته ولاړ وي، زړه به یې ټک وچوي. توپانچه به زه د کوم بنیادم په لاس ور ولېږم :کریم داد تر ډېره غلی و، بیا یې راته وکتل، په جینګه خوله یې وویل !یو کار به نه راته وکې؟_ :ومې ویل !اول یې راته ووایه_ :سر یې وځړېد، غریو واخیست !له دې لېوني سوډره به مې نه کې بېغمه_ .پوهېدم چې دې خبرې ته به اخیر راځي، خو دومره ژر مې یې د اورېدو تمه نه درلوده :ومې ویل !خو زه له لېوني غلام دستګیره سره کومه ستونزه نه لرم_ :کریم داد تر ډېره ځمکې ته کتل، بیا پرته له دې چې راته وګوري، په غریو کې یې وویل زه غلی سړی یم، خدایکه مې تر اوسه پر میږي هم پل ایښی وي، خو خدای په لېونو _ واړولم، کال مخکې د لېوني غلام دستګیر کشر ورور زما فصله ته خپله رمه ور پرېښې وه، سم په انسانیت ورسره غږېدم، بس! د څو کلیوالو تر مخ یې پورې وهلم، انسان دی، ماغزو مې کار پرېښود، همالته مې وویشت. مرکې کېناستې، هرې پرېکړې ته تیار یم، شل ټوپکه او .ډېرې پیسې مې ورته ومنلې، خو لېونی غلام دستګیر اووه ښځې غواړي :غلی شو، پر څادر یې سترګې پاکې کړې، په غریو کې یې وویل !پر ما مې درې خویندې او دوې لوڼې تر ځان هم ګرانې دي. څنګه به یې اور ته اچوم_ :غلی شو. یودم یې راته وکتل، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، ویې ویل ته ووایه! دا غوښتنه په کوم کتاب کې روا ده؟! لېونی غلام دستګیر نه پیر مني، نه فقیر، تر _ اوسه یې اووه مړي کړي، قربان یې شم، دوه یې ستا غوندې ګاللي پیران ول. تخته کېدا یې .بې ثوابه نه ده :تندی مې تریو کړ !!څه پیران!! پیران یې وژلي؟_ :د کریم داد غږ یو ناڅاپه ژوندی شو، غبرګ لاسونه یې پر ځمګه ولګول، یو ګام را وښویېد .هو صېب! که یې نه منې له خلکو پوښتنه وکه_ :ځان مې خواشینی ونیو !نو دا سړی خو په ریښتیا هم ډېر مضر دی_ :په خوند یې وویل بالکل! پر لړم او غونډل باید پښه کېږدو. بس! قربان دې شم، تاته څه سخته ده، ړندکي ته _ .ووایه، چاره به یې وکي :ومې ویل !اتمه ورځ احوال واخله_ :د سړي سترګې وځلېدې !مانا، تخته کوې یې؟_ :ومې ویل اوس څه نه شم درته ویلی، فکر به وکم، خو پام! له دې خبرې باید بل څوک بوی هم یو نه _ .شي .کریم داد مې پر لاسو را پرېووت، دا ځل یې مچې ډېرې تودې وې :په خوند یې وویل .که دې دا کار وکړ، نو وبه مې ګنډې، ټول عمر به دې غلام یم_ :ومې ویل !خو لېونی غلام دستګیر له بوټې نه دی پیدا، له تربرونو سره به یې څه کوې؟_ :په خبره کې را ولوېد له تربرونو سره یې لوېدلې ده، په کم شي غاړه راسره وړي، بس! ته د دې سوډر چاره _ .وکه، له نوره سره سوله اسانه ده د باندې ووت، شېبه وروسته مې قدم شاه را وغوښت، نېغ مې ورته وویل چې د لېوني غلام !دستګیر سر غواړم ...د قدم شاه سترګې رډې را وختې پوه مې کړ چې ځینې هدفونه په اسانه نه ترلاسه کېږي په سهار مې له حاجي ناټکه د چکر په پلمه یو یرغه ) تېز ( آس را وغوښت. کوچینی کاغذ !مې ولیکه، قدم شاه ته مې وویل چې تر خپله وسه به چټک ځې .موږ ته د انګرېزانو تر ټولو نږدې قرارګاه، د آس درې ورځې مزل غوښت دا لویه قرارګاه د ډیورنډ د کرښې پر هاغه غاړه پرته وه، چانسلر د قرارګاه مشر نیلسون ته .امر کړی و چې زموږ هره غوښتنه به په پټو سترګو مني .ډاډه وم، لېونی غلام دستګیر په اسانه موندل کېدای شوای، ده په ټول پاړا چنار کې نوم درلود یواځې شوم، خو وخت مې بېکاره نه تېراوه، په خلکو کې درېیم با رسوخه کس د شېخ جیلاني په نوم یو لوی مولوي و، دې بوډا یوه لویه مدرسه درلوده، ګڼ طالبان یې روزل، خو دې طالبانو مصرف غوښت، ځینو شتمنو مرسته ور سره کوله، خو د شېخ طالبان ډېر ول، کله کله .به ان په وچه ډوډۍ کې هم باقي شو په لومړۍ ورځ مې له شکرانې پاتې یو په غوښه پټ پسه ور ولېږه، دوهمه ورځ مې دوه .کړل، خو د شېخ درک ونه لګېد یو کلیوال مې وغږاوه، ویې ویل چې شېخ به ډېرې پیسې له دم او تاویذ پیدا کولې، د کور او .مدرسې ګوزاره یې ښه روانه وه، خو تا یې بازار ور سوړ که، ښه یې نه ایسې درېیم سهار مې بل پسه ور ولېږه، خو لا یې بد اېسېدم، خو هماغه غرمه مې یو اوږد لیک ورته ولیکه، ومې لیکل چې څلوېښت زره پېریان مې په واک کې دي، هر څه را رسېږي، نه د شکرانې په پیسو پسې ګرځم او نه هم پسونه، سېرلي، چرګې، هګۍ... اهمیت راته لري. که ....تشریف راوړې، نو بغدادي پیر دې له خوارې ورځې ایستلی شي خط کار وکړ، شېخ پر خره سپور راغی. ستړې مشې یې توده وه. کېناست، یو ساعت یې د علماوو د اهمیت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې که زما او ستا غوندې علما نه وي، نو عامیان به کوپر او اسلام سره ګډ کړي... هم به له دې دنیا ووځي او هم به یې اخیرت خراب وي... نه به په نکاح پوهېږي او نه به هم د جنازې لمونځ ور مالوم وي، ان داسې څوک به ....ونه مومي چې د ماشوم په غوږ کې آذان ور وکړي بوډا اوږدې خبرې وکړې، په هره خبره کې به یې لومړی ځان او بیا ماته ګوته نیوله، ویل به ....یې چې دا موږ علما بوډا ته مې وویل چې هر سهار یو طالب رالېږه، دی به ټوله ورځ د شکرانې پسونه، سېرلي... .پیسې ټولوي، مازدیګر به له څارویو او ډک جېب سره در روان وي بوډا د تګ په وخت کې دعاوې راته کولې، ویل یې چې ستا غوندې علما دې خدای له اور او ....اوبو وساتي بل سهار کوچینی طالب راته ودرېد، تر مازدیګره یې یو پسه، درې سېرلي، څو چرګې... .ټولې کړې خلک ورو ورو ډېرېدل، د بغدادي پیر د کراماتو آوازه تر لیرو ځایونو رسېدلې وه، ان ځینې .خلک له وردګو او غزني هم راغلل قدم شاه نه و، خو د لاوډسپیکر کرامات ونه درېدل، راغلي کسان به مې ژر نه را پرېښودل، دوی مجبور ول چې له چینې سره یو څه وخت تېر کړي، نالیدلو کسانو به د یو بل نومونه اخیستل، دردونه به یې سره ویل.... د کلي او کور په اړه به سره غږېدل.... له لاوډسپېکره به .دومره څه راوتل چې بغدادي پیر خپل کرامات وښیي کله چې به د یوه کس چوف کول خالص شول، نو ورته و به مې ویل چې اوس فالنی را ولېږه. وړه خبره نه وه، که بغدادي پیر کرامات نه درلودای، نو د نا لیدلو خلکو نومونه او !نورې پټې به څنګه ور مالومې وې .راغلی کس به مې پښو ته را ولوېد یو ماخستن مې جامې بدلولې، چې په جېب کې مې د زرو سیکه له واړه چاقو سره ولګېده. سهار مې باز را وغوښت. په خبرو مې را ووست، سره غونډۍ نږدې وه. باز وویل چې .سیکه او بوتان یې د دې وړې غونډۍ د لمر لوېدو په څنډه کې موندلي وو ماخستن مې لاسي بتۍ را واخیسته، ډاډه وم، په دې شپه کې که مې چاته د زمري زړه هم ور .کړی وای، نو د ړندکي پېري له ډاره سمڅې ته نه شوای را تالی سپوږمۍ وه، سره غونډۍ مې په اسانۍ ومونده، لمر لوېدو خواته یې ورغلم، تنورونو ته د .وړل شوې خاورې کېندل شوي ځایونه مې پیدا کړل په پسته خاوره وګرځېدم. ځای مې وموند، خاوره مې په دواړو لاسونو لیرې کړه، وړې .سمڅې ته مې السي بتۍ ونیوله، لاندې ډبرینې زینې کښته شوې وې په احتیاط لاندې الړم، اوږدې سمڅې ته د ډبرو پایې ولاړې وې، دېوالونه د مختلفو حیواناتو .له رنګه نقاشیو ډک ول د یو څه د ماتېدو غږ مې واورېد، لاسي بتۍ مې ځمکې ته ونیوله، پښه مې د انسان د اسکلیټ د ورانه پر هډوکي ایښې وه. مخکې لاړم، دېوال ته له ډبرې جوړ لوی بت والړ و، څو واړه بتان، دوه، درې کوزړۍ، د انسانانو هډوکي... پر ځمکه پراته ول... بتۍ مې را وګرځوله، په .رڼا کې یې دومره زور نه و چې د سمڅې تر پایه ورسېږي فشس مې واورېد، په بېړه را تاو شوم، زړه مې له وېرې خولې ته راغی، په خاورو کې تور، غټ مار پروت و. په منډه د باندې ووتم، د سمڅې خولې ته مې یوه غټه ډبره ور ورغړوله. .پر ځمکه پرتې مړې خاورې مې ور ټولې کړې .پوهېدم چې دا سمڅه بې څه نه ده، خو اوس یې وخت نه و سهار لس بجې له خوبه را پورته شوم، چینه په خلکو، آسانو، خرو، اوښانو او کچرو کې نه .مالومېده غرمې ته حاجي پاینده خان راغی، زارۍ یې کولې، د سپینو ګالنو شیره یې غوښته، خو دا !شیره مې کله بې ارزښته کوله .حاجي پاینده خان مې همداسې په احتیاجۍ کې پرېښود ورته ومې ویل چې د سپینو ګالنو پر سیمه د کاپرو پېریانو ګزمې سختې شوې دي، ړندکی .موقع ته ګوري، بس! څو ورځې نور هم صبر وکه .د سړي زړه نه ته، خو چاره نه وه، له وچو مېوو ډکه لویه غوټه یې راته پرېښوده سهار وختې مې یوه ناره واورېده، د باندې ور ووتم، درې کسان لاندې ولاړ ول. اشاره مې ورته وکړه، یو یې پورته را وخوت، په خوله یې چینې ته نږدې د یوه دوکان او سماوار د .جوړېدو اجازه غوښته .تاوان مې نه پکې لید، ډېر خلک له لیرو سیمو راتلل، دوکان او د شپې د تېرېدو راته ښه و ځای مې ور وښود، ځوانانو هماغه ساعت ملاوې وتړلې، تر مازدیګره یې هوارې ډبرې ....راوړلې . نوربیا

 

لوستل شوی 873 ځله Last modified on سه‌شنبه, 31 اسد 1396 19:43

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي