بعدادی پیر

بعدادی پیر


 شپږمه برخه

که بغدادي پیر په غیبو نه پوهېدای، نو نوم به یې بغدادي پیر نه و_ .ماشوم را نږدې شو، خو چاودې السونه یې ال لړزېدل :ومې ویل .راځه بچیه! دلته نږدې راته کېنه .ماشوم په خاورو کې پلتۍ ووهله سترګې مې پټې کړې، هېڅ مې هم نه ویل، خو شونډې مې خوځولې... بیا مې هماغسې په پټو :سترګو څو ځله یوه خبره تکرار کړه ....تور سېرلی، سپین یې تندی، تور سېرلی، سپین یې تندی، تور_ یودم مې ماشوم ته وکتل، سترګې یې رډې راختلې وې... د کتاب د اېښودلو په پلمه مې دستګاه

:روښانه کړه، بېرته مې سترګې پټې کړې، ومې ویل تور سېرلیه وینم دي، وینم دي! بېځایه زورنه مه وهه. له دې دوو ټېږو دې یواځې بغدادي _ .پیر را ایستلی شي :غلی شوم، بیا مې څو نا مفهومه تورې تر خولې را ووتل، وروسته مې په ټیټ غږ وویل ...راشه! راشه. بغدادي پیر دې غواړې. افرین، افرین_ :یودم مې تندی تریو کړ !نه! الره مه کږوه_ :ومې خندل .افرین، همدا نرۍ الره را واخله_ :ماشوم ته مې وکتل، سترګې یې له حیرانۍ ډکې وې، ومې خندل مخ دې سم ونیسه، سېرلی پیدا شو، بس، د چینې چپ الس ته، دوه، درې سوه ګامه لیرې په ... .دوږ تېږو کې بند و :ماشوم په بېړه ودرېد. تر لمنې مې ونیو، ومې خندل کېنه! زحمت مه باسه! تیږې مې لیرې کړې؟ بغدادي بیر دومره کرامات لري چې سېرلی په _ .خپلو پښو دلته راولي !وخت ووت، چیغه مې کړه !راشه نو، مه ناوخته کوه_ .ماشوم ته مې وکتل، وېرې اخیستی و. ورته ومې ویل چې سترګې پټې که غړۍ مې اوږده کړه، قدم شاه په احتیاط پورته را وخوت، سېرلی یې د غار په خوله کې پرېښود. خپله بېرته الندې کښته شو. سېرلی ماشوم ته ورغی، د هغه پر غوږ یې خپلې تودې .شونډې ولګولې. ماشوم په بېړه ور وکتل، چیغه یې کړه، یوې خوا ته ړنګ شو ورغلم، بېسده ماشوم مې له خاورو را پورته کړ، دستګاه ته مې خوله ور ټیټه کړه، له قدم شاه مې د چینې سړې اوبه را وغوښتې. د ماشوم غاړې ته مې الس ور ووړ، غاړه یې توده وه، ....نری رګ پورته پورته غورځېده :د قدم شاه غږ مې واورېد .دومره کراماتو ته هم ضرورت نه و چې سېرلی په خپلو پښو راولې_ قدم شاه مې بېرته لاندې ولېږه. د ماشوم پر مخ مې سړې اوبه واچولې. سترګې یې رڼې کړې. د سېرلې په لیدو یې رنګ بېرته ځای ته راغی. ولاړ شو، سېرلی یې تر ښکر ونیو، تر یو څه .ځایه زانګې وانګې ته، وروسته یې پښې پر ځمکه سمې لګېدې :قدم شاه راغی، ومې ویل !څه فکر کوې! کوچیان به راشي؟_ .به خندا یې راته وویل چې دومره کرامات بې څه نه دي، راځي! راځي، ضرور راځي خبره یې سمه وه، ماسپښین مې مخ ته د چینې سړې اوبه ور اچولې چې په ونو کې مې درې کسان ولیدل. په بېړه پورته وختم، قدم شاه د چایو پیاله خولې ته نیولې وه. ورته ومې ویل چې .کوچیان دي، ژر یې مه را پرېږده، دستګاه ته نږدې یې په خبر راوله پیالې او غرمني پاتې لوښې مې را واخیستل، د غار تیارې برخې ته الړم. پاکې، سپینې جامې .مې واغوستې. بېرته خپل ځای ته راغلم، چلتار مې پر سر کړ، دستګاه مې روښانه کړه له لاوډسپېکره د کوچیانو له غوسې ډکې نارې راتلې. ویل یې چې ټګان یاست، پر ماشوم مو څه کړي؟! زبون یې وهل شوی و.... بیا مې د ماشوم نری غږ واورېد، قسمونه یې خوړل... .ویل یې بابکه! په کوران که دورواغ درته وایم! سېرلی په خپلو پښو راغی خبره نوره هم جنجالي شوه، کوچیان پورته راختل، خو قدم شاه زارۍ ورته کولې... ویل یې .چې لنډ وخت صبر وکړئ، بغدادي پیر لمونځ کوي .په بېړه مې د پوزیو چاینماز خوار کړ :له لاډسپېکره ډډ کوچیانی غږ را ووت !اې ټګانو، له کومه راغلي یاست؟_ :قدم شاه په خواره خوله وویل د خدای روی ومنئ! ما په هر نوم یاد کړئ، خو قربان یې شم! بغدادي پیر ته څه مه _ .وایاست، لوګی به مو کړي .له لاوډسپېکره د شارټي غوندې غږ را ووت، د کوچیانو خندا وه :قدم شاه وویل که زما منئ، د چینې په دې پاکو اوبو اودسونه وکړئ، خدای یاد کړئ، تر هغو به پیر _ .صاحب هم خپل عبادت خالص کړي :یو ډډ کوچیانی غږ راغی حاجي ناټکه! دې ټګ خدایکه بده خبره کړې وي. راځئ! له دې ټګانو سره به وروسته _ .جوړېږو تر ډېره مې یواځې د اوبو چړپا اورېده. بیا هغه هم غلې شوه، ښه سات ووت. وروسته د یوه :کوچي غږ راغی .میرګلیه! لږ در وڅکېږه_ :دوهم کوچي وویل !خپل څادر ولې نه هواروې_ !ساده کېږه مه! دا نوی څادر به څنګه سپېرو خاورو ته ورکوم_ :تر ډېره چوپه چوپتیا وه. بیا مې یو غږ واورېد یاره حاجي ناټکه! لانت په شیطان! لمانځه ته یې پرې نه ښودم، په لسو رکاتو کې مې خپله _ .ناروغه اوښه سترګو ته والړه وه :حاجي ناټکه په خوابدي غږ وویل !ته د اوښې غم نیولی یې! خو زه خپلې شامتورې لورکۍ ته پکر وړی یم، غونډل چیچلې_ :قدم شاه په خبره کې ور ولوېد .بغدادي پیر ته ووایاست، د مارانو او غونډالنو دم پرې وچ دی_ :د میرګل له غوسې ډک غږ مې واورېد .حاجي ڼاتکه، درځه چې دا ټګ خو ووینو_ د پوزیو جاینماز مې سم کړ، قبلې ته ودرېدم. شېبه وروسته تیاره راباندې راغله. وپوهېدم چې .درې تنه د سمڅې خولې ته را ورسېدل :یودم مې ډډ خندی واورېد، یوه کوچیاني غږ وویل پیر صېب خو له خپلې ک... خبر نه دی، پرتوګ یې په چپه خوا اغوستی، نو ورک سېرلی _ !به څنګه په خپلو پښو راولي زړه مې خولې ته راغی، رکوه ته ټیټ شوم. پایڅو ته مې وکتل، له نریو، ببرو تارونو ډک .درزونه نېغ ولاړ ول شېبه وروسته مې سلام وګرځاوه، پرته له دې چې راغلو کسانو ته وګورم، په موسکا مې :وویل څوک به د خدای په عبادت کې دومره غرق وي چې خپلو جامو ته به یې پام نه وي، خو _ .میرګل به بیا په لمانځه کې د خپلې ناروغې اوښې فکرونه وهي :کوچیانو ته مې وکتل، سترګې یې رډې راختلې وې. بله خبره مې وکړه .پر چا باندې به بیا تر لمانځه، خپل نوی څادر ګران وي_ :ماشوم په خوند وویل .بابکه! زما خبره مو نه منله. وګوره! پیرګل ستاسو په نومونو پوهېږي. پټې ور مالومې دي_ :ومې ویل .راځئ..نږدې راشئ_ .درې واړه مخامخ غلي راته کېناستل :ومې ویل .حاجي ناټکه! خوا مه بدوه، شامتوره لورکۍ به دې خدای جوړه کي_ دواړو یو بل ته وکتل، بېرته یې سرونه وځړېدل. یواځې ماشوم له ځال ډکې نیغې سترګې راته .نیولې وې :ومې ویل سېرلی دې څنګه دی؟_ :ماشوم په خوند وویل .ښه دی، د پخوا غوندې ټوپونه وهي_ :سترګې مې پټې کړې، یودم مسک شوم، ماشوم ته مې وکتل، ومې ویل .خو ستا سېرلي یوه زنګوله هم لرله_ :د ماشوم د سترګو ځلا لا پسې ډېره شوه هو، هغه زنګوله مې بابک له بازاره راته راوړې وه، له سېرلي سره یې اجب خوند کاوه. _ .خو اوس ورکه ده :ومې ویل !ورکه؟_ :یودم مې وخندل !بغدادي پیر ته د ورکې خبره مه کوه_ :سترګې مې پټې کړې، څو ځله په یوه او بله خوا وزنګېدم، ورو مې وویل ړانده! ړانده، چېرې یې؟ غلی شوم، څېره مې داسې ونیوله لکه د کوم چا ځواب ته چې ماتله یم. یودم مې خپل تندی :ګونځې کړ، ومې ویل وه ړندکیه! دا وخت نو د غزني د زیارتونو دی، هله! د تور سېرلي زنګوله د سترګو په رپ _ !کې را ورسوه .کوچیانو ته مې وکتل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې :ماشوم په وېرېدلي غږ وویل له چا سره دې خبرې کولې؟_ :ومې ویل ړوند پیری و، د زیارتونو ډېر شوقي دی، ویل یې چې په غزني کې یم. ټولو یو بل ته وکتل، .تار مې کش کړ، کړنګ شو، د غار په تیاره برخه کې زنګوله را لوېدلې وه :ومې خندل اوس یې هم ناوخته کړ، خیر، د ړندکي یوه سترګه کار نه کوي، په دې غره او دومره ډبرو _ .کې د وړې زنګولې پیدا کول سخته خبره ده د غار تیارې برخې ته ورغلم. لومړی مې خپل پرتوګ سم کړ، بیا مې زنګوله راپورته کړه، .بېرته راغلم، د کوچیانو په مخونو کې ټکی وینه نه وه پاتې زنګوله مې وګړنجوله، ماشوم په بیړه راته وکتل، سترګې یې وځلېدلې، زنګوله یې زما له :ګوتو وایسته، په خوند یې وویل !دا یې چېرې پیدا کړه_ :ومې خندل .په هماغو تیږو کې چې سېرلی بند و_ میرګل یودم چیغه کړه. وغړمبید، له خولې یې لاړې باد شوې، ځان یې له ځمکې وویست. .حاجي ناټک یې پر پښو ور پرېووت، ما یې لاسونه کلک ونیول :حاجي ناټک وویل پېریان لري، یو ځل یې د ملا په وعظ کې را پرې ایست، بیا په اتڼ کې مستې واخیست، _ .رمباړې یې کړې .میرګل یوه شېبه پورته پورته غورځېده، بیا کرار پرېوت بېرته خپل ځای ته راغلم. ور ومې کتل، حاجي ناټک په خپل نوي څادر د میرګل له خولې را .وتلي ځګونه پاکول وخت ووت، میرګل کېناست، خو لا یې هم خړو خاورو ته وچې سترګې نیولې وې، یودم را .وښویېده، زما پر پښو یې خپلې تودې شونډې کېښودې .د زړه له اخلاصه یې وژړل حاجي ناټک تر مټ ونیو، خو ما اشاره ورته وکړه چې په خپل حال یې پرېږده. مېرګل :ژړل... پښې مې د هغه په اوښکو او لاړو لندې شوې. وروسته یې په ژړا کې وویل .اه بغدادي پیره! قربان دې شم! خاورې میرګل وبخښه_ :ومې خندل، په ولیو کې مې څو ځله وټپاوه. ومې ویل .بخښلی مې یې_ .خو میرګل زما له پښو نه پورته کېده :ومې ویل .پورته شه، ومې بخښلې_ میرګل لا هماغسې زما پر پښو خپل مخ ایښی و. وخت ووت، ژړا یې په سلګیو بدله شوه. بیا :یې په غریو کې وویل .خدای دې مې ګونګی کړي، ستا مبارکه مې په بد نوم یاده کړه_ :تر ولیو مې ونیو، په زور مې کېناوه. ومې ویل ته نه یې ملامت، حالات خراب دی، اوس هر څوک د بزرګي داوه کوي. حاجي ناټک ته _ .مې وویل چې په غاړه کې پروت ول ول پټکی ور وتړي دوی یوه شېبه ناست ول، بیا یې اجازه وغوښته، د غار تر خولې پورې یې مخونه، نه را نه .اړول. پر شا تلل :په میرګل پسې مې ناره ونیوله .اوښه به دې خدای جوړه کړي_ .یوه شېبه کېناستم، بیا لاندې کښته شوم، قدم شاه خندل په رڼو اوبو کې مې پښې ننه ایستې، لاس مې پرې تېر کړ، د میرګل وچې شوې لاړې .سرېښناکې وې :د قدم شاه له جذبې ډک غږ مې واورېد .اوس دې نو بازار تود بوله_ .ور ومې کتل، وړې سترګې یې ځلېدلې تر څنګ مې کېناست، ناڅاپه یې اوبو ته خپلې غبرګې پښې ور واچولې، اوبه د چینې ژۍ ته .را وختې. په بېړه ودرېدم :قدم شاه وخندل !مبارکه خو دې لنده نه شوه؟_ :یودم یې په غږ کې بدلون راغی !خو وروستۍ خبره دې اټکلي وه. اوښه به څنګه جوړه شي؟_ :ومې خندل .کله نا کله اټکلي خبره هم سمه راځې_ سم مې ویل، بل سهار وخته یوه ډډ غږ له خوبه را وېښ کړم. ور مېږ مې کوږ کړ، د قدم شاه تشه بړستنه پرته وه. د باندې ووتم، میرګل او یو چاغ سپین پسه له چینې سره ولاړ ول. ورغلم، کوچی مې پر لاسونو را پرېووت. بیا یې سر پورته کړ، سترګې یې له اوښکو ډکې :وې، په خوند یې وویل .یا بغدادي پیره! دوا (دعا) دې کار وکه، اوښې له څلورو ورځو وروسته ځوځ وخوړل_ :د قدم شاه غږ مې واورېد !د بغدادي پیر دعا بېرته نه راګرځي_ .شاته مې وکتل، د قدم شاه غېږ له وچو لرګیو ډکه وه !کوچي یودم چیغه کړه .خاورې میرګلیه، خدای دي مرګ درکي، چې ته یې، پیر صایبان به څنګه لرګي راوړي_ ورغی، له قدم شاه یې په زوره لرګي ور واخیستل، پورته وخوت، خو په بېړه یې مخې ته ودرېدم. پوهېدم چې دا کوچی زما توشکې ته نږدې له پرتې خالصې کتابچې او انګرېزي یاداښتونو څه نه شي بود کوالی، خو په خپله د قلم او کتابچې لیدل، د بغدادي پیر رنګ بدوالی .شواي قدم شاه ته مې اشاره وکړه، خو کوچي قسمونه خوړل، ویل یې چې لرګي به د غار خولې ته .رسوي اخیر مې مجبور کړ، دواړه بېرته چینې ته را وګرځېدو. پسه ته مې وکتل، ډېر وخت مو داسې .چاغ ورنونه نه وو خوړلې :د میرګل غږ مې واورېد پسه چېرته ودروم؟_ :ومې ویل .لږ ها خوا یې حلال که_ .ټیټې غونډۍ ته وختم، هوا ښکلې وه، نري باد د ونو پر پاڼو لاس تېراوه .کله کله به د یوه مرغه ناره راغله .بېرته لاندې کښته شوم، پسه له پوسته شوی و، پر ګېډې یې د وازګو نرۍ پرده پرته وه دوه ورنونه بس ول، خو میرګل نه منله، ویل یې چې سلامت پسه یې نذر منلی و. په سخته .مې قانع کړ، ور یاده مې کړه چې موږ دوه نفره یو، ګرمې ده، نوره غوښه خرابېږي کوچي زړه نا زړه پاتې غوښه په څادر کې وتړله. د تګ په وخت یې وویل چې سات وروسته .به حاجي ناټک، د هغه لور او څو نور سپین ږېرې را ورسېږي پورته وختم، د غره د خزندو په اړه مو لا په پېښور کې فکر کړی و. د دواوو له کڅوړې مې .یو بوتل را وایست. کوچینی جام مې له اوبو ډک کړ، درې سرپوښه دوا مې پکې واچوله .د باندې ووتم، قدم شاه د پسه سلامت ورون اور ته نیولی و سات وروسته ډله کوچیان راغلل، یوه ځوان یوه وړه نجلۍ په شاه کړې وه، د نجلۍ له درده .ډکو چیغو د دستګاه کراماتو ته پرې نه ښودم .ټول پورته را وختل. وار نه کېده، ښی لاس مې د مچولو له پاره تر ډېره پورته نیولی و بیا مې نجلۍ ته وکتل، په څپولې وېښتو کې یې وچ واښه بند ول. غټې تورې سترګې یې له .اوښکو ډکې وې. کله کله به یې له درده چیغه کړه :حاجي ناټک وویل ....قربان دې شم! زامت مو نه درکاوه، خو شامتوره_ :په خبره کې ور ولوېدم. په خندا مې وویل .غم مه کوه! خدای ته یې وسپاره، بغدادي پیر ته یې وسپاره_ حاجي ناټک د نجلۍ خیرن لستوڼی ور پورته کړ. د شامتورې مټ تک شین و. د نجلي پر .تندي مې لاس کېښود، سره تبه یې وه. جام مې را واخیست :ومې ویل میرګل خبر کړم چې شامتوره دلته راولئ، سخته وه، وخت لنډ و، خو بیا مې هم ړندکی _ .پېری کوه قاف ته ولېږه. ایله یې لږ مخکې د شفا دا اوبه را ورسولې .جام مې د نجلي وچو شونډو ته ور نږدې کړ، یو غوړپ اوبه یې تېرې کړې .کوچیانو ته مې وکتل، ټولو وچې سترګې راته نیولې وې نجلۍ مې پر پوزې پرې ایسته، دا دوا له برېتانیې راغلې وه، اصله وه، پوهېدم چې تاثیر .کوي، خو وخت یې غوښت ....ټول غلي ول، یواځې نجلۍ له درده ډکې نارې وهلې :حاجي ناټک را وښویېد. مخې ته یې یوه غوټه راته کېښوده، په خواره خوله یې وویل قربان دې شم، پوهېږم چې ته د هېڅ شي کمی نه لرې، څه چې وغواړې، د سترګو په رپ _ کې درته را رسېږي. خو لږ ګوستاخي مې وکړه. خالي لاس راتګ ښه نه راته ښکارېده. .جنغوزې مې درته راوړې .حاجي ناټک بېرته دوه ګامه شاته وښویېد .یوه کوچي ته مې پام شو، پر خړو خاورو هوار پوزې ته یې کتل :ومې ویل حاجي ناټکه! کور دې ودان چې د خدای دوستانو ته په درنه سترګه ګورې. ته سم وایې! ... ماته هېڅ هم کم نه دي، دا تېر ماخستن لا کړپا له خوبه را وېښ کړم. ړندکی و، په سمڅه کې .یې غالۍ هواروله. ور ها خوا د سرو زرو په لوښو کې رنګارنګ تازه مېوې ایښې وې ړندکي راته وویل چې قربان دې شم، د دنیا ټول خوندونه دې په واک کې دي، خو ته وچې !شونډې په خړو خاورو کې پروت یې، نه مې لورېږې! خیر دی، دا غالۍ او لږه مېوه ومنه خو ما سپک کړ، ورته ومې ویل نه، نه، نه! زه خو دې نن نه یم پېژندالی، کلونه کلونه مې مرید یې. په دې پوهېږې چې بغدادي پیر په دنیایي لهو لهب پسې نه ګرځي! هله! دا دنیایي !مرداریانې دې در ټولې که .غلی شوم. کوچیانو وچې سترګې راته نیولې وې :سر مې څو ځلې وخوځاوه، ومې ویل هی هی! ځوانې وه، نه پوهېدم، په بغداد کې مې د سرو زرو کور درلود. په حساب سل زره _ مزدوران راته ګرځېدل. باغ، څلوېښت ښکلې مینځې، تر حده وتلې ځمکې، سره او سپین... د هېڅ شي کمی نه و، ټوله ورځ به مې په ښکار او مزو تېروله، خو یوه شپه مې خپل نیکه شېخ نوراني اغا په خوب ولید. د سمندر د اوبو پر سر والړ و، تکه سپینه رڼا ترې بادېدله، ډله سمندري ښاپېرۍ یې د حجاب په ثوابونو پوهولې. ورغلم، خو نیکه مې مخ رانه واړاوه. هماغه خواته یې ودرېدم، بیا یې هم راته ونه کتل. ورته ومې ویل چې زه یم، ستا لمسی. خو .نیکه په خپلو مبارکو لاسونو پورې وهلم. تر لمنې مې ونیو، الس مې اور واخیست ومې ژړل... نیکه په خشکه راته وویل چې د پیرانو رنګ دې بد کړ، د دنیا لهو و لهب د ....خدای له عبادته ایستلی یې :ومې ویل د دنیا لهو و لهب مې پرېښودل. اوس دنیا )ثروت( د مردارو اوبو غوندې راته اېسي. پایڅې ترې ټولوم. که نه د قارون د ورکې شوې خزانې ځای هم را مالوم دی، خو نه ارزي! کوم ....خوند چې په عبادت کې دی، بل څه یې نه لري .غلی شوم، کوچیانو اوښکې تویولې :ښه شېبه ووته، د حاجي ناټک غریو نیولی غږ مې واورېد !بازه! د بغدادي پیر مبارکې خبرې دې واورېدې؟! تاته وایي_ :یو له عمره پوخ سړی وسونګېد. په ژړا کې یې وویل .توبه مې ده_ :ومې ویل !باز څه کړي؟_ !حاجي ناټک پر خپله پزه د څادر پیڅکه تېره کړه پیرګله! قربان دې شم. باز جایي )کلیوال( دی، څو ورځې مخکې یې د تناره د جوړولو له _ پاره پخه خاوره وړه، د سرې غونډۍ خاوره کلکه ده، له کولنګ سره یوه زېړه روپۍ را نټېدلې وه. باز وایي چې د زرو ده. نن هماغه ځای ته بیا ور روان و. خو کلنګ مې په کېږدۍ .کې ترې کېښود، ورته ومې ویل چې راځه! نوی پیر پیدا شوی، پټې ور مالومې دې :حاجي ناټک غلی شو، باز ته یې وکتل، ویې ویل .هله! پیرګل ته هغه روپۍ ور ښکاره که_ باز د خپلې زړې، خیرنې، شکېدلې سدرۍ په جېب کې ګوتې ننه ایستې، یوه ځلانده ژېړه .سیکه یې راته ونیوله په زړه کې مې خوشالي منډه واخیسته، خو ځان مې کابو کړ، د سرو زرو سیکې ته مې په :ځیر ځیر وکتل، یودم مې ټنډه تروه کړه، ومې ویل خپل لمونځونه مه خرابوئ، ورته وګورئ! د مسو په دې روپۍ د لوڅ لپړ سړي شکل کېندل _ .شوی دی. بوت دی. ګناه لري سیکه مې د غار خولې ته ور وغورځوله. زړه مې ولړزېد، سیکه هماغسې په رغړېدو_ .رغړېدو له غاره ووته :سترګې مې پټې کړې، ومې ویل بازه! ځان مه ستړی کوه! همدا ګړۍ په هغه ځای کې ولاړ یم چې تا دا روپۍ پیدا کړې وه، _ اه! کاشکې د بغدادي پیر کرامات در مالوم وای، تر ځمکې یو ګز لاندې خاورې هم وینم. له .غټ، تور مار پرته هېڅ هم نه شته :د باز غږ مې واورېد ....قربان دې شم! خو دا لومړی ځل نه دی. یو ځل پخوا مې هم_ .غلی شو، خبره یې بشپړه نه کړه :ومې خندل !پوهېږم چې څه دې پیدا کړي ول، خو زه درته ووایم که نه، ته یې په خپله وایې؟_ :باز په خواره خوله وویل د ډبرې کوچیني بوتان! یو نه و، دوه نه ول. سمه لویه سمڅه ترې ډکه وه. له ماتېدو وتلي _ .ول، د سمڅې خوله مې بېرته پټه کړه :ومې ویل پوهېدم چې څه وایې، خو د شیطان له ځالو لیرې ګرځئ! پوهېږې! په هماغه ځای کې یو _ وخت پېریانو ژوند کاوه. کاپر ول، بتانو ته به یې سجدې لګولې.! کاپر پېریان له زړونو ډېر .سخت دي، ځان او اولادونه دې ترې ساته :باز په وارخطایي وویل ....توبه مې ده! خو هغه ژېړه روپۍ به څنګه شي. هغه خو مې هم له_ :په خبره کې ور ولوېدم غم مه کوه، ړندکي پېري ته به ووایم، روپۍ به بېرته په هماغه ځای کې کېږدي چې تا ترې _ .را اخیستې وه .د باز رنګ بېرته خپل ځای ته راغی ناڅاپه له لاوډسپېکره د قدم شاه ټوخی را ووت. لینګې مې ولړزېدل. اه! نو دومره لویه غلطې. !د دستګاه سویچ مې څنګه هېرېده :یودم مې تندی تریو کړ، په زوره مې وویل !مه کوئ! دا ځای د ساعتیري نه دی، له کتابونو لیرې ګرځئ_ لاس مې ور وغځاوه، د کتابونو د ټولولو پر وخت مې د دستګاه سویچ وواهه. کوچیانو ته مې :وکتل، رډې سترګې یې راته نیولې وې... ومې خندل .ها! د کوچنیانو له شوخۍ مو دې خدای وساتي؛ نه کرارېږي :کوچیانو یو بل ته وکتل. حاجي ناټک وویل ....قربان دې شم، دلته خو یواځې شامتوره پرته ده، هغه هم_ :په خبره کې یې ور ولوېدم .مه پسې ګرځئ! پټې بالوې دې خدای پټې لري_ .د کوچیانو سترګې رډې راختلې وې :ومې خندل بغدادي پیر خو یواځې په انسانانو کې مریدان نه لري، ګڼ پېریان هم پرې را ټول دي، همدا _ !اوس دلته دوه کوچیني پېریان له خپلې ناروغې انا سره راغلي. ښه ده چې نه یې وینئ :خړو خاورو ته مې وکتل ادې! ما خو درته ویل چې د بغدادي پیر دم بې تاثیره نه دی. اوس دې رنګ تازه راته _ .ښکاري .د سترګو له کونجه مې کوچیانو ته وکتل، وار خطا ول :ومې ویل .همدلته یوه ناروغه زړه پېرۍ پرته ده_ .ګرررر شو، له حاجي ناټکه پرته ټولو کوچیانو د سمڅې خولې ته منډه واخیسته :ومې خندل .راځئ! راځئ! زړونه مو غټ ونیسئ! مه وېرېږئ! پېریان کار نه درباندې لري_ یو، یو بېرته راغلل، خو دا ځل لیرې کېناستل. ټولو هغو خړو خاورو ته کتل، چې خیالي پېرۍ .ورباندې پرته وه :د حاجي ناټک غږ مې واورېد .قربان دې شم. ګوستاخي کېږي! خو ټوخی د غټ سړي و_ :ومې خندل پېریان ډډ غږ لري، دا خو یې ال یو ماشوم وټوخېد، که غټ پیری ټوخېدلی وای، زړه دې له _ .بېخه را ووت :غلی شوم، ومې ویل !دا ناروغه، زړه پېرۍ درته را وغږوم؟_ !له حاجي ناټکه پرته ټولو چیغې کړې .نه! خدای ته وګوره! زړونه به مو وچوې_ د ښي لاس خالصې ګوتې مې تر خاورو یوه لوېشت پورته ونیولې. یوه شېبه غلی وم، بیا مې :یودم وخندل .ادې! اوس ښه یې! تندی دې سوړ دی. تبه دې پرې شوې ده_ :یوه شېبه غلی وم. بیا مې وویل .هو ادې! سم وایې! ورځئ! خو هېر دې نه شي، تاویذ ته به اوه سپینې جامې ور اغوندې_ !د غار خولې ته مې وکتل، ناره مې کړه .وه ماشومانو، راشئ! انا مو تر الس ونیسئ چې ونه لوېږې_ .په لاره کې ناست کوچیان د غار دېوال ته ور وښویېدل شامتورې ته مې وکتل، دوا کار کړی و، سترګې یې پټې وې، سوکه سوکه، منظمه ساه یې .اخیسته د حاجي ناټک را پام شو، نجلۍ ته یې وکتل، خړې شونډې یې خندنۍ شوې. په خوند یې :وویل .قربان دې شم! پوهېدم چې دم او دوا )دعا( دې بې څه نه ده_ .نورو کوچیانو ته مې وکتل، لا هم د غار له دېوال سره ناست ول :ومې ویل .مه وېرېږئ! پېریان ووتل_ ټول تر شامتورې را وګرځېدل. یوه شېبه یې پرتې نجلۍ ته وکتل، بیا یودم زما پر لاسونو را .پرېوتل، وار نه کېده، هر یوه هڅه کوله چې زما تر لاسونو خپلې شونډې را ورسوي :د حاجي ناټک وارخطا غږ مې واورېد .شامتوره مو ژوبله کړه_ ور ومې کتل، زما پر لاسونو د یوه پراته بوډا لوڅه سپېره پښه د نجلۍ پر ټټر پرته وه. ټول مې شاته کړل. شامتورې ته مې وکتل، په رڼو سترګو کې یې وېره پرته وه. نجلۍ مې ورو را :پورته کړه، ومې ویل !څنګه یې لورې_ .نجلۍ په حیرانۍ راته کتل :حاجي ناټک په خوند وویل .ښه ده، ورته وکورئ! دردونه یې غلي شوي دي، چیغي نه وهي_ کوچیان بیا زما د لاسونو د ښکولو له پاره را مخکې شول، خو زما تریو تندي بېرته پر خپلو .ځایونو کېنول :نجلۍ په مړاوي غږ وویل .بابکه! وږې یم، کورتو ته مې زړه کېږي :حاجي ناټک خپله لور په غېږ کې ونیوله. په خوند یې وویل چې ته خدای را ښه کړې، د کورتو غم مه کوه، پیرګل ته کورت څه دي! ماته یې وکتل، په _ :سترګو کې یې خوشالي پرته وه. په خواره خوله یې وویل قربان دې شم. شامتورې دا دوې ورځې خدایکه په هېڅ شي څکه کړې وي. اوس یې کورتو _ !ته زړه شوی، ړندکي پېري ته به نه کې ور نارې؟ اه! کورت! همدا ګړۍ مې یو کورت په زر روپۍ هم اخیست، خو دا سپیره غر او کورت! ډېر .سره لیرې ول :د شامتورې پر سر مې الس تېر کړ، ومې ویل لورې! ته ناروغه یې، کورت تاوان درته لري. اوس به غوښه درته را وغواړم، زما _ .خدمتګار سلامت ورون پوخ کړی دی :د نجلۍ تندي نرۍ ګونځې پیدا کړې .نه، غوښه مې بده ایسي_ :حاجي ناټک په غوسه وویل .ګوستاخي مه کوه، همدې پیرګل له مرګه راوګرځولې... هله! ژر یې الس ور مچو که_ :ومې خندل .خیر دی! ماشومان دي. تر اوسه ال په مقدساتو نه پوهېږي_ کوچیانو ته مې وکتل، پوهېدم چې د (مقدساتو) له ټکي یې مانا نه ده اخیستې، خو یو یو لغات .ښه و، پوه مالومېدم د اوبو پتک مې وغوښت، یوه کوچي له مال را خالص کړ، د جام پاتې اوبه مې پکې واچولې، :حاجي ڼاټک ته مې وویل دا شفا بخشه اوبه اسانه نه دي پیدا شوې، له کوه قافه راغلې، نجلۍ ته یې درې وخته _ .ورکوه، سهار، غرمه، بېګا د حاجي ناټک سترګې له اوښکو ډکې شوې، دواړه لاسونه یې راوغځول، پتک یې څو ځله .ښکل کړ، په ډېر احتیاط یې په څادر کې وتاړه :یوه ځوان وویل !یا پیره! تر تا لوګی شم، مورکۍ مې څه نه ویني! را یې ولم؟_ نور کوچیان هم په خبرو راغلل، د یوه مېږو شیدې نه کولې، د بل پرله پسې لوڼې زېږېدلې، د بل اولاد نه کېده، د یوه پر رمه لېوه اموخته و..... بس! ټولو مرسته غوښته .سر مې ورته وخوځاوه، ټول خوشاله د باندې ووتل. نوربیا

لوستل شوی 820 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي