افغانستان د هند په وړاندې سخته پیاوړې مقابله وکړه، لوبه مساوي شوه

افغانستان د هند په وړاندې سخته پیاوړې مقابله وکړه، لوبه مساوي شوه

د کرکټ د ایشیا کپ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان لوبډلې د هند په وړاندې یوه ډیره په زړه پورې او سخته مقابله وکړه، خو په پای کې لوبه برابره پای ته ورسیده. په دې لوبه کې د جدیجا د وروستي آور څلوریزې هند له ماتې وژغوره.

دا سیالي چې د ایشیا کپ یا آسیا جام په سوپرفور پړاو کې په دوبی کې ترسره شوه، هند وکړای شول د خپلو ١٠ لوبغاړو په سوځیدلو سره، ٢٥٢ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لوبغاړو په دواړو میدانونو کې داسې کاروایانې وکړې چې د هند ټیم یې تمه نه کوله. افغانستان په لومړي میدان کې هند ته د ٢٥٢ هدف وټاکه، چې دې هدف ته رسیدل، آسانه کار نه و.

په دویم میدان کې افغان بالرانو وکړای شول ټولټال ٩ ویکټې واخلي. یاده دې وي چې په همدې څو تیرو ورځو کې هند یو ځل پاکستان په اتو ویکټو او بیا په نهو ویکټو وړی و. خو یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده چې د هند په ټیم کې نن د روهټ شرما او شیکر داون په څیر لوبغاړي نه و راغلي.

د نن ورځې د لوبې په سر کې، ټاس افغانستان وگاټه او د بیټینگ فیصله یې وکړه. که څه هم د ټیم د کپټان اصغر افغان په شمول، زیاتره افغان لوبغاړي په هیڅ او یا ډیرو لږو رنزونو اوټ شول، خو په لومړي میدان کې محمد شهزاد تر ټولو ښه وځلید.

شهزاد وکړای شول په نننۍ لوبه کې سینچري پوره کړي او ټولټال یې ١٢۴ منډې جوړې کړلې. هغه پخپل وار ١١ څلوریزې او ٧ شپږیزې ووهلې. په دې سره یې د افغانستان ټیم له مځکې رااوچت کړ.

له شهزاد وروسته، تر ټولو زیاتې منډې بیا، محمد نبي جوړې کړې. محمد نبي وکړای شول خپله پنځوسیزه پوره کړي او بیا په ٦۴ منډو اوټ شو.

په دویم میدان کې، که څه هم افغان لوبغاړو ونشو کولای چې پرله پسې ډیرې ویکټې وگټي، خو څنگه چې هند هدف ته نږدې کیده، نو د افغانستان بالرانو پر هغو لوبه تنگه کړله او په هر آور کې یې ډیرې لږې منډې ورکولې.

اوس دستي هند د ایشیا کپ په سیالیو کې تر ټولو نورو ډلو مخته دی. سبا د شورو/چارشنبې په ورځ به پاکستان د بنگله دیش په وړاندې لوبه وکړي.

لوستل شوی 233 ځله Last modified on سه‌شنبه, 03 میزان 1397 20:09

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي