وروستي مطالب

د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو لپاره د غوراوي لوبو مهال وېش اعلان شو

دوشنبه, 25 جدی 1396 19:51

د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوالو اتلولیو د غوراوي لپاره مهال وېش اعلان شوی او داسې ښکاري چې افغانستان ظاهرآ په ښه ګروپ کې دی.

د ۱۰ هېوادونو په دغو سیالیو کې یوازې دوه د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو ته لار موندلی شي.

د غوراوي په سیالیو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټول ټال ۳۵ لوبې کېږي، پایلوبې ته رسېدونکې دوه لوبډلې به یې په نړیوالو اتلولیو کې د لوبېدو حق مومي

د افغان کريکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه

یکشنبه, 24 جدی 1396 18:32

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په نوي زیلنډ کې خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ور کړه.

نن د شنبې په ورځ د ۱۹ کلنو ځوانانو د کریکټ نړیوال جام سیالۍ په نیوزیلېنډ کې پیل شوې.

په دغه جام کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلې برخه لري

افغان لوبغاړي د کرکټ یو نړیوال ریکارډ مات کړی

چهارشنبه, 20 جدی 1396 19:41

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې ځوان افغان لوبغاړي محبوب بهیر د کرکټ د څلور ورځینو سیالیو یو زوړ ریکارډ مات کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې ویپاڼې کې ویلي دي چې محبوب بهیر د اسټرالیا د یو پخواني لوبغاړي ډن براډمن د کلونو زوړ ریکارډ مات کړی دی.

بهیر په افغانستان کې په خپلو لومړنیو څلور ورځنیو سیالیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر رنزونه کړي او د منډو تر ټولو لوړ اوسط لري

کرېکټ: شهزاد محمدي به راتلونکې میاشت د زیمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

یکشنبه, 17 جدی 1396 19:31

د افغانستان کرېکټ بورډ له زیمبابوې سره د راتلونکو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د شهزاد محمدي نوم هم پکې شته. دغه لوبې - چې پنځه یې یو ورځنۍ او دوه یې شل اوریزې دي - د راتلونکې فبرورۍ پر ۵مه پیلېږي.

کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې لپاره ننګرهار کې یو روزنیز کمپ جوړ شوی، چې څه باندې دوې اونۍ به دوام وکړي او لوبغاړي به ځانونه پکې چمتو کړي

راشد خان د بېګ باش سیالۍ کې غوره لوبغاړی شو

دوشنبه, 04 جدی 1396 15:02

افغان لوبغاړي راشد خان د اسټرالیا د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو، بېګ باش په خپله لومړنۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بري ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د ده لوبډلې، اېډلایډ سټرایکرز پرون سیډني تندر ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې راشد خان دوه مهم لوبغاړي په یوه اوور کې وسوځول او په خپلو څلورو اورونو کې یې یوازې ۲۲ منډې ورکړې

کرېکټ: افغانستان او هندوستان لومړنۍ ټېسټ لوبه کوي

دوشنبه, 20 قوس 1396 19:29

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، ملي لوبډله به یې په راتلونکي کې د لومړي ځل لپاره د هندوستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره پنځه ورځنۍ یا ټېسټ لوبه وکړي.

د تر سره کېدونکې لوبې ځای او مهال نه دی روښانه شوی، خو د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، ځای او وخت به یې د ګډ کنفرانس له لارې په ډاګه شي.

د ښاغلي مشعل په خبره، د افغانستان کرېکټ بورډ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو په دې لټه کې و چې د هندوستان له لوبډلې سره ټېسټ لوبه وکړي

''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

پنجشنبه, 16 قوس 1396 21:01

''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چارسمبالی روزونکی ریس احمدزی وايي، د مجیب ځدراڼ په څېر زلمي لوبغاړي د دې لوبې د غوړېدا لپاره خورا مهم دي.

۱۶ کلن مجیب ځدراڼ پرون سې شنبه 'دسمبر پنځمه ' په خپله لومړنۍ رسمي نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د ایرلڼد څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو

شهزاد محمدي راتلونکې جنورۍ کې لوبې ته ستنېږي

پنجشنبه, 16 قوس 1396 20:52

د شهزاد محمدي یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وويل، د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له خوا پر شهزاد محمدي بندیزونه لېرې شول او جنورۍ کې به لوبو ته راستون شي.

د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، پر ښاغلي محمدي د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د ممنوعه درملو خوړلو تور لګول شوی و، چې د قضیې مخته بېولو لپاره یو قانونپوه وکیل ورته ونیول شو