بغدادی پیر  اومه برخه

بغدادی پیر اومه برخه

.عزیزالله حقپال

سر مې ورته وخوځاوه، ټول خوشاله د باندې ووتل ....د سمڅې په خوله کې ودرېدم، کوچیان تر چینې تېر ول، شامتوره په خپلو پښو تله ځمکې ته مې وکتل، زړه مې خولې ته راغی، د زرو سیکه نه وه. قدم شاه مې را وغوښت، .تیږې مو واړولې، سیکه پیدا نه شوه .قدم شاه مې لاندې ولېږه، ښه شېبه وروسته راغی، په الس کې نیولې ژیړې سیکې ته یې کتل :ویې ویل .سوچه سره زر دي_ سیکه مې راواخیسته، بلې خواته یې د پخواني یونان په سبک جوړه شوې ودانۍ کېندل شوې .وه :ومې

ویل !مجبور یو. باز به یو ځل بیا را وغواړو_ ...قدم شاه په حیرانۍ راته کتل :ومې ویل باز ویل چې له بوتانو ډکه سمڅه یې موندلې ده. پوهېږې! پلار مې د لندن په ملي موزیم کې _ کار کاوه، هغه وخت ماشوم وم، کله کله به یې موزیم ته ورسره بیولم، د نایابه او تاریخي اثارو په اړه به یې اوږدې خبرې راته کولې... په مکتب او پوهنتون کې مې تر ټولو ډېرې .نومرې په تاریخ کې وړې. دا ډول ځایونه بې څه نه دي .قدم شاه وټوخل :یودم مې وویل .وه احمقه! له لاوډسپېکره لیرې کېنه، یوه ټوخې دې نږدې غرق کړی وم غرمه مو په دوو نفرو د پسه سلامت ورون وخوړ. ماسپښین د نږدې غره سر ته وختو. شاوخوا مې وکتل، په شنو ونو کې سره غونډۍ نه ښکارېده. پر یوې ړنګې شوې وچې ونې :کېناستو، قدم شاه ته مې وکتل، ومې ویل .سبا ته به ډېر مېلمانه ولرو_ .قدم شاه په حیرانۍ راته کتل :ومې خندل کوچیان دي، د چا مور په سترګو سم نه ویني، د بل مېږې شیدې نه کوي، د یوه په رمه لېوه _ ....اموخته دی :قدم شاه وویل !نو څه ځواب ورته لرې؟_ :ومې ویل .اسانه ده، بس! د خپلو خبرو په پای کې به یو د (خو) ټکی ور اضافه کم_ سهار د کوچیانو سلامت کاروان راغی، چینې ته نږدې درې اوښې، څلور آسان، اته خرې او دوه کچرې ودرېدې، د لاوډسپېکر کرامانو ته ضرورت نه و. پوهېدم چې نارینوو به په .کېږدیو کې د بغدادي پیر کرامات یاد کړي وي واړه، زاړه، ښځې او نارینه له قدم شاه سره پورته را وختل. تر نیم ساعت ډېر وخت یواځې .زما د لاسونو په ښکلولو تېر شو ټول کېناستل، خړې، پړې له چاودو ډکې څېرې یې درلودې، د هر یوه د جامو اصلي رنګونه .ډېر وخت او ډېرو اوبو وړې ول. په څېرو کې یې وېره ښکارېدله د خپلو کراماتو په اړه مې اوږدې خبرې وکړې، ومې ویل چې په حبشه کې مې د مور زادې ړوند سترګې بېنا کړې، په بخارا کې مې یو ګونګی په خبرو را ووست. په کوه قاف کې مې ....په پښو شل پېری په پښو ودراوه .....کوچیانو توبې ایستې اوږدې خبرې مې وکړې، یواځې له خپلو کراماتو غږېدم، خو د خبرو په پای کې مې د (خو( ټکی را وایست. ومې ویل چې زما دم او تاویذ په هغو کسانو تاثیر نه کوي چې بې ایمانه ....وي لومړۍ مې یوه زړه ښځه را وغوښته، ښځې په خواره خوله وویل چې سترګې یې سم کار نه .کوي، هر څه تک تور ورته ښکاري .د هغې پر سترګو مې ګوتې کېښودې. شونډې مې وخوځېدې، چوف مې کړل :ښځې سترګې خالصې کړې، د غار خولې ته یې وکتل، یودم یې په خوشالۍ وویل سترګې مې سمې شوې، باور وکئ! د غار په خوله کې مې یو کربوړی ولید، منډه یې _ .واخیسته :په زړه کې را تېره شوه !هوښیاره یې، په دې خلکو کې به یوه بې ایمانه ښځه څنکه ژوند کوي_ .ښځې یوه ماشوم ته لاس ورکړ، په شکرونو_ شکرونو له غاره ووته بیا یې یو اویا - اتیا کلن مور زاده شل بوډا په څادر کې راته راووړ. له دم نه وروسته یې ناره .کړه، ویې ویل چې پښې یې ژوندۍ شوې بوډا د ولاړېدو هڅه وکړه، خو بېرته ولوېد، رنګ یې د بې ایمانۍ د ټاپې له وېرې تک سپین .واوښت :ومې خندل دومره ژر هم نه، بس، یو څو څاښتونه درته لیکم، شپږ میاشتې وروسته به په خپلو پښو _ .ګرځې خو پوهېدم چې تر شپږو میاشتو ډېر ژوند نه شي کوالی. بوډا یې بېرته په څادر کې لاندې .چینې ته یووړ د عادي ناروغیو علاج اسانه و. سردردي، تبې، جلدې ناروغیو... ته مې مختلفې دواوې ...درلودې شېبه وروسته یواځې هغه نارینه پاتې ول چې خپل مشکلات یې د نورو تر مخې نه شوای ویلی. ټول مې د باندې وایستل، بیا مې یو- یو را وغوښت. لومړي کوچي اوالد غوښت. اول مې په خبرو راوست، بیا مې دم پرې چوف کړ، ورته ومې ویل چې په غېږ کې دي یو ګاللی ....ماشوم وینم، تورې غټې سترګې لري، له خندا شین دی د کوچي رنګ تازه شو، خو دوهمې خبرې مې د هغه په خړو شونډو غزېدلې موسکا بېرته :سره ور ټوله کړه. )خو( مې پکې را وایسته، ومې ویل .خو یو شرط لري، په رڼا ورځ به به کېږدۍ کې له خپلې ښځې سره پرېوځې_ کوچی ولاړ شو، ټڼډه یې تروه وه، پوهېدم چې له ذهني کشمکش سره مخامخ دی، له یواځینۍ یوې کېږدۍ څخه د پالر، مور، وروڼو، خویندو، ورېرو... ایستل او بیا په رڼا ورځ له خپلې .ښځې سره پرېوتل؟! بنده یې بوله بیا د اتو لوڼو پالر راته کېناست. یودم یې وژړل، بس! له بغدادي پیره یې یو زوی غوښت. .لنډه مې ور یاده کړه چې یو نه، غبرګ زامن یې په نصیب کې دي، خو دوه کاله وروسته .چا سپینوله؟! ما په دې غره کې دومره ډېر وخت نه تېراوه ....کوچي شکرونه ایستل بل کوچې ته وار ورغی، په رمه یې لېوه اموخته و. لنډ مې وپوهاوه چې ړندکی پېری به لېوه .پوه کړي، خو دی دې هم یو غټ، خډر سپی وساتي بل کوچي ته خوب نه ورته، له چوف وروسته مې ورته وویل چې پوره درې شواروزه به .خپلې سترګې له تړلو پرته پټې نیسې بیا یو هډور خیرن ځوان راته کېناست، تر ډېره یې خبرې نه کولې، یواځې ځمکې ته یې کتل. مجبور مې کړ، نوم یې عطا ګل و، په شرمېدلي غږ یې راته وویل چې پر یوې جایي .)کلیوالي( نجلۍ مین دی په خندا مې ورته وویل چې یاري په پټه نه کېږي! د بغدادي پیر کرامات به هله در ورسېږي .چې نجلۍ ته سپینه خبره وکړې، بس! نجلۍ به له تا پرته بل نارینه ورور وګڼي نور کسان راغلل، هر یوه ته به مې سل په سلو کې ډاډ ور کاوه، خو یو داسې شرط به مې هم .ورسره تاړه چې پوره کول یې له وسه وتلې خبره وه خو په دې کې مې ځینې ساده شرطونه هم یاد کړل. د کلي له ګودره د اوبو څښل، په کلیوال ....مال پسې درې ورځې پنځه وخته لمونځ، د کلي د خان یا ملک له کوره د تود پاستې راوړل په هر شرط کې مې ځکه کلی یاداوه چې دا کوچیان به کلیو ته تلل او هلته به یې ضرور د .بغدادي پیر کرامات یادول دمونه او کرامات تر مازدیګره تاوده ول. کله چې کوچیان الړل، نو د چینې تر څنګ د .شکرانې درې سېرلي، اته تکې تورې چرګې، په دسمال کې تړلې هګۍ او یو پسه پاتې شول بس قدم شاه ته خدای ورکړه، بېګاه ته یې دوې چاغې چرګې اور ته ونیولې، سهار یې په یواځې ځان پنځه هګۍ وخوړې .اته بجې د باندې ووتم، د پسه یواځې یوه پښه پرته وه. سېرلي نه ښکارېدل قدم شاه ته مې ور غږ کړ، دواړو په بېړه الندې کښته شوو، د وینو تر څنګ مو د لېوانو پلونه .ولیدل. شاوخوا مې وکتل، هېڅوک نه و لومړی مو ورون لیرې یووړ، بیا په ورکو سېرلیو پسې وګرځېدو، یو سېرلی مو له ټیټې ونې .را کوز کړ، د پاتې دوو درک نه مالومېده درې ورځې تېرې شوې، نه مو ځایي )کلیوال( ولید او نه هم کوچی. په درېیمه ورځ یو له عمره پوخ کوچی له ګوډ اوښ سره راغی، له تاویذ او د اوښ د پښې له تړلو وروسته مې .ورته وویل چې په درېیو ورځو کې مې یو کوچی هم ونه لید .کوچي لنډه را یاده کړه چې د عطاګل په پاتیا )فاتحې( ناست وو_ :ومې ویل !ولې، هغه خو روغ جوړ تکړه ځوان و؟_ :کوچي سوړ اسویلی وایست نه پوهېږم! عطاګل شرمناک او په سد سړی و، خو خلک وایي چې په ګودر کې یې یوې _ ځایي نجلۍ ته وار له واره د مینې خبره کړې وه، بس! نجلي کور ته منډه اخیستې وه، وروڼه .یې خبر کړي ول. عطاګل یې په بېلچو مړ کړ :د کوچي له تګ وروسته قدم شاه پر اوږه الس را کېښود، په ملنډو یې وویل !دې ته وایي د بغدادي پیر کرامات_ سوزان د تلیفون پر زنګ جټکه وخوړه، کېناسته، مور یې په وچه کې والړه وه. له لیرې یې لاسونه ورته خوځول. سوزان پاروګان ووهل، شېبه وروسته ساحل ته ورسېده. د پلار خوشاله :غږ یې واورېد د نیکه یاداښتونو ډېره مصروفه کړې یې، ویې لوله، خوند ترې واخله، باوري یم، پر غور _ .نیکه به دې افتخار وکړې، افتخار ټوله کورنۍ پر هوار شوي فرش کېناسته. کباب خوندور و. پاتې ورځ په چکر تېره سوه، مازدیګر یې سره راټوله خیمه، کیشتۍ، فرش... د موټر پر سر وتړل، شپه یې د یوه شنه غره .په لمنه کې یوه لوی مېلمستون ته وروړه مېلمستون له توریستانو ډک وو، چا سندرې ویلې، چا نڅا کوله، ځینو ژېړو قوي ګروپانو ته ....والیبال کاوه سوزان کانتین ته ودرېده، برګر، انرژې او یو بوتل اوبه یې واخیستل، لیرې الړه، په ګوښه ځای کې پر اوږده څوکۍ کېناسته، کتابچه یې را واخیسته، په پورته ولاړ ګروپ کې دومره .زور و چې د خپل غور نیکه خط په اسانۍ ولولي :ډېوېډ جونز څو میاشتې وروسته تاریخ لیکلی و خبره د ملک ځونډي د مېلمنو تر کوټې را ورسېده. په ټول کلي کې تر دې بله ښکلې او _ سوتره کوټه نه شته. دا اوږده کوټه د چهار تراشو له لرګي جوړې وړې کړکۍ لري، پر توشکو پاسته لیمڅي پراته دي. غولی لیکي لیکي ګېلمانو نیولی دی... خو دې کوټې ته راتګ .خپله کیسه لري غره ته د کوچیانو نور قومونه هم را مات شول، بس! خوله به مې له ډېرو چوف کولو ستړې شوه، خو تر دې دمه مې لا د امان الله خان پر پاچاهي کار نه درلود. ماته په ځایي خلکو کې د .مریدانو پیدا کول مهم ول کله کله به یو کلیوال هم راغی، له دوی سره مې ډېره خواري ایسته، د کراماتو وار نه کېده، خو دا عادي کلیوال وو، خبرو یې پر نورو دومره تاثیر نه درلود. فکر مې وکړ، که مې د .خان، ملک او قومي مشر باور خپل کړی وای، نو اولس خپله رانږدې کېده ځینې کلیوال مې راوغږول، څلور کسانو پر پراخه سیمه باداري چلوله. خو دا مغروره او .بانفوذه کسان باید تر بغدادي پیره په خپلو پښو راغلي وای لومړی مې د حاجي پاینده خان په باره کې ځینې کسان وغږول، پاینده خان زړور سړی و، ....دوه ویشت لوی او واړه کلي یې تر امر لاندې ول. له ځنغوزیو ډک غرونه یې درلودل د کلیوالو په خبرو کې مې د دې سړي کمزوری ټکی ونه موند، خو اخیر د یوه لېونحاله کلیوال له خولې روغه خبره را ووته. اویا کلن پاینده خان یواځې یوه میاشت مخکې څلورمه .ښځه کړې وه، خو اوس په مهمانخانه کې وېدېده !اویا کلن بوډا، څلور ښځې !کور ته به نو ولې ورته :له کلیواله مې وپوښتل !دا سړی خط لوستی شي؟_ :ویې ویل .نه پوهېږم، خو یو ځل یې په یوه ختم کې سیپاره مخ ته نیولې وه_ :کوچینی کاغذ مې را واخیست، یواځې یوه جمله مې ولیکله .یو ځل بغدادي پیر ته راشه، پاتې عمر د کور په کوټو کې تېر که_ :کلیوال ته مې دوې خبرې وکړې .لومړی! دا کاغذ به سیده تر حاجي پاینده خانه ور رسوې دوهم! کومې خبرې چې دې د پاینده خان په اړه ما ته وکړې، پاینده خان به بوی هم نه ترې .وړي، که نه ړندکی پېری درلېږم، له اولادو سره به دې شنه لمبه کړي د غار تیارې برخې ته لاړم، د جنسي قوې د ډېرېدو دوې غټې ګولۍ مې وټکولې. سپین پوډر .ترې جوړ شول په دوهمه ورځ له چینې سره درې آسونه ودرېدل. دوه ټوپکوال لاندې پر تیږو کېناستل، .درېیم، پورته را وخوت د ډنګر بوډا خرېیلې ږیره رسېدلې وه، تک سپین، خیرن، ډبل برېتونه یې پر شونډو پراته ول. .یوه لوېشت کم سورور ټټر یې د توپانچې د مرمیو په پلن کاش کې پټ و :ومې خندل .حاجي پاینده خانه! ایله په ایله چې د غریبانو پوښتنې ته راغلې_ :سړي په حیرانۍ وویل !له کومه پوه شوې چې زه حاجي پاینده خان یم؟_ !راغی، زما پر لاسونو یې شونډې کېښودې :ومې خندل د چا چې پېریان تابع وي، په دې هم پوهېږي چې د څلورو ښځو خاوند ولې په مهمانخانه ... !کې شپې تېروي .د بوډا خړ غومبوري سره شول .تر لاس مې ونیو، تر څنګ مې کېناوه. خو لا یې هم ځمکې ته کتل :ومې ویل د کور والو دې ډېر درته وویل چې اویا کلن سړی یې، له څلورمې ښځې تېر شه، خو تا نه _ !منله !یودم یې راته وکتل، خوله یې جینګه کړه .اې په خدای! تاته خو په ریښتیا هم پټې در مالومې دي_ :په زړه کې را تېره شوه به یو چا درته ویلي وي چې وروره، پلاره، یا نیکه! اویا کلن _ اې ساده ګله! پټې نه دي، حتماً !سړی یې، په ځان کې دې یو پاو غوړ نه دي پاتې، څلورمه ښځه څه کوې :یودم مې وخندل !خو زړه دې ځوان دی_ ویې خندل، په خوله کې یې یواځې دوه، درې، چینجن غاښونه پاتې ول. بېرته یې کڅوړنې .سترګې له اوښکو ډکې شوې، سر یې وځړېد :ومې ویل .غم مه کوه! بغدادي پیر به دې د کور کوټو ته بوځي_ .نېغ یې راته وکتل، په سترګو کې یې ځلا پرته وه :له جېبه مې یو کوچنی پاکټ را وایست، ومې ویل په دې کې د کوه قاف د سپینو ګالنو شیره را ټوله شوې ده. یو نصوار نن شپه وخوره، بل _ !هم بلې شپې ته وساته :بوډا په شرمېدلي غږ وویل !کار به ورکي؟_ :ومې خندل !بغدادي پیر خامه خبره نه کوي_ بوډا په خوشالۍ د باندې ووت. ما یې تر درېیو ورځو د بیا راتګ تمه نه درلوده، خو بوډا په دوهمه ورځ بېرته راغی، دا ځل یواځې و، ږېره یې پاکه خریېلې وه، ډبلو برېتونو ته یې تک تور رنګ ور کړی و. وار له واره مې پر لاسونو را پرېووت، په سخته مې خپل لاسونه ترې :ټول کړل. بوډا یوه خبره کوله ....یا پیره! د خدای روی ومنه، په مریدي مې ونیسه_ .ما به نو څه پکې ویل؟! مرید مې کړ سترګې یې وځلېدې، بیا یې زما ښی لاس د مچو له پاره ور کش کړ. مخامخ راته کېناست، په :شرمېدلي غږ یې وویل .سپینې شیرې کار وکه_ .ومې خندل :د بوډا سر وځړېد، په غږ کې یې له شرمه سره لړزه پرته وه یا پیر ګله! له تا به څه پټوم، سپینه مامد دینه به درته وکم، په یوه شپه له خپلې نوې کډې _ .سره دوه وارې پرېوتم :ومې ویل .له ما څه پټوالی نه شي_ :غلی شوم، یودم یې راته وکتل، د خواست په ژبه یې وویل !خیر دی! قربان دې شم، د سپینو ګالنو یو څه نوره شیره به نه کې راته پیدا؟_ :ومې ویل !اوس څه نه شم کوالی_ :د تندي ګونځې یې ال پسې ژورې شوې !مه مې نا امیده کوه! تاته څه سخته ده؟_ :ومې ویل !خطر لري_ !یودم په احساس راغی څه خطر لري؟! لس، شل، دېرش! هر څومره ځوانان چې غواړې له ټوپکو سره یې درته _ !راولم. یا ماته د کوه کاپ ) قاف ( لاره را وښیه :ومې خندل د ټوپکو خبره نه ده. پوهېږې! د دې ګالنو پر سیمه کاپر پېریان پاچاهي کوي. وړه خبره نه _ .ده، کاپر پېریان!!! خدایکه مو وینه ځمکې ته هم پرېږدې .بوډا چورت یووړ :ومې ویل .بله خبره! له زرو سپینو ګالنو ایله چونډۍ شیره را ټولېدای شي_ :بوډا په خواره خوله وویل !مه مې نا امېده کوه_ :ومې ویل خاطر دې ډېر راباندې ګران دی، ړندکي ته به ووایم، کېدای شي چې په کوم چل یوه، دوه _ .چونډۍ سپینه شیره درته راوړي، خو پنځلس ورځې وخت غواړي :بوډا یودم وخندل .قبوله مې ده، قبوله مې ده_ :غلی شو، ویې ویل .خو خیر دی، تر پنځلس ورځې به یې ډېر نه ځڼډوې_ :اجازه یې وغوښته، د غار تر خولې پورې د شا په خوا ته. ودرېد، ویې ویل !قربان دې شم! هر څه چې غواړې راته ویې وایه! تر بېګا پورې به یې درته را ورسوم_ :ومې خندل بغدادي پیر انسانانو ته ضرورت نه لري. څلوېښت زره پېریان یې تابع دي، څه چې _ .وغواړي، په خپله ورته راځي .سړی تابع شو، په یوه چونډۍ سپینې شیرې یې مړي هم راته کول وار کریم داد ته را ورسېد، دې هډور ځوان په یوه بسته قوم واک درلود، خبره یې، خبره وه، په خپل قوم کې هېچا هم دومره زړه نه درلود چې خان ته نېغ وګوري، خو دې پیاوړي خان هم کمزوری ټکی درلود. کال مخکې یې له یوه کوچي سره خوړلي و، کوچي د قوم لوی خان پوري وهلی و، یوه خان به د یوه سپېره کوچي دومره لویه سپکه څنګه تېروله! په هماغه سات .یې د خپلې توپانچې ډز پرې کړی و .جرګې کېناستلې وې، خو د مړه کوچي ورور په بدي کې له کریم داده اووه ښځې غوښتې ساه زورور او کمزوری نه غواړي، پر هر چا ګرانه ده، د لوی خان ژوند تریخ و، آزاد نه .شوای ګرځېدای، نه و ملامت، پوله، ونه، تېږه.... له هر ځایه د ټوپک خوله ور اوښتی شوای فکر مې وکړ، له دومره کراماتو وروسته به مې بیا هم په کوچیانو کې خبره نه چلېده؟! زړه مې نه منله حاجي ناټک مې را وغوښت، د بدي د سړېدو خبره مې ورته وکړه، خو د حاجي ناټک په خبرو کې نا امېدي ګډه وه، ویې ویل چې د وژل شوي کوچي ورور لېونی غالم دستګیر نومېږي، لېوني قسم کړی چې خپل غچ به اخلي. یو سهار د کریم داد د کال تر مخ په اخور کې ورته پټ و. خان له جوماته خپل کور ته تلو چې کوچي ډز پرې کړی و، خو د خدای ساتنه بېله خبره ده، ګولۍ ونه خوړ. کریم داد هم په منډه کې د یو ډزې توپانچې وارخطا وار پرې کړی و، خو توپانچه د کال په لویه دروازه کې ترې پاتې وه.... غالم دستګیر اوس هماغه .....توپانچه تړي حاجي ناټک ته مې وویل چې غلام دستګیر له ما او زما له کراماتو خبر که، ورته ووایه چې که سوله ونه کړې، نو بغدادي پیر خفه کېږي، خو حاجي ناټک رایاده کړه چې لېونی غالم دستګیر خدای نه مني، نو پیر به څنګه ومني، ده تر اوسه اووه مړي کړي، په دې اوو مړو .کې دوه پیران ول لینګي مې ولړزېدل. د شپې تر ناوخته مې د حاجي ناټک خبرې په ذهن کې سره اړولې، خو د .کار ټکی ترې ونه وت سهار مې قدم شاه ته د حاجي ناټک خبرې وکړې، له فکر پرته یې راته وویل چې اې ساده، له خانه د وسلې وړل، داسې ده لکه ښځه چې یې ترې بیولې وې، که غواړې چې کریم داد په .خپلو پښو درته راشي، توپانچه یې پیدا که حاجي ناټک مې را وغوښت، د توپانچې خبره مې نه شوای ورته کولای، خو دومره مې ورته .وویل چې لېونی غالم دستګیر راته پیدا که حاجي ناټک رایاده کړه چې لیرې ترې ګرځه، څه یې کوې، لېونی غالم دستګیر له پیرانو ښه زړه نه لري، په کوچینوالي کې یې مور د دم، دوا (دعا ) له پاره د پیر په نوم کوم ټګ ته ورغلې وه، ټګ د ښځې ټټر ته لاس ور وړی و. ښځې ناره کړې وه، هغه وخت لېونی غلام دستګیر ایله د څوارلسو کالو و، تر څو چې کلی خبرېده، د پیر غاړه یې پرې کړې وه. د لېوني غالم دستګیر له هماغې ورځې له پیرانو سره لوېدلې ده، خوند نه ورکوي. هسې به دې ....خوابدی کړي .خو ما ټینګار کاوه، د دې لېوني لیدل ضرور و حاجي ناټک راته وویل چې سمه ده، خو لېونی غلام دستګیر په پاړه چنار کې اوسي، دلته کله کله راځي، زما خبره پر ځمکه نه اچوي، که دلته د کوچیانو په هر ټبر کې و، پیدا به یې کم او .تر دې ځایه به یې خپله درته راولم نوربیا

لوستل شوی 1024 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي